د جلالکوټ ادبی خوځښت ۴ وروستی رپوټونه

  د جلالکوټ ادبي خوځښت د اوه شپيتمې اونيزې غونډې رپوټ!

جلال الدين جمال
دا ځل ضيا الدين همت مل ادبي درس ته وبلل شو،همت مل په شعر کې د عاطفې په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې کړل.
دا غونډه د ۱۳۹۰ ل کال د سلواغې پر اته ويشتمه د جمعې پر ورځ د محمود خزان په تلاوت پيل شوه، د غونډې مشر يې تکړه شاعر او ليکوال حنيف حيران، مېلمه يې د ننګرهار پوهنتون محصل او ښه شاعر محمد يونس تنوير او کوربه يې د جلالکوټ ادبي خوځښت اول مرستيال او تکړه شاعر خالد سنګر و.
وياندويي یې ساجد بهار کوله، د تېرې اونۍ رپوټ جلال جمال ولوست، د رپوټ  په اړه خالد سنګر وويل:دا رپوټ تر نورو ځکه ښه و، چې په نوې بڼه يې لیکلی و.
ارشاد رغاند بیا وویل:په کره کتنه کې چې تېره اونۍ کومه لفظي ناندرۍ راغلې وه، بیرته سره تفاهم ته هم رسیدلي وو، که چېرته ده د همت مل صیب او زما خبرې په رپوټ کې را اخيستې وای،ښه به وه.
ورپسې ذهني ادبي ازمیښت ته محمود خزان وبلل شو، چې یوه یې ملګرو او نورې یې خپله ځواب کړې.
بیاد غونډې وروستۍ برخه ازاده مشاعره وه چې خوشال دارني،ضیاالدین همت مل، افکار مجرب،احمدجمال جمال،ابراهیم غیرتي،طارق تسل،حضرت الله لمرین،محمود خزان، عرفان الله بیدار،سمندرساحل،فرید ملاتړ،رحمت الله حکیمي،زاهدالله سادات،جانان زمري،محمد یونس تنویر،جلال جمال،ارشادرغاند او خالد سنګر شعرونه وویل.
تر مشاعرې وروسته د غونډې مشر حنیف حیران ارزونې ته وبلل شو، حیران خوښي وښوده چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و.
ويې ويل: د تېرې اونۍ رپوټ داسې و لکه ملګرو ته یې چې لیکلی وي، ځکه چې په وینایې د ځای یادونه یې پکې نه وه کړې.
حیران نوره دغه ناسته ډېره خوندوره وګڼله .
په پای کې پریکړه وشوه چې بله اونۍ به د خوځښت ملګري د هېواد د تکړه شاعر او لیکوال مصطفی سالک پر شعري ټولګې(توري ستوري) د مخکتنې غونډه کې ګډون کوي.
دغه ناسته  د میدیوتیک له حویلۍ د ملګرو له وتو سره ماښام پای ته ورسېده.

د جلالکوټ ادبي خوځښت د اته شپیتمې غونډې رپوټ!
د خوځښت په دې غونډه کې د یحیی سیمه ییز پر حمد چې هغه ورته د غزل نوم ورکړی و، کره کتنه وشوه.
لومړی بیت و:
هغه د ټولو صفتونو لایق
چا چې په دې بدن کې ساه راکړې
جلال جمال یې په اړه وویل:دا حمد شریف دی، ځکه چې په ټولو بیتونو کې د الله (ج)ستاینه ده.
محمود خزان وړاندیز وکړ چې که دویمه نیمه بیته یې داسې شي، ښه به وي:
چا چې مې دې بدن کې سا راکړې
سیف الله غریبیار بیا په دې نظر و، چې که همدغه نیم بیته په دې ډول راشي، ښه به شي:
چا چې بدن کې راته سا راکړې
دویم بیت و:
هغه پر موږه لوریدلی څښتن
چا چې هغه دنیا او دا راکړې
جلال جمال یې په اړه وویل:د ټولو لومړیو نیم بیتو په سر کې (هغه) او د دویمو نیم بیتو پیل د (چاچې) پر کلیمو شوی، چې دغه تکرار شعر یو څه بې خونده کړی.
خو خوشال درانی بیا په دې نظر و، چې که تکرار هم راغلی، خو په ښه ډول يې راوستی.
یونس تنویر بیا وویل: هرڅه چې په شعر کې ډېر تکرار راشي، خپل موسیقیت له لاسه ورکوي، د ده په وینا که د دغه تکرار پرځای نورې کلیمې راوړل شوې وای، ښه به و.
بیا درېیم بیت د ویاند لخوا ولوستل شو:
هغه د واړه رڼا ګانو مالک
چا چې هغه دنیا او دا راکړې
ارشاد رغاند وړاندیز وکړ، که د ټولو نیم بیتو په سرکې د(چاچې)کلیمه هم پر(هغه) واړوي، ښه به وي.
رغاند زیاته کړه:دویمه نیم بیته یې ګونګه ده، سړی نه پوهیږي چې دی کومې تیارې یادوي.
