ليکونکی: هلال مومند
د ملک صيب په دېره کې د پخوا په شان شور ماشور نه و. ما چې وليدل چې چوپه چوپتيا ده، زه هم غلی غوندې لاړم او د يو کټ په لنګه کېناستم. لحظې تېرې نه وې چې ملک صيب سر جګ کړ، ناستو خلکو ته يې وکتل او په لوړ غږ يې د مجلس چوپتيا ماته کړه:
نامردو!
په دې نه يم خفه چې ټاکنې مې بايلودې، زور دا راکوي رايې مې شل اخيستي او خفګان ته څلوېښت کسان راغلي ياست.
وروستي