په علي شاه پکتياوال تورونو ژېړ ژورناليزم ته وده ورکړه

ليکونکی: هلال مومند
موده کېږي چې ځينې برتانوي او افغاني رسنۍ او په ځانګړې توګه فاينانشال ټايمز او بېنوا ټکی کام د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو د پخواني مشر علي شاه پکتياوال پسې راخيستې ده. په يو او بل تور يې د بدنامولو کوښښونه وکړل او اخر تر دې چې د بېنوا ټکي کام يو چلونکي (جلالزي) په يوه ليکنه کې د پکتياوال په ګوښه کېدو د خوښۍ ډزې وکړې. زه پکتياوال همدومره پېژنم لکه څومره چې جلالزی پېژنم. تر اوسه مې د جلالزي سره نه ليدلي دي او نه مې هم خبرې ورسره کړي دي. او نه دلته د يو دپاره په بل خفه کېږم. خو په خپله پاکه دنده ژورناليزم ډېر خفه کېږم. زما په باور د بېنوا ټکي کام بې اساسه رپوټونو او درواغو دربو په افغانستان کې ژيړ ژورناليزم ته لا وده ورکړه او زموږ د پاکې دندې حيثيت ته يې زيات زيان ورساوه. که نور هيڅ نه وي، خلک به اوس د ژيړ ژورناليزم د نمونې په توګه د بېنوا رپوټونو ته اشاره کوي.
کله چې د روان کال دتلې په مياشت کې فاينانشال ټايمز په پکتياوال پسې داسې رپوټ خپور کړ چې ياد شوي تورونه په کې بې اساسه ښکارېدل، ټول افغان پرې څېړنه وکړه او دې نتيجې ته ورسېد چې د فاينانشال ټايمز تورونه بې اساسه ښکاري.
وروسته بېنوا ټکي کام هم د ژيړ ژورنالیزم ډګر ته ودانګل. په دې پلمه چې د فاينانشال ټايمز رپوټ يې ژباړلی، په پکتياوال يې نور تورونه له ځانه ورزيات کړل. ما په يوه ليکنه کې د ژورناليزم د پاک مسلک څخه د دفاع په موخه هغه مهال دا روښانه کړه چې د بېنوا ژباړن د ژباړې له ارونو سرغړونه کړې او تورونه یې لګولي دي. د محمد کريم نور په نامه يو بل ليکوال هم هغه مهال د دې سرغړونو په روښانتيا تاکيد وکړ.
د بېنوا ټکي کام ليکوال جلالزي په تازه ليکنه کې، چې د روان کال د دلوې په ۱۹ نېټه یې خپره کړې ده، د پکتياوال په ګوښه کېدو خوښي کړې ده او د پخوانۍ ژورناليستيکو تېروتنو د تکرار ترڅنګ يې داسې څرګندونې کړي دي چې د ژورناليزم د ارونو سره ټکر خوري. دا سرغړونې د فضلي په نامه يو ليکوال په يوه ليکنه کې روښانه کړي دي. خو ماته ډېره جالبه دا ده چې جلالزی په دې ليکنه کې د فاينانشال ټايمز سپيناوی کوي او ليکنه تر ډېره داسې ښکاري لکه د همدې موخې دپاره له بلې ژبې ژباړل شوي وي.
يو ژورناليست نه شي کولای د يوې بهرنۍ ورځپاڼې، چې هيڅ ډول اړيکې ورسره نه لري، د سم سلوک ژمنه وکړي. جلالزی په دې باور دی چې فاينانشال ټايمز "د بريټانيې خاصو قوانينو ته په کتو سره ... هيڅ کله هم نه شي کولای چې خپل اعتبار د يوه معمولي پکتياوال د مسلې پر سر خام کړي، دا ځکه چې د دې ورځپاڼي میاشتنی عاید تر لس ملیونه انګلیسي پونډو هم لوړ دی ." که څوک جلالزي ته په جېب کې لس ملیونه انګلیسي پونډونه کېږدي، ایا دا نو دا مانا لري چې جلالزی به نور ښه ژورنالیست شي؟ نورې مبتذلې ژیړې لیکنې به نه کوي؟ د ژورنالیزم د ارونو او قوانینو احترام به کوي؟ دا تضمین څوک هم نشي ورکولای.   
