راځئ،د خانوزى او بنوزى پلنيوى وکړو!

لسيزه وړاندې په ګران افغانستان کې د اوسنۍ نړۍ د سياسي، اقتصادي ، اجتماعي ، کلتوري، هنري اوپوځي معيارونو په اډانه کې نوى ولسواک نظام رامنځ ته شو. په  هېواد کې نوى رژيم داسې مهال د واک او ځواک پر ګدۍ پرلتۍ ووهلې،چې د افغان خواږۀ ټاټوبي ټول مادي او معنوي بنسټونه په چورلټ ډول سره وران، ويجاړاو له منځه تللي وو او افغان مېړنى او زمريالى ولس در په در خاورې په سر، کچکول په غاړه ملنګ  ؤ. خو لکه څرنګه ،چې مقوله ده ، وايي : ( په هرې تيارې  پسې رڼا راځي!) نود همدغې کاڼې کرښې په څېر پخې وينا په رڼا کې لوى خداى (ج) د افغان ملت په بې خيرۍ کې خير راپېښ کړ. هو! د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپټمبر مياشتې په ١١ مه نېټه د القاعده ترهګرې شبکې د امريکې پر متحده ايالتونو ځپنده بريدونه وکړل،چې ددغه کاري ګوزار په ترڅ کې د واشنګټن او نيويارک ښارونو پرتمينې ودانۍ او دوه آسمان څکي برلمبه، لولپه او پړمخې ځمکې ته رانسکور شول. په همدې وخت ايله د نړيوالې ټولنې د افغان او افغانستان  خوار، ځورېدلي او اسکېرلي حالت ته ور پام شو. امريکې او د هغې بړېڅوالې ټلوالې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې په چوکاټ کې په ټول واک اوځواک سره په افغانستان کې دطالب واکمني ترځپند ګوزار لاندې  ونيوه،چې د يوې مياشتې څخه په کمه موده کې يې د طالب رژيم د واکمنۍ ټغر ورټول کړ او په هېواد کې د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي تر مدبرانه او مهربانه  مشرتوب لاندې ولسواک دولت او حکومت په کار پيل وکړ.  نوي افغان دولت ټولو شته ننګونو، ستونزو او خنډونو ته ښه په نره غېږه ورکړه، او په ټول هېواد کې  يې د يوۀ ملي،افغاني او اسلامي  دولت اساسات او تشکيلات رامنځ ته کړل او د افغان اتل اوباتور ملت په کورنۍ او بهرنۍ صحنه کې پيکه،سپک او له  لاسه  تللى حيثيت او پرستېژ يې بېرته احياء او پرځاى کړ. د محترم کرزي ترمدبرانه او مصرانه مشرۍ لاندې په افغانستان کې د بيارغونې (رنسانس) دوره پيل شوه.  هو! لسيزه پخوا موږ هېڅۀ هم نه درلودل، خو دادى،ديوې لسيزې په تېرېدا سره افغانان په سياسي، اقتصادي، اجتماعي،علمي،کلتوري او پوځي ډګر کې په نشت کې د شتو او غنا خاوندان شول.په دغه لس کلنه موده کې د افغاني ټولنې هرې برخې د ودې او پرمخيون لار خپله کړه ،چې په دې ترڅ کې په کور دننه خورا ډېرې برياوې او لاس ته  راوړنې د افغان دولت او دولتمشرانو په برخه شوې دي. په هېواد کې د ولسواک رژيم په تېر لس کلن بهير کې د نورو هغو ترڅنګ د معارف څانګې له اټکل  خلاف خورا زيات پرمختګ وکړ. په دغه لس کلنه دوره کې د (١٤) زرو څخه زيات ښوونځي اولېسې د هېواد په ګوټ _ګوټ  کې جوړاو اوسمهال د (٨) مېليونو په شاوخوا کې زده کوونکي په کې زده کړې کوي،چې په دې شمېرکې (٢) مېليونه او (٧) سوه زره نجونې دي، چې دا د هېواد په تاريخ کې مخينه نه لري. همدا شان کابو (٢٠) د لوړو  زده کړو دولتي او شخصي پوهنتونونه او عالي مؤسسې  په ټول افغانستان کې  کار او فعلايت کوي،چې دا هم د هېواد په پوهنيز بهير کې کمسارې چاره ده. نوى ښوونيز نصاب په نړيوالو معيارونو وليکل، چاپ او چمتو شو،چې همدا اوس د هېواد په ټولو ښوونځيو کې په عملي توګه  تدريسيږي،چې دا هم د معارف په ډګر کې يوه بله لويه لاس ته راوړنه ده. په ور ته توګه هرکال د هېواد له ښوونځيو څخه په زرګونه شاګردان د دوولسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته د کانکور ازموينې له لارې د لوړو زده کړو د حصول په موخه په پوهنتونونو اود لوړوزده کړو په مؤسسوکې شامليږي.