رنګونه

هلال مومند
د بې سوادۍ د ټولګي ښوونکي جنډه له ډنډې ونیوله، په هوا کې یې تاوه راتاوه کړه او له زده کونکو يې وپوښتل: پوهېږۍ زموږ د وطن جنډه ولې شنه او سپینه ده؟ ولې په کې ستوری او هلال رسم دي؟
یو زده کونکی ودرېدو.
-  شین رنګ زموږ د وطن مسلمانان دي، هلال او ستوری د مسلمانانو نښي دی، اوسپین رنګ عیسویان او د نورو مذهبونو خلک دي. ښوونکي ورپورې وخندل.
- زه اوس پوه شوم چې تاسو ولې د بې سوادۍ کورس وایاست. ناپوهانو! شین رنګ د خوښۍ او پرمختګ، سپین رنګ د سولې، ستوری د رڼا، او هلال د پوهې ښکارندوی دي.
خان زمان ماما په غوصه شو.
-  زما دې د دادا کور وران شي چې ستا په رنګ بې سواده معلم نه زه سبق وایم. خوشالي او پرمختګ کوم دي؟! سوله! ته موږ پورې خندا کی؟! رڼا چرته ده؟! پوهه دلته چا راوړې ده؟! زه به یې درته مانا وکم: شین پنجاب دی چې غلې دانې په کې پرېمانه دي. ستوری او هلال د دې خاورې ویاړونه او زېرمې دي چې  پنجاب پې خېټه اچولې ده. سپین د دې خاورې خوار قامونه دي چې ډنډه يې ورکې ورکړې  ده.