د غمشريکۍ او خواشينۍ پيغام

په ډیری خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ چی په کنړ ولایت کی  د اسلامی حزب پخوانۍ مشر مولوی محمد هاشم منیب چی دا مهال د سولی عالی شورا ولایتی ریس وو  له خپل زوی سره   د هیواد د ښمنانو لخوا شهید کړای شو
انا لله و انا الیه راجعون
دا برید  په داسی مهال  کی تر سره شوی چی نوموړی  د جمعی له لمانځه نه د کور په لور روان وو
مونږ ددوی مړینه ټولو افغانانو او په ځانګړی توګه  خپل ګوند  او د کنړ ولایت مظلوم ولس لپاره ته ستره ضایعه ګنو ، نوموړی ته د لوی الله (ج) له دربار څخه فردوس جنت او کورنۍ ته یی د جمیل صبر غوښتونکی یوو .
 
ډګر جنرال جمعه خان همدرد
د ولسمشر سلاکار وزیر او د پکتیا والی