په هلمند كې د دارالامان د ماڼى د بيا رغونې لپاره د بسپنې د را ټولولولړى پيل شوه


                                                   

\"\"

دغه لړى د شنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ كې چې پكې د هلمند والي محمد گلاب منگل ددې ولايت د  اړوند دولتي ادارومسؤلينواود آزادوټولنواستازوگډون درلود پيل شوه.
ددې غونډې په پيل كې د هلمند والي محمد گلاب منگل د خپلې وينا پرمهال وويل چې د هيواد تاريخ د وينوپه بيه ساتل شوى اواوس مهال يې هم ساتنه د ټولوهيواد والودنده ده.
\"\"
د نوموړي په وينا چې په كابل كې د دارالامان د تاريخي ماڼى د بيا رغونې لپاره كابل ښاروالى مټې رابډوهلې دي خوپه هيواد كې د تاريخي ودانيوپه بيا جوړونه  كې بايد ټولوهيواد وال فعاله ونډه واخلواوترخپل توانه د كابل له ښاروالى سره نغدي مرستې وكړوترڅونوموړى ماڼى بيرته ورغول شي اود بسپنې وركولووياړبايد د هيواد په كچه لومړى هلمند ترلاسه كړي اوپه دې برخه كې تردې مهاله په نوروولايتونوكې كوم گام نه دى پورته شوى.
ورپسې ددې غونډې ځينوبرخوالوهم ويناوې وكړې اوژمنه يې وكړه چې په دې برخه كې به خپلې هڅې ونه سپموي چې د غونډې په پاى كې د هلمند د والي محمد گلاب منگل لخوا سل زره افغانى،د ملي سودا گرود ټولنې لخوا پنځه سوه زره اود نوروگډونوالولخوا هم ورته نغدي مرستې اعلان شوې چې په همدې مهال د ټولوگډونوالولخوا ۴۲۰۰ امريكايي ډالراويومليون او۶۸ زره افغانى د دارالامان د ماڼى د بيا رغونې لپاره را ټولې كړى شوې.
دا چې دا پروسه اوس مهال پيل شوې اود اټكل له مخې ښايي ترپايه پورې شاوخوا لس ميلونه افغانى د همدې موخې لپاره په دې ولايت كې راټولې كړى شي.
د يادونې وړده چې ددې پروسې د ترسره كولولپاره مسؤلينوته ځانگړې كتابچې وويشل شوې اويوه اونى دوام كوي چې د راټولوشويوپيسووروستى اندازه به وروسته په ډاگه شي.

\"\"

د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر سره د لا زياتو معلوماتو يا پوښتنو لپاره په لاندنيو پتو سره اړيكه نيولاي شي.                                                       +93 (0) 794 936 486, +93 (0) 0706 047 912,   +93 (0) 799 534 053, +93 (0) 700 302 009 ګرځنده تليفون:                               mda_600@yahoo.com , hgmcpress.helmand.af@gmail.com , hgmcpress.officer1@yahoo.com ايمل ادرس