په کجکي ولسوالۍ کي دخلکوداسانتیاوولپاره اړیني پروژي پلي کیږي .

 

په افغانستان کي دامریکادسفارت له خوا دهلمنداونیمروزلپاره حوزوي مسول ( پاول ریډ) دهلمندوالي سره دهغه دکارپه دفترکي وکتل .
ددغه کتني پرمهال پاول ریډوویل : دشمالي اوجنوبي کجکي ترمنځ نښلونکی پول ، اودبازاردبیارغوني ، اونورواړینوپروژودپلي کیدوژمنه وکړه اووايي دوی به ډیرژرديادوپروژودجوړوني چاري پیل کړي .
پاول ریډ داهم وویل دامنیت دښه کیدوسره سم دوی دسیمي دخلکوپه خوښه پروژې پیلوي ترڅودکجکي دکلونوکلونورواني ویجاړي ورغول سي .
نوموړي همدارنګه دموسي کلادتیري ورځي دخواشينونکي پيښې په اړه هلمندوالي اودپولیسوکورنیوته دخواشیني مراتب وړاندي کړل .
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دامریکاهیوادله مرستومننه وکړه چي په هلمندکي يي له ډيري مودې راهیسي دخلکولپاره اړیني پروژي جاري ساتلي ، دده په ویناتردې وړاندي دامریکاهیواد دمارجې ناوې اوګرمسېرپه ولسوالیوکي خوراډیري اړیني پروژې دخلکوپه خوښه پلي کړي ، همدارنګه دهلمندوالي دامریکاهیوادله ټولوامینتي ځواکونومننه وکړه چي دامنیتي ځواکونوپه روزنه تجهیزاودلته دامنیت په ټینګښټ کي يي شپه اوورځ له دولت سره مرسته کړي اوددولتي ځواکونوسره په همږغی دترهګری ضدعملیات سرته رسولي .