محمد یونس تنویر هم د رغاند نظر تایید کړ او ویې ویل:د چا چې داسې کلیمه ده ، لکه هغه چې په غیاب کې وي، په داسې حال کې چې الله ج تل حاضر دی.
تنویر دا هم وويل چې په دویمه نیم بیته کې یې زما په نظر له رڼا نه د ده هدف سپوږمۍ او لمر دی.
بیا څلورم بیت ولوستل شو؛
هاد مخلوق د ښکلاګانو خالق
چا چې هغه دنیا او دا راکړې
رغاند وړاندیزوکړ:که دغه بیت داسې شي، نو سم به شي:
هغه د ټولو ښکلاګانو خالق
هغه له خپل حسنه ښکلا راکړې
بیا پینځم بیت و:
هغه د ټولو قدرتونو څښتن
چا چې  د شپې پسې سبا راکړې
سیف الله غریبیار وویل:د غه بیت له هغه پورتني بیت سره د مانا له لحاظه یو ډول دی، هلته د تیارې پسې رڼا ده او دلته د شپې پسې سبا یاده شوې.
د غریبیار په وینا که چېرته دغه بیت کې کومه بله موضوع را اخیستې وای، ښه به وه.
مقطع وه:
اه سیمه ییز په دې نېمګړي فکر ستايي
چا چې ګونګۍ ژبه ګویا راکړې
احمد جمال جمال وړاندیز وکړ، که لومړۍ نېم بیته داسې شي:
زه سیمه ییز به یې صفات کومه
ښه به وي.
محمد یونس تنویر ټول حمد د الفاظو له پلوه کمزوری وګاڼه او ویې ویل: که چېرته یې یو څه نوي الفاظ پکې راوستي وای، ښه به و.
شهزاده قادري بیا په دې نظر و، چې الفاظ يې ښه دي، که چېرته ده ځان نه وای قید کړی، یانې په وینا یې د غزل په فورم کې یې نه وای لیکلی، نو سم به راغلی و.
پر حمد تر خبرو وروسته یحیی سیمه ییز وبلل شو، ده له ټولو مننه وکړه چې پر شعر یې خبرې وکړې.
دا غونډه د ۱۳۹۰ ل کال د کب پر ۱۲مه په میدیوتیک کې د قاري فضل الحق په تلاوت پیل شوه، مشر یې تکړه شاعر سیف الله غریبیار، مېلمه یې په ننګرهار پوهنتون کې د ژوند ادبي بهیر مرستیال او ځوان شاعر داد محمد ناوک او کوربه یې ښه شاعر طارق تسل و.
ویاند یې ساجد بهار و، د تېرې اونۍ رپوټ جلال جمال ولوست، یونس تنویر دا رپوټ تر نورو ښه وګاڼه خو دراني بیا ویل چې د ده نظر یې پکې نه و را اخیستی.
ارشاد رغاند وړاندیز وکړ چې که چېرته د ذهني ادبي ازمېښت پوښتنې په رپوټ کې راوړې ښه به وي.
پر رپوټ ترخبرو وروسته محمود خزان   ذهني ادبي ازمښت ته وبلل شو، خزان بیا هم څو پوښتنې وکړې، چې څه یې ملګرو او یوه يې پخپله ځواب کړه.
ورپسې ازاده مشاعره وشوه چې تر پینځه ویشتو زیاتو ځوانو شاعرانو پکې شعرونه وویل.
تر مشاعرې وروسته د غونډې مشر سیف الله غریبیار د دغې ناستې ارزونې ته وبلل شو، غریبیار ډېر خوښ و، چې د خوځښت په دې غونډه کې یې ګډون درلود.
ده وویل: ټوله غونډه ډېره په زړه پورې وه، خو ماته ادبي ازمېښت ډېر ښه و.
په پای کې پریکړه وشوه، چې بلې اونۍ ته به حنیف ابهام ادبي درس وړاندې کړي.
د جلالکوټ ادبي خوځښت د نهه شپیتمې اونیزې غونډې رپوټ!
د خوځښت دغې غونډې ته حنیف ابهام ژمنه کړې وه، چې ادبي درس به ورکوي، خو د هغه د نه راتګ له امله د حضرت یوسف یوسفزي پر غزل کره کتنه وشوه، چې مطلع یې وه:
د ژوندون پر لاره ستړی شي، ستومان شي
کله، کله سړی پاتې شي، حیران شي
همت مل يې په اړه وویل: په مطلع کې دی نه پوهېږي چې هدف یوازې نارینه دی او څنګه؟
نقیب احمد عزیزي وړاندیز وکړ، چې که دویمه نیم بیته یې داسې شي، ښه به وي:
کله،کله انسان پاتې شي، حیران شي
خو ارشاد رغاند بیا وویل: سړی یوه کلیشه يي کلیمه ده، چې په وینا یې ځینې وخت ښځې هم د سړي کلیمه کاروي.
رغاند زیاته کړه: نظر نورو بیتونو ته مطلع ښه نه ده، که پرې نوره خواري هم وکړي، ښه به وي.
