دلعل خان شينواري سليزې ننګرهار کرکټ منخبه لوبډله له دوهمې بريا برخمنه کړه .

  دننګرهار اوبلخ ولايت ترمنځ دکرکټ يوه ورځنۍ لوبه چې نن يکشنبه په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه ننګرهار وکولاى شول چې بلخ ولايت ته په اوه ويکټو ماتي ورکړي .

په دغه لوبه کې بلخ ولايت لومړى توپ وهنه وکړه او په اوه څلويښت اعشاريه يو اور کې ټول لوبغاړي په دوه سوه ديارلس منډو باندې وسوزيدل او ننګرهار ته يې دوه سوه څوارلس منډي هدف وټاکه .
دننګرهار لخوا فريدملک او احمدشاه درې،درې،نسيم قصاب دوه،باطن شاه او کامران يو،يو لوبغاړى وسوزو.
په ځواب کې ننګرهار لوبډلې وکولاى شول چې ټاکل شوى هدف په دوه څلويښتم اور کې د درې لوبغاړو په سوزيدو پوره اوپه دې سره په اوه ويکټو بلخ لوبډلې ته ماتي ورکړي .
په دغه لوبه کې لعل خان شينواري چې ترپايه ونه سوزيده سل منډې جوړې کړې،همدا رنګه احمدشاه پنځه اويا،همايون ديارلس،نسيم قصاب اته اونجيب ترکي يوه منډه ترسره کړه
ديادونې وړده ننګرهار کرکټ منتخبې لوبډلې تردې وړاندې زابل کرکټ منتخبې لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.