د ښوونې او روزنې د کيفيت د لوړاوي په لړکې هر کال په لسګونه اوسلګونه مسلکي ښوونکي د لېسانس او ماسټرۍ په سويه له پوهنتونونو څخه تر فراغت وروسته په ښوونځيوکې د مسلکي ښوونکو او استادانو په توګه پر دندو ګومارل کېږي.پردې سربېره يوزيات شمېرمحصلان او استادان  د لوړو زده کړو په موخه بهرنيو هېوادونو ته استول کېږي،چې دايوه بله علمي لاس ته راوړنه ده. دادى،په ګران افغانستان کې د روان د (١٣٩٠) لېږديز لمريز کال وروستنۍ مياشت د پاى په لور نېږدې کېږي،چې ورسره  د نوي کال او نوي پسرلي شېبې را لنډيږي. هو! هرکال د وري مياشتې (٢) مه نېټه په خواږۀ هېواد کې د معارف جشن په توګه لمانځل کېږي. نو پر همدې توسن راځئ،چې په ټول هېواد کې پوهنيز انقلاب پيل کړو. د افغان ولس د اوږدې غميزې اساسي لامل د هغه ناپوهي او جهالت دى. راځئ، په دې ترڅ کې د خانوزى او بنوزى په پلنيوي سره په ټول هېواد او په ځانګړي ډول په خوست کې د معارف يو پراخ او چټکيونى  بهير پيل او د بري تر منزله به برياليتوب سره ورسوو. راځئ، د بلوچستان د سويلې پښتونخوا د خانوزى او بنوزى د پښتني سيمو په دود په ټول لراوبر افغان وطن کې د پوهنې ډېوه بله کړو. هغه خانوزى او بنوزى،چې ټول اوسيدونکي يې په چورلټ ډول سره  لوستي او د سواد په حياتي او خواږ ۀ نعمت او ګاڼه سينګار دي. هو! د ګران افغانستان د ځلانده  تاريخ ملي څېرې اود هېواد دخپلواکۍ ګټيالي او ملي اتل غازي امان الله خان د فيض او برکت څخه ډکې سپارښتنې اونوښت په رڼا کې د نوموړو پښتني سيمو ټول استوګن د سواد له خواږۀ نعمت څخه برخمن دي. هغه مهال کله ،چې کورني اوبهرني دښمن د هېواد ملي مشر او ملي اتل ارواښاد غازي امان الله خان  پر خلاف ديوۀ غلۀ او شوکمار حبيب الله خان کلکاني (بچه سقا‌ء) په وجود کې د يوې توطيې او دسيسې له لارې سياسي ناندرۍ او اله ګوله پيل کړه، نو هغه ونه غوښتل،چې د افغان  په لاس د افغان وينه  توى شي او پرته له  جګړې يې له کابل څخه  کندهاراو بياد بلوچستان کوېټې ته ولاړ. هلته د غازي امان الله خان يو ډېر نېږدې او صميمي ملګرى مولوي عبدالعلي يې مخې ته ورغى او په اوښلنو سترګو يې ورته وويل :( اې غازې، اې زموږ پلاره، سرداره او ملي وياړه ! ته خوځې، نو موږ، خپل اولاد او خپل هېواد يتيم او مسکين چا ته پرېږدې!) له دې وينا سره دواړه  په ژړا شول او يو تربله غاړې وتل، دواړو ترډېره يو بل په غېږ کې نيولي وو،اود ګران افغانستان او افغان ولس په ناڅرګند،تيارۀ، ځورېدلي او اسکېرلي برخليک يې وژړل. په پاى کې غازي په خپل دستمال د مولوي عبدالعلي او ښکې ورپاکې کړې او له جيب څخه يې خپل قلم راواېست، او مولوي عبدالعلي ته،چې ځينو يې نوم (عبدالواسع) ښودلى، ورکړ او هغه ته يې وويل،چې په خپل کلي او سيمه (خانوزى او بنوزى) کې ښوونځى جوړ کړي. هو! مولوي عبدالعلي د خپل مشرارواښاد  غازي امان الله خان له سپارښتنې سره سم په خانوزى او بنوزى سيمه  کې يوه لېسه او يوه مدرسه جوړه کړه. د نوموړي ددغه کار پر وړاندې ځايي  دودپاله  مُلايانو غبرګون وښود او مولوي عبدالعلي يې په دې تور،چې ګنې ښوونځى يې جوړ کړى اودانګريزي تعليم زده کړه خلکو ته ورکوي،تکفير کړ. خو مولوي عبدالعلي په نره د هغوى پر وړاندې ودرېد اود خپل ګران او غازي مشردعلم او پوهې ماموريت د سرته رساوي هوډ يې لا پياوړى او ځواکمن شو اود ديني علومو سربېره يې عصري زده کړو ته هم لانور زور، پرمختيا او پراختيا ورکړه. هو! مولوي عبدالعلي د ټولو هغو ناخوالو، ننګونو او ستونزو سره ،چې د انګرېز