بیا لومړی بیت ولوستل شو:
هلته نه وه مینه، دلته مې پیدا کړه
محلونه دې جونګړو نه قربان شي
دغه بیت ټولو ملګرو ښه وګاڼه.
دویم بیت :که زما په دعاګانو باندې کېږي
پښتانه دې لکه ستوري د اسمان شي
پر دې بیت هم چاڅه نیوکه نه درلوده او ملګرو وستایه.
بیا درېیم بیت د ویاند لخوا ولوستل شو:
دا جرګه دې خدای په دې باندې کړي خلاصه
چې هغه لېونۍ ما باندې تاوان شي
عبیدالله ارماني وویل: په دغه بیت کې یې نجلۍ ته په سپک نظر کتلي، خو نورو ملګرو بیا وستایه.
مقطع وه:
ته بیا خاورې پر سر باد کړه یوسفزیه!
که خپه درنه دا څو تنه یاران شي
ارشاد رغاند د ټول غزل په اړه وویل:له مطلعې وروسته ټول بیتونه ښکلي وو، په وینا د ده په بیتونو کې د صاحب شاه صابر رنګ دی.
رغاند د یوسفزي په شاعرۍ کې دغه رنګ هم د ده یو کمال وګاڼه.
نوموړي وويل: په ټوله کې د ده غزل ډېر خوښ شو، خو پر مطلع دې بیا هم یو څه فکر وکړي.
ورپسې حضرت یوسف یوسفزی وبلل شو، ده له ټولو مننه وکړه، چې د ده پر غزل یې خبرې وکړې.
دغه غونډه د ۱۳۹۰ ل کال د کب پر ۱۹مه د جمعې پر ورځ په میدیوتیک کې د خمیني سجاد په تلاوت پیل شوه.
خیبر احمد ترور یې ویاندويي کوله، د غونډې مشر استاد محمد آصف صمیم، مشر مېلمه یې ځوان شاعر خوشال حیران او کوربه یې محمود خزان و.
د تېرې ناستې رپوټ جلال جمال ولوست، د رپوټ په اړه استاد وویل:په رپوټ کې یو ځای راغلي وو، دویمه نیم بیته ګونګه ده.
هغه باید داسې ولیکل شي:دویم نیم بیتی ګونګ دی.
استاد پر رپوټ تر خبرو وروسته هر اړخیزه وینا وکړه، د خوځښت غونډې او پرمختګونه یې وستایل او له خوځښتوالو یې وغوښتل چې پر خپل وخت غونډو ته راشي.
له دې وروسته یې له ګډونوالو اجازه واخیسته.
ورپسې محمود خزان ذهني ادبي ازمېښت ته وبلل شو، خزان بیا هم څو پوښتنې وکړې، چې ملګرو ورته ځوابونه وویل.
د غونډې وروستۍبرخه ازاده مشاعره وه چې تر دېرشو زیاتو ځوانو شاعرانو پکې شعرونه وویل.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې بله اونۍ به محمد یونس تنویر ادبي درس ورکړي.
دا ناسته ماښام مهال پای ته ورسېده.

د جلالکوټ ادبي خوځښت د اویایمې اونیزې غونډې رپوټ!
د خوځښت په دې غونډه کې د ژوند ادبي بهیر مشر محمد یونس تنویر د سمبول په اړه په زړه پورې معلومات د غونډې ګډونوالوته وړاندې کړل.
بیا پر سمبول ازاد بحث وشو، چې طایر ځلاند، هجرت الله اختیار،نادر دانش ،بازمحمد عابد او زاهدالله کریمزي پکې ګډون درلود.
دا غونډه د ۱۳۹۰ ل کال د کب پر ۲۶مه په میدیوتیک کې د فضل الحق په تلاوت سره پیل شوه.
مشر یې له کابله راغلی تکړه شاعر او لیکوال طایر ځلاند، مېلمه یې له هالینډ نه راغلی ځوان شاعر فضل الربي رستم او کوربه یې ښه شاعر او لیکوال هجرت الله اختیار و.
ویاند یې ساجد بهار و، د تېرې غونډې رپوټ جلال جمال ولوست، درپوټ په اړه هجرت الله اختیار وویل:که د(ځوانو شاعرانو پکې ګډون درلود)پرځای (دغو ښاغلیو ګډون درلود)ولیکل شي، ښه به وي.
اختیار وړاندیز وکړ، چې که په رپوټ کې د ټولو ګډونوالو نومونه ولیکل شي، ښه به وي.
بیا محمود خزان په ذهني ادبي ازمیښت کې څو پوښتنې وکړې، چې یوه یې پخپله او نورې یې ملګرو ځواب کړې.
بیا ازاده مشاعره وشوه، چې تر څلوېښتو پورې ځوانو شاعرانو پکې ګډون درلود.
د غونډې مشر طایر ځلاند دغه ناسته ډېره په زړه پورې وګڼله .
په پای کې پریکړه وشوه چې بله غونډه کې به د ضیاالدین همت مل پر لنډې کیسې کره کتنه کېږي.