دافغان کرکټ مجلې پرلپسې درېيمه ګڼه له چاپه راووته

            دافغان کرکټ بورډ ادارې  دمجلې درېيمه  پرلپسې ګڼه په پنځه شپېتو مخونو کې په ښکلې قطعه او صحافت  له چاپه راووته .
      ددې مجلې دمديريت چارې  دتکړه ليکوال او اېډېټر جاوېد هميم کاکړ او دمرستيالۍ چارې يې د نصرت الله وفا په غاړه دي چې له تېرو دريو مياشتو راهيسې دافغان کرکټ بورډ ادارې درسمي ارګان په توګه خپرېږي او تر دې دمه دکرکټ دمينه والو او لوستونکو له خوا دتاوده هرکلي سره مخ شوې ده ، دمجلې په لومړۍ پوښتۍ په کابل کې دکرکټ دجوړ شوي لوبغالي دپرانستې ، دکرکټ دځينو چارواکو او دافغان لوبډلې دکپتان نوروز منګل تصويرونه چاپ شوي دي .
     دلومړي کال په دغه ګڼه کې  دکړکټ افغان لوبډلې دوروستيو نړيوالو  او کورنيو لوبو په اړه خبرونه ، مطالب، شننې ، مرکې او تصويرونه راغلي دي چې په ورستۍ برخه  کې دڅو انګريزي پاڼو ترڅنګ ځانګړى البم هم لري ، مجله په املا  انشا او دکاغذ په برخه کې له لوړ کيفيت څخه برخمنه ده  ډېرى مطالب يې په پښتو ژبه دي او په دري ژبه يوازې څو ګوته په شمار مطالب پکې راغلي دي .
       افغان کرکټ مجله په هېواد کې له ګوتو په شمار اختصاصي مجلو څخه ده چې ټوله کرکټ ته ځانګړې شوې او په هېواد کې ددې لوبې په روان بهير ، ستونزو او لاسته راوړنو يې ليکنې او شننې کړې ، دمجلې په ځينو مطالبو کې ؛ دکرکټ بورډ لوبډلې لپاره دروزونکي په توګه يو ځل بيا دکبيرخان ټاکل ، په تېر ٢٠١١ کال کې دکرکټ ستونزې او لاسته راوړنې ، دنوروزل منګل  او  سميع الله شينواري سره مرکې ، دتېرو ګڼو په اړه دلوستونکو نظرونه او سهواک دکرکټ  هراړخيز لوبغاړى  يادولاى  شو .
       دمجلې په وروستۍ پښتۍ دافغان کرکټ لوبډلې يو ښکلى تصوير ګډ تصوير هم چا پ شوى دي .
      تر دې وړاندې هم دکرکټ دوه ګڼې خپرې شوې دي .
      په افغانستان کې په مجلو له پخوانه يوه نيوکه داوه  چې اختصاص نه لري او هر اړخيز مطالب  خپروي ، خو افغان کرکټ او د لوبې په نامه يوه بله مجله يو له هغو اختصاصي مجلو څخه دي چې کرکټ او نورو لوبو ته ځانګړې شوي دي .