جاسوسانو اوسيمه ييزه ارتجاع له خوا ورسره مخامخ ؤ،ښه په نره او مېړانه ډغرې ووهلې او په پاى کې يې لويه او تاريخي سوبه او بريا په برخه شوه. هو! مولوي صاحب عبدالعلي د غازي مشرامان الله خان په سپارښتنه اوپه خپله هڅه، هاند اونوښت سره د خانوزى او بنوزى مېشت پښتانه د ناپوهۍ او جهالت له تورتم څخه د علم او پوهې رڼا لورته راواېستل اود خانوزى او بنوزى سيمې يې دعلم او پوهې په ګاڼه سينګار کړې. د يوې احصائيې له مخې د خانوزى او بنوزى په سيمه کې هډو بېسواده کس شتون نه لري. ښځينه او نارينه يې ټول د سواد له نعمت څخه برخمن دي. په خانوزى او  بنوزى کې د هر وګړي د زده کړې سويه تر دوولسم  ټولګي ښکته نشته او د نوموړو سيمو د استوګنو تعليمي کچه د امريکې،بريتانيې اود جاپان له وګړو سره برابره ده.د نړۍ ګڼ شمېرهېوادونودمشهورو پوهنتونو پوه او ماهراستادان د سوېلي پښتونخواد خانوزى او بنوزى سيمې سره  اړوند کسان دي،چې د غازي امان الله خان او د مولوي عبدالعلي په لاس د کېنول شوي نيالګي مېوه او ثمره ده. نوموړي دواړه ښاغلي او منلي اتلان اوس زموږ په منځ کې نشته، خو د هغوى له خواد پوهنې په ډګر کې د بل شوي مشال رڼا په ټوله  سوېلي پښتونخوا کې خپره شوې او لاد پرمختيا او پراختياپه حال کې ده. نو راځئ ،چې د ګران افغانستان  په ګوټ _ګوټ کې د سوېلي  پښتونخوا د خانوزى او بنوزى پښتني سيمو څه په الهام د معارف ډېوه بله کړو اود راتلونکي (١٣٩١) لېږديز لمريز کال له  رادې بره کېدا سره جوخت خپل ماشومان ( هلکان او نجونې ) په ښوونځيو کې شامل کړو. د افغان ولس د خلاصون اوژغوراوي يوازينۍ لار پوهنه ده. راځئ،د هېواد سربېره په خوست کې هم د علم زده کړې ګړندى بهير پيل کړو. په دې ترڅ کې بايد ددغه ولايت د پوهنې رياست  غوڅ او کوټلي ګامونه پورته کړي ، ترڅو د ١٣٩١ لېږديز کال په ترڅ کې ددې ولايت د مرکز سربېره د اړوند (١٢) ولسواليو په ښوونځيو کې د نوو ماشومانو (هلکان او نجونې)د شموليت لړۍ پيل او عملي شي. دغه شان د خوست په  هغو سيمو او ولسواليو کې،چې هلته د بېلا بېلو لاملونو  له کبله ښوونځي تړل شوي،د زده کړې پرمخ  يې د بياپرانېستيا په موخه جدي اقدامات ترسره شي. په همدې ډول بايد خوست مېشتي ولسونه، قومونه او پرګنې ددې ولايت له سيمه ييزه ادارې سره  دمعارف په پرمختيا او پراختيا کې هر اړخيزه مرسته او همکاري وکړي. ټولنيز شخصيتونه،قومي  مشران، ديني عالمان او د ټولنې هر وګړى بايد په خوست کې د معارف رڼاد خپراوي په لړکې  هڅې وکړي، او ددې ولايت استوګن دې ته وهڅوي، څو خپل د ښوونځي وړ ماشومان ( هلکان او نجونې ) د علم او پوهې د زده کړې په موخه په ښوونځيو کې شامل کاندي. راځئ،د زده کړې په ډګرکې د سوېلي پښتونخوا پلنيوى وکړو او په ټول  خوست کې د علم او پوهې د زده کړې انقلاب وزمه بهير پيل او د بري تر هسکه په بريالتيوب سره ورسوو. د افغان ځورېدلي او کړېدلي ولس او په تېره بيا د پښتنو د اوسنۍ غميزې څخه د ژغوراوي او خلاصون يوازينۍ لار د علم او پوهې حصول دى او بس.افغان او پښتون ولس د زده کړې په مټ کولاى شي،چې د بريا او سوبتيا تر هسکه په بريالتوب سره ورسيږي. نو پرهمدې بنسټ زۀ له ټول لراو برافغان ملت څخه هيله او غوښتنه کوم،چې خپل اولادونه (هلکان او نجونې) د علم زده کړې په موخه  ښوونځي ته واستوي ،ترڅو خپل هېواد جوړ، ودان او آباد کړي،څو په دې ډول سره  افغان اتل او مېړنى ولس د هوسا او سوکاله  ژوند څخه برخمن شي.
                                                                                                     فضل وزير هيله من