
جلال الدين جمال
دا ځل د خوځښت په ٦١مه اونيزه غونډه کې ادبي درس ته د هېواد تکړه شاعر او ليکوال بازمحمد عابد وغوښتل شو.
عابد صيب په شعر کې د تصوير په اړه خبرې کولې، نوموړي د پښتو ژبې د نوموتي شاعر پيرمحمد کاروان ازاد شعر چې سرليک يې و(چينارخبرې کوي)ولوست او په هغه کې يې د تصويرونو د لفظي ښکلا او داخلي موسيقيت په اړه ډېرې په زړه پورې خبرې وکړې،چې د ځوانانو لخوا په چکچکو بدرګه شول.
دغه غونډه چې د ١٣٩٠ لمريز کال د مرغومي پر ١٦مه نېټه ترسره شوه، د قاري مصلح الدين په تلاوت پيل شوه.
وياند يې ساجد بهار و،د غونډې مشر خوږ ژبى شاعر او ليکوال هجرت الله اختيار او مېلمانه يې ښه شاعر سعدالله فطرت او له کابله راغلى ځوان شاعر فضل الرحمان پاڅون و.
جلال جمال د تېرې غونډې رپوټ ولوست، بازمحمد عابد يې دغه رپوټ تر نورو هغو ښه وګاڼه او ويې ويل:د خوځښت په رپوټ کې د رود ادبي جرګې يادونه په کارنه وه،عابد يې دا نېمګړتيا وګڼله چې ده د تېرې اونۍ د کره کيدونکي د کره کتنې پر مهال پر لومړي بيت د خبرو په ترڅ کې د سعيدګوهر يو بيت لوستى و، خو ده په رپوټ کې نه و اخېستى.
جلال جمال د عابد صيب د هغې خبرې په ځواب کې چې ويلي يې وو، په دغه رپوټ کې د رود ادبي جرګې يادونه په کار نه وه، وويل:ځکه يې د رود ادبي جرګې يادونه کړې وه، چې رود ادبي جرګه د خوځښت د ځينو ملګرو په هڅه جوړه شوې ده.
جمال وويل، په رپوټ کې د ځينو خبرو د نه راوستلو لامل داو،چې تېره اونۍ يې وياندويي هم کوله.
بيا د مازېګر لمانځه ته تر وقفې وروسته په يوې رنګينې مشاعرې سره د مېديوتيک د حويلۍ فضا په سندريزو نغمو ولمبيده.
په مشاعره کې: هجرت الله اختيار،سعدالله فطرت، اخلاص وطنيار، عبدالبصير پاچا،خميني سجاد، عرفان الله بيدار،عبدالقادر سمندر،امان الله پيوند،ضياالدين همت مل،حضرت يوسف يوسفزي،حبيب الله شينواري،خوشال دراني،جانان زمري،انورالحق يرغل،عبدالله هوډ،جلال جمال،ارشادرغاند،صابرشاه ساپي او بازمحمد عابد شعرونه وويل.
د مشاعرې په پاى کې فضل الرحمان پاڅون د غونډې ارزونې ته وبلل شو،پاڅون وويل:دى ډېر خوښ دى، چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړى او غونډه يې ډېره ښه وګڼله.
په پاى کې پريکړه وشوه، که بلې اونۍ ته ضياالدين همت مل وي، نو د ده په شعر به کره کتنه کېږي او که چېرته نه و، نود امان الله پيوند پر نثري ليکنې به کره کتنه ترسره شي.
غونډه نېږدې ماښام بلې اونۍ ته د کره کتنې د موضوع په ټاکلو سره پاى ته ورسېده.
د جلالکوټ ادبي خوځښت د ٦٢مې اونيزې غونډې رپوټ!
جلال الدين جمال
د خوځښت په ٦٢مه اونيزه غونډه کې دا ځل د ضياالدين همت مل پر ازاد شعر کره کتنه وشوه.
شعر په لاندې ډول و:
زه د غره د سر څېړۍ يم
د دې غره د ښکلا پانګه
د لمر وړانګې مې ديدن ته
هرسهار سلام ته راشي
ښکلوي مې تنکۍ څانګې
مازېګر کې يې رنګ ژېړشي
د بېلتون تيارو کې ډوب شي
زه يو څوشېبې يوازې
د شاعر په څېر بونګيږم
چې سپوږمۍ مخ راښکاره کړي
زه د ستورو شمار ته کېنم
تخيل د پاکې مينې
ورته ووايم په مينه
دى يې هم واوري په مينه
دى هم مخ راځنې ستون کړي
د شفق پيغام چې واوري
بيا دلمر ورا راښکاره شي
بياشپونکى شپېلۍ په شونډو
د ملالې ټپه وايي
کوچۍ پېغله خال په زنه
د ورغومو خوا کې ناسته
کوچيانۍ چمبه په ګوتو
تخنوي سندرې وايي
دا يو څو لسيزې کېږي
د اسمان ټټر له ورېځو
د تورتم ډولۍ او کوکې
ګرځوي نقاب د کرکې
ترږمۍ ، ترږمۍ څڼې
ورانوي د مينې ځالې
چور،تالا د غره مماڼې
نه کېږدۍ شته د کوچيو
نه غږ اورم د شپېليو
نه سپوږمۍ چېرته کې ښکاري
بس باران دى د باروتو
تور بادونه سپين جامو کې
دپرديو نغمې غواړي
خو دا کلى د باتورو
د ننګونوجامې غواړي
شپونکۍ راشه!
