
د ۱۳۹۱ کال د وري ۱۵ مه
دا
دی د خدای تعالی په مرسته او همکارۍ پوهنې وزارت په دې وتوانېد هغه څه ته
چې د ښوونځیو په بیا پرانېسته کې د افغانستان مظلوم ملت او علم پروره ولس
ته ژمن دی یو پر بل پسې خپل هدف ته رسېږي.
نن د پوهنې وزارت په ډېر افتخار سره اعلان
وي، چې د علمای کرامو، مخورو شخصیتونو، د ملت درانه نماینده ګانو، قومي
مشرانو په پراخ ګډون او له پوهنې څخه د حمایت شورا ګانو په هڅه او هاند او
نورو ګڼو ذیدخله شخصیتونو چې د ناوې ولسوالۍ د سرخ دوز متوسطې په قضیه کې
چې د مختلفو عواملو په اساس په ۱۳۸۴ کال کې تړل شوې وه، بېرته پرانېستل
شوه.
د دې مکتب په بیا پرانېستلو سره له ۴۰۰ څخه ډېرو زده کوونکو ته د بیا زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د
پوهنې وزرات دغه لویه لاسته راوړنه ټولو درنو هېوادوالو په ځانګړې توګه د
ناوې ولسوالۍ معصومو ماشومانو ته چې د ښوونځیو د تړل کېدو په وجه د علم له
نعمت څخه بې برخې وه، مبارکي وایي.
د پوهنې وزارت رهبري په ټول هېواد کې له
ګرانو هېوادوالو، علمای کرامو او درنو ملا امامانو څخه چې د یادو ښوونځی په
بیا پرانېسته کې مرسته کړې، د قدر په سترګه ورته ګوري.
د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې له درنو
وطنوالو څخه غواړي تر څو د ښوونځیو په جوړولو، د تعلیمی او روزنیزو موسسو
او د معصومو ماشومانو او شاګردانو، ښوونځیو او مدرسو په ساتلو کې د زړه له
کومې هڅه او هاند وکړي او د خپلو خلکو او هېواد په وړاندې خپله دیني او
ملي وجیبه تر سره کړي.
په درنښت