د یوې رسنۍ معتبروالی دا مانا نه لري چې تېروتنه به نه کوي. جلالزی دا نه مني او وایي چې "د فایننشل ټایمز په څيره یوه معتبره او منل شوي ورځپاڼه د [فکر کوم مطلب یې "دې" دی] د یوه کس او هغه هم په افغانستان کې په اړه دومره مغرضانه او خاینانه عمل وکړي."  زه به جلالزي ته د معتبرې رسنۍ د تېروتنو یو ښه مثال ورکړم. بېنوا ټکی کام ډېره متعبره افغاني رسنۍ وه، په یو څو لیکنو به یې د مخدوم رهین غوندي متعصب وزیر له دندې ګوښه کاوه، خو اوس یې دا حال دی چې د ژیړ ژورنالیزم په لومو کې ګېره ده او نیوکې پرې کېږي.
ایا یو ژورنالیست کولای شي د یو چارواکي د ګوښه کېدو سبب دا وښایي چې نوموړی ګناه ګار وو؟ جلالزی په دې باور دی چې د پکتياوال ګوښه کېدل دا مانا لري چې د انګرېزۍ ورځپاڼې تورونه سم ول، او " د پکتياوال په اړه د خپلې ادعا لا ښه ثبوت اوس له اتمر څخه تر لاسه کولای شي." رښتیا! دا خو دا مانا لري چې جلالزی خبر دی چې اتمر د پکتياوال د جرم ثبوت لري او دا ثبوت یې ورسره لیدلای دی.
د دې لیکنې موخه په افغاني ټولنه کې د فاينانشل ټایمز د بایللې حیثیت بېرته په ځای کول ښکاري. که نه څه مانا چې جلالزی د فاينانشال ټايمز د دفاع چارې په غاړه اخلي او ژمنه کوي چې "معتبره" ده، "د معمولي پکتياوال دپاره خاینانه او مغرضانه عمل نه کوي"، "ثبوت په لاس ورغی"، او برڅېره پر دې لا تاکید کوي چې  د فایننشل ټایمز "رپوټونه د میاشتو میاشتو لپاره د دې ورځپاڼي د روزل شوي څيړندوي ډلي له خوا څیړل کیږي او بیا د حقیقت تر موندلو وروسته خپریږي." د فاينانشل ټایمز د رپوټ "د میاشتو میاشتو" د څېړنې حقیقت خو موږ ولیده چې د ټول افغان ټکی کام د څو ساعتونو سمې څېړنې وروسته بربنډ شو.
داسې ښکاري لکه د جلالزي لیکنه چې له بلې ژبې ژباړل شوي وي. که داسې نه وي نو ایا افغان لوستونکي دې اړتیا لري چې پوه شي چې "د پکتيا په ولایت کې ... زیږیدلي پکتياوال"، ځکه په افغانستان کې هر سړی پوهېږي چې پکتياوال هغه چا ته وایي چې د پکتيا د ولایت سره تړاو لري. دا د بهرنیو لیکوالانو سبک دی تر څو خپلو لوستونکو ته روښانه کړي چې دا سړی د پکتيا په ولایت کې زېږېدلی دی.
کېدای شي دا لیکنه هم د فاينانشال ټایمز کاري ډلې د "میاشتې میاشتې" څېړنې څخه وروسته د بېنوا د لیکوال په مرسته لیکلې وي. خو باید ووایم چې بې خلتې فیر یې کړی دی. د پکتياوال پر ځای یې ژورنالیزم په تندي ویشتی دی او په افغاني ټولنه کې یې د ژیړ ژورنالیزم په وده کې مرسته کړې ده.