
د
٦٣مې غونډې رپوټ
د
خوځښت په ٦٣مه اونيزه غونډه کې ځوان شاعر بختيار تلاش وبلل شو،تلاش د هايکو په اړه
خبرې کولې،نوموړي د نورو نوموتو ليکوالو ليکنې چې د هايکو په اړه وې،راټولې کړې او
د ادبي درس په توګه يې د غونډې ګډونوالو ته واورولې.
بيا
پر ادبي درس ازاد بحث وشو، چې باز محمد عابد او محمد واصل وصال د هايکو په اړه خپل
معلومات ورکړل.
استاد
محمد ابراهيم همکار بيا د دوى پر خبرو خبرې او د همت مل،رغاند،زيارمل او نورو
پوښتنو ته ځوابونه وويل.
په
دغه ادبي بحث کې د هايکو د تاريخچې،پښتو ژبې ته له راتګ سره يې د مخالفتونو او د
ځينو نورو فورمونو سره د هايکو د ورته والي په اړه ډېرې خبرې وشوې.
دا
غونډه د ١٣٩٠ لمريز کال د مرغومي د مياشتې پر ٣٠مه نېټه د قاري مصلح الدين قادري
په تلاوت پيل شو.
مشر
يې د ننګرهار پوهنتون استاد محمد ابراهيم همکار،مېلمه يې د ارکوزيا راډيو
کارکوونکى او ځوان شاعر محمد واصل وصال او کوربه يې د جلالکوټ ادبي خوځښت لومړى
مرستيال او ښه شاعر خالد سنګر و.
د
تېرې اونۍ رپوټ جلال جمال ولوست،بيا محمد واصل وصال دغه رپوټ تر نورو ادبي
رپوټونوښه وګاڼه او ويې ويل،ځکه ښه و چې نوښت يې پکې کړى.
ده
وړانديز وکړ،که چېرته په رپوټ کې د خبرو لنډون ته فکروکړي،نو بېخي به ښه شي.
ورپسې
وياند خوشال دراني ادبي ذهني ازمېښت ته محمود خزان وباله،خزان بيا هم څو پوښتنې وکړې
چې څه يې د خوځښت ملګرو او يوه يې پخپله ځواب کړه.
بيا
د مازېګر لمانځه ته تر وقفې وروسته د غونډې وروستۍ برخه مشاعره وه چې حضرت الله
لمرين،لال پاچا بنګزاري،امان الله پيوند،خميني سجاد،سمندر ساحل،فريد ملاتړ،زاهد
الله سادات،عرفان الله بيدار،جانان زمري،صفي الله سنګين،حامد سليم،خالد
سنګر،عبدالغني مجروح،بختيار تلاش،فرهادحسيب،ضياالدين همت مل،جمال الدين ثاقب،محمود
خزان،جلال جمال،ارشادرغاند،محمد واصل وصال او بازمحمد عابد شعرونه وويل.
تر
مشاعرې وروسته استاد محمد ابراهيم همکار د غونډې ارزونې ته وبلل شو.
استاد
وويل:دى خوښ دى، چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړى.
همکار
صيب زياته کړه:په خوځښت کې يې ډېرې نوې څېرې وليدې، چې ښه شعرونه يې وويل.
استاد
د خوځښت غونډې نورو ځوانانو ته ګټورې وګڼلې.
محمد
واصل وصال وويل ډېر خوښ دى چې د خوځښت په غونډه کې يې ګډون کړى.
ده
د ارکوزيا راډيو د ادبي سيالۍ يادونه هم وکړه، چې سږ کال به بيا ترسره کېږي.
ده
وويل:زه به ډېر خوښ شم چې له ننګرهار نه څوک لومړى،دويم،يا درېيم مقام وګټي.
غونډه
ماښام پينځه بجې پاى ته ورسېده.
