د پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار د(۷۵) يم زېږپسرلي په درشل کې

  د کابل، پېښور او برلين پوهنتون پخوانی استاد، او د اکسفورډ، کېمبرېج او لندن  پوهنتون د آريانپوهنې د څانگو همکار، د پوهې او فرهنگ د ورشو څواړخيز شخصيت پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار د(۷۵) يم زېږپسرلي په درشل کې

په برتانياکې موږ افغان فرهنگيان  د پوهې او فرهنگ مخکښانو او استادانو  د نمانځنې او درناوي په لړ کې غواړو، د هېواد د نوميالي ژبپوهاند، ادبپوهاند، آريانپوهاند، توکمپوهاند، وتلي څېړنوال او څو ژبيز ژباړن، پياوړي شاعر او کيسه ليکونکی، تاريخ ليکونکی، رسنوال، د پښتو، پارسي، دردي، نورستاني او پاميري ژبو په گډون دهېواد د دولس ژبو څه له پاسه سلو گړدودو څېړونکی  او د گڼ شمېر پوهنيزو- څېړنيزو اثارو ليکوال  پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار د(۷۵) يم زېږپسرلي سره په گډه  ونمانځو.
د استاد پوهاند زيار د اندوژوند لېوال او مينه وال کولای شي، د لا زياتې خبرتيا په موخه له دې لاندې  تېلېفونشمېرو کارواخلي:
07988626463 (ټکور), 078 5293 6090کامه وال))
 078 6165 8515 (شيرين)079 5057 8065, (ميوند)
01865 308 977 (زيار) دانگلستان کوډ(0044)