
المحيط :
خبري رسنیو د سويس په ژينو کې دامريکا او ایران تر منځ د پټو خبرو اترو څرک لګولی ،چې په دې وروستیوکې دمنځنی ختیځ په اړه ترسره شوې دی . دواړو خواوو يو بل ته دخپلو غوښتنو او تېریدنو لړ لیک وړاندې کړې که په منځني ختیځ کې د نفوذ دويش په سر کومې پريکړې ته ورسیږي .
د ( عرب انلاين ) ویبپاڼې له خولې : امريکايي پلاوي تیره اونۍ په هغو پټو خبرو کې خپل ايراني سيال ته وړاندیز کړی ،چې تهران دې داسلامي انقلاب د ايډلوژۍ له صادرونې څخه لاس واخلي ، په عربي او اسلامي نړۍ کې دې شيعه خوځښت ته نوره وده نه ورکوي ځکه په دې وروستیو کلونو دغه خوځښت چټک شوی ، ددې په مقابل کې به تهران ته دا اجازه ورکړل شي ،چې دخلیج سیمه له نظامي او سياسي اړخه په خپل لاس کې ونيسي خو په دې شرط ،چې اسرائيل به ورسره خپله برخه لري ،ځکه اسرائيل اوس دځواک ټولې وسيلې په واک کې لري ، چې په خلیج کې د پولیس رول تر سره کړي . پردې سربېره به په سيمه کې نوی دولت رامنځته شي ، چې دتيلو زیاتره چينې به یې په واک کې وي او دایران دوست به هم وي .
سرچینه زیاتوي ددې په مقابل کې به ايرانیان هڅه کوي ، چې دعربو- اسرائيلو کړکیچ پای ته ورسوي ، په عراق کې د تل لپاره دامريکایانو شتون ومني ، خو په دغه اشغال شوي هېواد کې به نفوذ سر ه ويشي .
پردې سربېره امريکایانو له ایرانيانو غوښتي ، چې تهران دې دواشنګټن په مرسته فلسطينیان ، سوريان او لبنانیان قانع کړي ، چې د فلسطين دقضيې پوره او شامل حل راوباسي هغه هم په دې شرط ، چې اردن ، دضفې يوه برخه او ګرده غزة دې له فلسطين سره یو ځای شي . په عراق ، لبنان او نورو عربي هېوادو کې مېشت فلسطيني مهاجر دې ورته ولېږدول شي .
که چیرې دلبنان حزب الله او حماس ډلو له دغو وړاندیزونو او پریکړوسره خپل مخالفت وښود ايران به ورسره خپل هر ډول مرستې ، ملاتړ بندوي ،چې دوی په تدریجي توګه کمزوري شي .
دواشنګټن او تهران ترمنځ د پټو خبرو ، خبرونه یوه باخبره سرچینه تائيدوي او زیاتوي : ایرانيان اوس دغه خبرې ارزوي ، لکه څرنګه ،چې ښکاري دوی دېته انتظار باسي ،چې داوسني ولسمشر جورج بوش پرځای له راتلونکي ولسمشر سره دغه ډول پريکړې اوجوړجاړې غوره بولي . د یادونې وړ ده ،چې ددواړو خواوو تر منځ له خبرو وړاندې په بغداد کې له امریکايي چارواکو سره د ولسمشر احمدي نژاد خبرې تر ټولو څرګندې هغه وې .
شنونکي وايي : د دواړو خواوو ترمنځ متبادلې ګواښنۍ ، پيچلتياوې يوازې په دې موخه کېږي ، چې د دواړو خواوو تر منځ په شووپريکړو پرده وغوړوي او په اړه یې شکونه راوپاروي او دمنځني ختیځ په ځانګړې توګه دعربي خلیج دویشنې چارې ته لارهوره کړي ، د دواړو هېوادو د چارواکو تر منځ دلیدنو او کتنو پر مهال دغه دایجنډا دسر ټکي وو . اوس یو غوراوې هم پر خپل ځای پاتې دی او د پراګماتيزم دمنطق له مخې ورسره چلندکېږي پردې سربېره تیل ،چې دسړي خوله ورته اوبه راپريږدي داهرڅه به هغه مهال خوندور وي ، چې سوله عامه شي او ګټې وويشل شي .
شنونکي داهم وايي د دواړو خواوو ترمنځ دڅرګندونو لهجه تر ډېره دسړې جګړې پېر ( عصر) ته ورته ده ، خو ددوی تر منځ ليدنې او کتنې ټکنی شوې نه دي .