د افغانستان او ترکيې د پوهنې وزیرانو ترمنځ د ګډ افغاني- ترکي مکتب د جوړولو قرارداد


  د 1391 د وری 16مه



د حمل په ۱۵مه د ترکیې هیوادد معارف وزارت په مقر کې د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ او د دوست ترکيې هیواد د معارف د وزیر،عمر ډینسر ترمنځ د یو دوستانه ملاقات په ترڅ کې د یو ګډ افغاني - ترکي ښوونځي چې په ۲۰۰۷ کال کې د جانبینو له لوري پرې تفاهم شوی و، د جوړولو قرارداد لاسلیک شو.
دغه لیسه مکتب به د افغانستان په شبرغان ولایت د اقچه په ولسوالۍ کې د حبیبیه قادري په نوم جوړیږي  او نجونې به پکې زده کړې کوي.  

دافغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او ترکیې دوستو هیوادونو ترمنځ د ګډ مکتب د جوړولو قرارداد لاسلیک کیږي.

د قرارداد له مخې، په دغه ګډهلیسه ښوونځي کې به د افغانستان په نصاب سربیره د ترکیې هیواد له لوري پیشنهادي مضامین هم پکې تدریس کیږي، چې تدریس به پکې د هیواد په ملي ژبو سربیره په ترکي او ازبیکي ژبو هم ترسره کیږي.

ددغه تړون په اساس به هر کال د لسو ممتازو شاګردانو لپاره په ترکیه هیواد کې د زده کړو لپاره بورسونه هم ورکول کیږي.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې ترکيې هیواد د افغانستان د پوهنې په برخه کې زیاتې مرستې کړي دي چې له هغې جملې د هیواد په ځینو ولایتونو کې د افغان- ترک د ښوونځیو سلسله ده چې په زړه پورې تعلیمي خدمات يې هیوادوالو ته وړاندې کړي او ښه کادرونه يې روزلي دي،-  خو دا لومړی ځل دی چې په هیواد کې د ترکيې دوست هیواد او افغانستان ترمنځ د ګډ ښوونځي قرارداد لاسلیک کیږي.


په درنښت

د پوهنې وزارت د ویندوی دفتر