شپېلۍ واخله!
ترنم،ترنم ښکلې
د ملالې ټپې وايه!
روح تازه کړه د دې کلي
زه به څانګې،څانګې ناڅم
زه به پاڼې په چکچکو
بدرګه ستا د ټپو کړم
ته شه سترګې د دې کلي
ته شاعر شه
انځورګرشه
زه به څانګې،څانګې ناڅم
د ورغومو د سر سيورى
لمر،سپوږمۍ به بيرته غواړو
داسمان ستوري به شمارو
زه د غره د سر څېړۍ يم
نڅاګره!
ته شاعر
شپونکى شپېلۍ کې
د ملالې ټپې وايه!
د شعر په اړه بختيار تلاش وويل:په شعر کې د ښکلاپانګه، د لمر ورا،د شفق پيغام نوي ترکېبونه دي.
ده وويل:دغه شعر ډېر ښکلى دى او ډېر مې خوښ شو.
ورپسې ارشادرغاند وويل:ازاد شعر بايد يو نوم ولري،که چېرته دغه شعر ته هم يونوم ورکړي، نو ښه به وي.
رغاند شعر دنويو ترکېبونو،لفظي ښکلاوو اوداخلي موسيقيت له پلوه ښه وګاڼه.
ده وړانديز وکړ، چې که چېرته د لسيزې پرځاى بله کليمه او نڅاګره ترې له منځه لاړه شي، نو ښه به وي.
احمدجمال جمال په دې نظر و، چې که (دا څو لسيزې کېږي،د اسمان ټټر له ورېځو)پرځاى (څه موده کېږي يارانو،نه سپوږمۍ شته،نه کوچۍ شته)نو ښه به وي.
داود صديقي په عمومي ډول شعر ډېر ښه وګاڼه او ويې ويل:تسلسل يې پکې مراعت کړى او ځينې لفظونه پکې ډېر خوندور دي.
سايرځلاند هم دغه ازاد شعر ته د نوم داېښودنې وړانديز وکړ او ويې ويل:يوځاى کې وايي(دا يې هم واوري په مينه)که پکې له منځه لاړشي،ښه به وي.
ډاکټر ناصر فګار وويل:شعر د ظاهري شکل له پلوه ډېر ښه دى، خو په پړاو کې يې يو څه ستونزه لري.
فګار زياته کړه:د ده په شعرکې د زمانې له تغير سره بايد په ليکلو کې جدا والى راوستى واى.
عرفان الله بيدار وړانديز وکړ:که د (توربادونه،سپين جامو کې)پرځاى د(تور بادونه،سپين لباس کې)راشي،نو ښه به وي.
عبدالله هوډ بياوويل:دلته بايد ده د ملالې ټپه نه واى ياده کړې،ځکه ملالې خو د جنګ ټپه ويلې وه او دلته د سولې په مفهوم کارول شوې.
بيا ضياالدين همت مل وغوښتل شو، ده له ټولو مننه وکړه، چې پر شعر يې خبرې وکړې او زياته يې کړه:د شعر نوم مې(څېړۍ) و، خو د ليکلو پر مهال رانه پاتې شوى و.
دا غونډه د ١٣٩٠ لمريز کال د مرغومي د مياشتې پر ٢٣مه نېټه په مېديوتيک کې ترسره شوه.
د غونډې مشر ساير ځلاند،مېلمانه يې:بختيار تلاش او داود صديقي او کوربه يې عبدالله هوډ و.
وياند يې زيار خان ياد و،غونډه د فضل الحق په تلاوت پيل شوه او د تېرې اونۍ رپوټ جلال جمال ولوست.
د رپوټ په اړه ساير ځلاند وويل:رپوټ يې ډېرښه و.
ده زياته کړه:ادبي رپوټ بايد همداسې وي.
رغاند بيا وويل:په ځينو ځايونو کې ورنه ډېر ادبي شوى و،که ساده يې وليکي،ښه به وي.
بيا د مازېګر د لمانځه تر وقفې وروسته يوه رنګينه مشاعره ترسره شوه، چې تر څلوېښتو زياتو شاعرانو پکې شعرونه وويل.
تر مشاعرې وروسته د غونډې مشر ساير ځلاند ارزونې ته وبلل شو،ځلاند غونډه ډېره ښه وګڼله او ويې ويل:که چېرته له ځينو ځوانانو سره چې اوس يې شعر ته مخه کړې، نور ملګري ورسره مرسته وکړي، نو ښه به وي.
په پاى کې پريکړه وشوه، چې بلې اونۍ ته که ساير ځلاند و،ادبي درس به ورکوي او که نه و،نو بختيار تلاش به ادبي درس ورکړي.
غونډه ماښام پينځه بجې په همدې سره پاى ته ورسېده.