د
٦٤مې غونډې رپوټ
دا ځل فريدالله
اکاخېل پر غزل کره کتنه وشوه،چې مطلع يې وه:
د ديدنونو يوه شپه وه،لاړه تېره شوله
ټوله خوږه وله،خوږه وه،لاړه تېره شوله
بختيار وويل:که چېرې دويمه نېم بيته يې داسې شي،ښه
به وي:
ټوله خوږه،خوږه،خوږه وه ،لاړه تېره شوله
خزان بيا په دې نظر وو،که په دې ډول شي:
ټوله خوږه وه،لاخوږه وه،لاړه تېره شوله
جان ولي حقمل بيا وړانديزوکړ:که چېرته داسې شي:
څومره چې لنډه وه،خوږه وه لاړه تېره شوله
بيا لومړى بيت و:
کلى دې ټول په ماخبر کړو،لېونيه ياره
د هغې خوله کې دا ګيله وه،لاړه تېره شوله
دا بيت ټولو يو ساده او روان بيت وباله،د وياند
حضرت يوسف يوسفزي لخوا دويم بيت ولوستل شو:
مابه هغې،هغې به ماته کړو په سترګو کې ست
هغه څه بل رنګه شېبه وه،لاړه تېره شوله
دا بيت هم ټولو ښه وګاڼه.
بيا درېيم بيت و:
سترګو راتاوې شئ،کابوشئ،پسې څله ګورئ!
د برېښنا پړق و او وږمه وه،لاړه تېره شوله
عبدالغني مجروح وويل:دا هم ساده او روان بيت دى.
رغاند وويل:فکر کوم ټول غزل به يې دغه بيت ته ليکلى
وي،د ده په وينا دا بيت که ډېر نوى نه وي، نو ډېر زوړ هم نه دى.
مقطع وه:
خلکوويل چې اکاخېل خلک له کلي شړي
هغه خو هسې اوازه وه،لاړه تېره شوله
بختيار وويل:که په لومړۍ نېم بيته له منځه لاړه
شي،ښه به شي.
خزان بياويل که دويمه نيم بيته داسې شي:
خو هغه هسې اوازه وه،لاړه تېره شوله
سهي به وي
بيا فريد الله اکاخېل ته بلنه ورکړل شوه،اکاخېل له
ټولو مننه وکړه چې د ده پر شعر يې خبرې وکړې.
دغه غونډه د ١٣٩٠لمريزکال د سلواغې د مياشتې پر
اومه نېټه په مېديوتيک کې ترسره شوه.
مشر يې تکړه شاعر او ليکوال او د سپين غر راډيو
مسول سلطان عزيز عزام،مېلمه يې ښه شاعر جان ولي حقمل او کوربه يې ځوان شاعر طارق
تسل و.
د فضل الحق تر تلاوت وروسته د هېواد تکړه ولسي شاعر ارواښاد عبدالقدير وطنوال ته د
خوځښت ملګرو په ګډه د څښتن تعالى له درباره د جنت فردوس غوښتنه وکړه.
ورپسې ارشاد رغاند د هغه د ژوند او فن په اړه خبرو
ته وبلل شو.
رغاند په سر کې د وطنوال پر مړينه خپله خواخوږي
وښوده او بيا يې د هغه د ژوند،فن او ښه شخصيت ستاينه وکړه.
بيا ذهني ادبي ازمېښت ته محمود خزان وبلل شو،خزان څو پوښتنې
وکړې چې د غونډې د ګډونوالو لخوا ځواب شوې.
د تېرې غونډې رپوټ جلال جمال ولوست او وروسته ازاده
مشاعره ترسره شوه، چې تر دېرشو زياتو شاعرانو پکې شعرونه وويل.
تر مشاعرې وروسته سلطان عزيز عزام د غونډې ارزونې
ته وبلل شو، عزام خوښي وښوده چې په دغه ناسته کې يې ګډون کړى او ويې ويل:خوځښت په
خوځښت کې نه دى پاتې،تر دوى يې هم شغلې رسيدلي.
نوموړي د رود ادبي جرګه يادوله چې د خوځښت د ځينو ملګرو په هڅه جوړه شوې.
عزام دا هم وويل:د جلالکوټ ادبي خوځښت په اړه چې ما
څه اوريدلي وو، تر هغو دغه غونډه ډېره ښه وه.
د غونډې په پاى کې پريکړه وشوه چې بلې اونۍ ته به د
امان الله پيوند پر نثري ليکنه کره کتنه کېږي.
غونډه ماښام پاى ته ورسېده.