
جنګ (جګړه ) بغیر له بربادۍ بله هیڅ ښیګڼه نلری او همدا
رنګه جګړه هغه لوبه ده چی د سر قربانی
همیش پکی اول هدف وی .
خو د جنګ (جګړی ) انواع هم فرق لری ، په فزیکی لحاظ
مخامخ جګړه ، اقتصادی ، سیاسی ، فرهنګی ، کلتوری او مذهبی جنګ دا ټول هغه افتونه دی ، چی هوښیار او پوه خلک
په فزیکی لحاظ کم تلف کیږی ، خو بی علمه ، د غفلت په خوب ویده او ناپوه اولس بیا صرف پکی د سر صدمه خوری او بس !!!
افغان اولس د پرمختللی جهان یو له هغه اولس څخه دی ، چی
د خپلی بی علمۍ او ناپوهۍ له وجی یی هر
وخت د جنګ په لوبه کی د سر توان خوړلی دی ، نو ځکه هر وخت افغان د پخوانۍ او ننۍ
جګړی لپاره په فزیکی لحاظ مطرح و لکه سایل صیب چی هم ورته اشاره کړی ده .
په خپل وطن کی جنګ راپسر دی
هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم
ما په ما وژنی کافر هنر دی
هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم
او دا چی افغان اولس به نوره څومره د دی غمیزی قربانی شی ، د دی خبری اټکل لا ناشونی
ښکاری .اوس دلته دا سوال مطرح کیږی چی علت یی څه دی چی زه به هر وخت د دی ګناه کفاره
ورکوم ؟؟؟
زما ځواب به بیا بی علمی ، ناپوهی او زموږه بی غوری وی
چی موږ یی د دی بلا خوراک کړی یو .
چی خبره رانه اوږده نشی او د موضوع اصلی هدف څرګند کړم ،
افغان ځوانان باید د جنګ له ډګر څخه ویستل شی .
زموږ ټول مشران هغه چی د دی غمیزی (جنګ ) په راتلو کی د
دوی لاس ګڼل کیږی او دوی د دی ناورین قهرمانان بلل کیږی ، دا خواست کوم چی افغان ځوانان نوره دی جنګ له
لیکو راوباسی ، او د افغانستان هغه مشران چی په دی پوهیږی ، د نن ځوانان د سبا
اینده ده ، نو دوی دا مکلفیت لری ، چی په د
اړه دقیق فکر وکړی او د حل لاره ورته پیدا
کړی ، او کچری دوی دغه افت په اړه چټک ګامونه اوچت نکړی ، نو دا به د راتلونکی یو
بل عظیم مصیبت پیلامه وی ، چی زغمل به یی بیا ناشونی وی .
لکه څرنګه چی زموږ هغه ننۍ مشران چی لا تر اوسه د جنګ( جګړی ) روحیه لری او
بغیر له ټوپکه د حل لاره په بل څه کی نه وینی ، علت یی همدا دی چی دوی د پرون ورځی
ځوانان و چی د جګړی ډګر ته ورټیل وهل شول ، او دا لړی لا تر اوسه هم دوام لری ، چی
د وخت له بدلون سره سم پکی رنګا رنګ وینی بهونکی
اتلان راپیدا کیږی ، او دا ډګر یی تود ساتلی دی ، لکه سایل صیب چی لیکلی دی
.
پردی غوبل دی پردی اشر دی
هلته هم زه مرم
او دلته هم زه مرم
پردی ټوپک دی پردی سنګر دی
هلته هم زه مرم او دلته هم زه مرم
هلمند پردیس
د اوکراین جمهوریت د ادیسی ښار