(ګلونه په لمبوکې)  تازه له چاپه راووته

دخوږژبي شاعر او تکړه وياندښاغلی  بادشاه دين مشکور لومړی شعري ټولګه
(ګلونه په لمبوکې )
د ميوند خپرندویه ټولنې او صباکتابخانې لخوا په پښاورکې په ډيره ښکلي بڼه له چاپه راووته په دې ښکلي کتاب چې دوه نوي مخونه لري  د نازکخياله شاعر بادشاه دين مشکور غزلې ، سندرې ،هايکوګانې ، او نظمونه ځای پرځای شوي دي.د خيبرپښتونخوا تګره نامتو او مينه ناک شاعرليکوال او دپښتون قوم فخر  رحمت شاه سايل په دې ښکلي کتاب د(بادشاه دين مشکور صيب فنکارانه رنګونه) ترسرليک لاندې  سريزه پرې  ليکلی ده او دښکلي کابل نه د پښتنو نوماند شاعر ليکوال ښاغلی حاجي  پیرمحمد کاروان  لنډې خبرې پرې ليکلي دي او د(زه او شاعري) ترسرليک لاندې خوږژبې شاعر مشکورصيب  خپله ليکنه پرې کړيده. ښاغلی رحمت شاه سايل په سريزه کې  د مشکورصیب شاعري روانه او ډيره خوږه بللې ده نومړي ويلي چې د مشکورصیب شاعري ساده خوندوره او د هرچا دپوهې ده او حاجي پیرمحمد بيا د مشکور صیب د شاعرئ په اړه ويلي چې  دپيغام رسولو ابهام پکې نشته ښه په زغرده پيغام لوستونکوته رسولی شي او په شعرکې پيغام رسول ضروري ده
او د مشکورصیب شعرونه یی په شرعه برابر بللي دي . یادولو وړده چې مشکورصیب د شعرليکلو ترڅنګ نثرهم ليکي کله ناکله يې لنډې کيسې او ادبي مطالب هم په ورځپاڼو او جريدوکې خپريږي  پای
حميدالله روښان خوست     اړيکې   /۰۷۹۹۴۴۲۹۶۲
۰۷۰۰۷۹۷۹۳۰

مشكور زما اشنا دی
په  مينه  مين  نازک  خياله  شاعراو تکړه  وياند ښاغلی  
بادشاه الدين مشکور د فضل الدين ځوی د علمبردار  ډګروال  غياث الدين لمسئ چې دپلازمينه کابل دقره باغ ولسوالی قعله جعفروسيدونکی دی،خو په ۱۳۶۴ش کال  ،دخوست  په  ولايت کې  دې  ښکلي  نړۍ ته سترګې  غړولي  دي.د ناخوالو له امله د ماشومتوب عمر يي له پولې اخواپه جلاوطنی کې خوړلی دی او تر لسم ټولګي پورې يي هملته لوست کړيدی ، خو لسيزه  وړاندې،په خپل وطن کې يې د بيا اوسېدو ارمان پوره شواو پاتې ښوونځی يې د خوست  په (محمد صديق روهي )عالي لېسه کې بشپړ کړ.له کوچني والي راهيسې يې دشعر ويلو سره  مينه درلوده اوشعر يې خوښېده.،خوپه  ځوانی کې  يې  په  شعرليکلو  پيل  وکړ
(ګلونه په لمبو کې) د مشکور لومړۍ شعري ټولګه ده خوددې ترڅنګ يې يو شمېر لنډې کيسې په بېلا بېلو ورځپاڼو،جريدو او مجلو کې هم چاپ شويدي. اوله يوې لسيزې زيات وخت کيږي ،چې د ژورنالېزم په ډګر کې له بېلا بېلو رسنيو سره کارکوي..په ځواني يې برکت شه

                                                                حميدالله  روښان  خوست