د طالبانو خبرپاڼه :

 دګوداګي رژیم  داستخباراتو دبدنامې  ادارې  دوروستي جعلي راپور په وړاندې
 داسلامی امارت دویاند څرګندونې :
پرون ورځ دکابل دګوداګي رژیم  استخباراتي ادارې  ادعا وکړه چې  دکابل جلال اباد په لاره دلغمان دقرغي ولسوالۍ په سيمه کې يې هغه څوتنه مجاهدين نيولي چې غوښتل یې ددغې لارې په اوږدو کې فدايي بريدونه ترسره کړي .
هغوئ دخپلې ادعا دسپیناوي په غرض څوتنه نمایشي کسان هم برابرکړي چې له منځه یې دو تنوته  ښځینه لباس  هم وراغوستي  او درسنیو په وړاندې یې  دتصویر اخیستلو په غرض  درولي ول .
داچې دغه  جعلي راپور په ځينورسنيو کې هم خپورشو دافغانستان اسلامی امارت هغه په کلکه ردوي او داراز دروغجنې ډرامې دپه اصطلاح ملي امنيت  په اداره کې دهغو پخوانيو کمونستانو کړنه بولې چې  دمجاهدينو او مسلمانانو په وړاندې په توطئه جوړونه او پروپاګند کې  اوږده سابقه لري ، موږ  ددغې دروغجنې ادعا دتردید ترڅنګ داهم   وايو چې په تيرو څلورويشتو ساعتونوکې په ننګرهار، لغمان اوهرات ولایتونوکې زمونږ يومجاهد هم چیرته ندی نيول شوی   .
داچې په دې ورستیوکې دمجاهدینو حیرانونکوتکتیکي عملیاتو  ددښمن ټولې امنیتي کړئ ماتې کړې او دهغوئ دلیکو په منځ کې يېنفوذکړی ،دښمن یې په خپلو افرادو بي باوره او دهغوئ محاربوي مورال یې سخت اغیزمن کړی ،اوس هغوئ غواړي په داشاني دروغجنو نمایشي صحنه سازیو سره خپلو ډاریدلو افرادوته  مورال ورکړي او له خپلو پرلپسي ماتوڅخه  دڅو شیبو لپاره  درسنیو پام بلې خواته  واړوي .
ایا داکوم سالم تعقل ته دمنلو وړده چې هغه مجاهدین چې په دسته  جمعي توګه   دفدايي برید لپاره تیاری ولري  هغه دې  بیا ښځینه کالې په تن او ځان دي  ژوندی  دښمن ته په لاس ورکړي .
دغه ډول خندونکې  نمایشي  صحنې  نه چاته  دمنلو او نه  مجاهدین  دومره  کمزوري دي چې خپل جهادي عملیات په داډول خندنیو تکتیکونو سره په مخ بوزي .
داسلامي امارت  نشراتي څانګه  له ټولومطبوعاتو په تیره له تصویري او غږیږو رسنیوڅخه  هم غوښتنه لري چې خپل نشراتي مصداقیت ددښمن  د داډول نمایشي اوخودساخته  صحنو په خپرولو سره  متضرر نه کړي ،هغوئ ته به داښه وي  چې په خپلو نشراتي فعالیتونو کې دژورنالیږم  منل شویو نورمونو ته په تعهدسره خپل صحافتي رسالت اداء کړي  نه دا چې دژورنالیستانو په بڼه کې د ګوډاګي رژیم داستخباراتي جارچیانو په رول خپل سپیڅلی  مسلک جرحه دار کړي .
والسلام
ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی
۱۴۳۳/۵/۶ هـق
2012/3/29 م