کولال


دکلي ماشومانو ورمنډې کړې هلئ څومره ښکلی خر دی دا په غاړه یې ځونډي
وګورئ یو بل ماشوم غږ کړ په پښو کې یې شنه سره وریښم وګورئ یو پکې له
نورو لږ لوی ؤ ویل یې له خره نه یې سمه ناوې جوړه کړیده
راځئ چې ورنږدې شو لکه چې بانجاره ماما دی ژاولې او خواږه یې راوړي دي
ماشومان ډیر په مینه د کولال مخې ته ورغلل ماما څه دې راوړي دي؟
کولال چې ډیر ســتړی او ستومانه ؤ په نیولي غږ یې وویل ...بچو منګي او کټوې
دي ورشئ په کورونو کې ورته ووایئ چې کولال راغلی دی ګړي کټوې یې راوړي دي هلئ زر شئ قربان موشم
ماشومانو ته اوس یوازې دخره ننداره لږه په زړه پورې وه او نور نو د دوی
هغه هیلې مړې شوې چې د بانجاره ماما په خیال مخې ته ورغلي وو
ماشومانو ویل دا څه کوو مونږ ویل که سودا دې راوړي ده دا مو نه دي په کار
ماشومان ټول بیرته په خپلو لوبو اخته شول او کولال بیچاره مجبور شو چې له
خپلې حنجرې کار واخلي په زوره یې اواز کړ
ګړي کټوې مې راوړي دي ګړي کټوې سوړاوبي منګي توداوبي منګي دشوملو
کټوې برغولي او منګوټي
کولال په پرلپسې توګه څــو واره خپل اعـــلان تکرار کړ خو د کلي له دروازې
چا سر راښکاره نه کړ
خر یې د توت دونې په سټې پورې وتړلو او خپله یې هغه کټ کې ډډه واچوله
چې دکلي مشران به وخت ناوخت پکې کیناستل په دې تمه ؤ چې ګوندې څوک
راشي او یو څه سودا یې وشي دکلا لویې دروازې ته یې کتل او دیرش کاله
مخکې زمانې ته لاړو داسې وخت ؤ چې کولال به سم کلي ته رارسیدلی نه ؤ
چې پیغلې او پیغلوټې به ترې راتاؤ شوې یوې به ویل کولال ماما سوړاوبی
منګی راکړه بلې به ویل تود اوبی منګی غواړم پيغلوټو به ویل منګوټي غواړو
یوه نیمه مشره ښځه به راغله هغې به بیا د شوملو د کټوې پوښتنه کوله
های های څومره ښه وخت ؤ چا به شولې راوړې چابه وریجې راوړې چاغنم
او چا جوار خوبازار به ګرم ؤ دا اوس په دې خلکو څه تندر راپریوتي دی
چې نه منګي اخلي او نه کټوې
کولال په همدې سوچونو او فکرونو کې ؤ چې خالو ترور راغله اووار دمخه
یې وویل میروګیه ستړی مه شې ډیر وخت وروسته مې ولیدې زما د شوملو
کټوه په کار وه کاش د ایمان سوال مې کړی واي ماویل خدایه میروګی راولې
څومره ښه شوه چې راغلې
میروګی کولال یو دم له تیرې زمانې بیرته راستون شو راپاڅیدو او خالو ترور
سره یې روغبړ وکړ
خالو ترورې یاد دې دي چې زه به راغلم څنګه به نجونې رانه تاوې وې اوس
په دې خلکو څه شوي دي نه منګي اخلي او نه منګوټي چې دا ولې څو کلي
مې وګړبول خو سودا نه کیږي
خالو ترور سوړ اسویلی راکیښ او ویل یې میروګیه هغه زمااو ستا زمانه لاړه
اوس خلک په بله کې دي ټول په کورونو کې داوبو نلۍ لري او که بیا نه وي
نو په څاګانو خویې بمبۍ لګولي دي هر چا په کورونو کې کولرې ایښې دي اوس
نه څوک منګي ته اړتیا لري او نه منګوټي ته اوس نه ګودرونه شته اونه په
کورونو کې بیزلې پخوا به حلکو د خاورو کنډول کارولو اوس هغه هم په سټیل
بدل شوي دي خو داسې وکړه چې ماته یوه د شوملو کټوه راکړه چې سودا دې
وشي . میروګی لاړو او له خره نه یې څو دانې کټوې ورته راکوزې کړې دادي
خالو په دې کې یې خوښه کړه
خالو ترور ترې یوه کټوه خوښه کړه او میروګي ته یې ښه غوښینه بیه ورکړه
خالو ترور د کور په لور روانه شوه میرګي ورپسې له شانه غږ کړ خالو ترورې
لږه ډودۍ او شوملې خو راوستاوه چې وږی شوی یم
لږه شیبه وروسته یو زلمي په جام کې شوملې او ورسره په ترخ کې یو نغن
راوړ او کولال ته یې ورکړ
کولال له ډوډۍ خوړو وروسته بیا ډډه واچوله او شیبه وروسته یې سترګې
پټې کړې کولال لا پړمخۍ نه ؤ وړی چې معلم ګلا جان پرې غږ کړ میروګیه
ستړی مه شې څنګه داسې ډنګ ډول غځیدلې یې
میروګی راپاڅیدو ویل یې معلم صیب څه وکړم کلي په کلي ګرځم خو څوک
رانه سودا نه کوي ستړی شوم ما ویل لږه سترګه پټه کړم
معلم ګلاجان ویل میرګیه دنیا سپوږمۍ ته وخته او ته لا هاغسې ګړي خرڅوې
دا دمنګي او کټوې زمانه نه ده ګوره اوس هر څه بدل شوي دي دنیا مخ په
وړاندې روانه ده
ګوره میروګیه د نړۍ صنعت ورځ په ورځ وده کوي دا اوس چې کوم لوښي
د سټیل او نورو موادو جوړیږي پخوا دا هم لکه ستاسو په شان کولالان او یا اهنګران وو خو په وخت سره یې پرمختګ وکړ له خاور نه اوس سټیل اونورو
ته ورسیدل خو زه حیران چې ولې زمونږ صنعت کاران په خپل ځای ولاړ دي
او مخکې نه خوځيږي اوس ستاسو منګي او کټوې خلک په موزیمونو کې ږدي
لږ مخکې قدم په کار دی مونږ هم باید یو څه بدلون وکړو نو هله به بازار ته
لاره پیدا کوو تر قیامته خو به همدا منګي او کټوې نه وي
میروګی ماما د معلم ګلا جان په خبرو کې ورک پاتې شو
غلام رباني فیاض