هلمند:دښاروالي قانون عامه پوهاوي مشورتي ورکشاپ پيل سوو

 

په دغه ورکشاپ کي دهلمندوالي محمدګلاب منګل دولايتي شورا ريس اوغړو ، دبيلابيلو ادارو ريسانو ، روړ اندو ، حقوقي کارپوهانو ، دښاروالي شورا غړو ، اودښاروالي کارکوونکو ګډو ن درلود.
دهلمندوالي محمدګلاب منګل وويل چي دښارواليو نوی قانون، داساسي قانون د١٤٠مادې اودسيمه ايزو ادارو د٣٦مادې پربنسټ دښارواليو دچارودمنظمولولپاره رامنځ ته سوي دي .
دهلمندوالي په وینا، دا قانون دافغانستان په ټولوولایاتوکي روڼ اندو ،حقوقي کارپوهانو اوخلکو ته دسلامشورلپاره استول سوی .
چي دهرولايت اوسيدونکي دخپل نظرونه اووړانديزيونه څرګند کړي اوبیاددې نوي قانون په مسوده کي ورځای سی .