
تیره ورځ نړیوالو رسنیو دیرغلګروځواکونودمشر جنرال آلن او دکرزي دګوډاګي رژیم د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ ترمنځ په هیواد کې دمسلمانو افغانانو دځورونې اوتعقیب په غرض دشپنیو عملیاتو تړون لاسلیک شو.
داچې شپنیزعملیات تراوسه پوري دافغانستان په مروجه حربي مقرراتوکې هیڅ اصل نه لري او یرغلګرو ځواکونوهغه یواځې دغیرت منو افغانانو دتذلیل اودهغوئ دکورونوحریم ته دسپکاوي په غرض ایجاد کړي اسلامي امارت هغه په کلکه غندي او په مقابل کې لاندې ټکي اعلاموي .
اـ اصلا د دغو وحشیانه عملیاتوتړون یواځي دولسي خلګو دځورولو دبیوزله ښځواوماشومانو دویرولو او ددرنو افغانانو د د رانه کلتور دسپکاوي په موخه یوه اجنبی دسیسه ده ، ځکه که هدف تري دمجاهدینو دجهادي فعالیتونو مخنیوي وي نو مجاهدین خو په سنګرونو او جهادي محاذونوکې میشت وي نه دشپې مهال دخوب په بسترونوکې ،اوکوم کورونه چې په توره شپه کې دیرغلګرو اودهغوئ دبي غیرتو ملګرولخوا موردهدف ګرځي هالته یواځې ماشومان ،ښځې اوبیوزله سپین ږیري په خوب ویده وي نه په سنګروکې پیره کوونکي مجاهدین .
۲ـ ددښمن دغه وحشیانه تړون دهغوئ دپوره کمزورۍ اودسنګر له مجاهدینوسره دهغوئ د مخامخ کیدو د عدم توانايي ښکارندوینه کوي ،ځکه دوئ نشي کولای په رڼا ورځ دمجاهدینو مقابله وکړي نو غواړي په همدغه ډول بزدلانه عملیاتو سره بیوزله کلیوال ترخپل وحشت لاندې ونیسې او دهغوئ په زړه کې ترهه او رعب واچوي.
۳ـ یرغلګر امریکان چې په ښکاره ډول دخپل مزدور کرزي دټولوویلو اوغوښتنو خلاف عمل کوي ،په ولسي خلګوبمباري کوي،آن تردي چې په لسګونوځله یې ددوی دلاسپوڅي ادارې منسوبین وژلي،نیولي اودربولي دي ، کولای شي چې دغه شاني عملیات چې په تیرولسوکلونوکې يي په خپل سري توګه ترسره کول نورهم ترسره کړي ،خو اوس يې ځکه هغوئ ته دجانبینو ترمنځ د موافقي او معاهدې نوم ورکړ چې خپله دافغانانو په لاس د درنو افغاني عنعناتو توهین وکړي او خپله دافغانانو په لاس دافغاني کورونو دحریم درناوی له منځه یوسي .داچې هغوئ تش په نوم افغاني عملیات بلل کیږي داهسې تیرایستنه او دخلګوپه سترګوکې دخاورو اچول دي.
۴ـ دغه وحشیانه عملیات دبیوزله افغانانو دځورولو په غرض یواځې په دې خاطر ترسره کیږي چې هغوئ دمجاهدینو له همکاري او مرستې لاس واخلي ،خو مجاهد افغانان کله هم دیرغلګر دښمن په داشاني بزدلانه کړنو باندې نشي ویريدلای .
۵ـ دشپنیو عملیاتو تړون دماتې خوړلې دښمن وروستۍ ناکامه حربه ده چې دافغان مجاهدولس په ضديي کاروي ، دغه لعنتي حربه به یې که خدای کول اخیرنۍ اوهغه به هم دلوي الله په نصرت دنورو تړونونو ، وحشتونواوحربو په څیر له ناکامي سره مخ کیږي اوپه پایله کې به په شرمیدلې مخ د افغانستان پریښودلو ته مجبوریږي ، ان شاء الله تعالی
والسلام
ذبیح الله مجاهد دافغانستان داسلامي امارت ویندوي
۱۷/۵/۱۴۳۳هـ ۲۰۱۲/۹/۳م
۲۱/۱/۱۳۹۱