پښتون خوځښت پښتونولی وکړه!!!

سمیع الله ایلم، کابل
مارچ۲۰۱۲،۱۶
زما یی له نوم سره جوړه نه وه خو دا چی دوی خپل دلایل وړاندی کړل نو خبری یی پخی وی. خو بیا هم باید هغه میانه اړخ که خپل شي نو بده خبره به نه وي. مطلب دا چی کار پښتنو ته کوی خو نوم یی مه یادوی؛ شعار مه ورکوی. کوم کار چی طلوع او دا نور تلویزونونو یی کوي، پښتانه هغه یی خوب هم نشي لیدلی. دوی هیڅکله د پاړسي او .. نوم وانه خیست خو په زغرده هغه دی لګیا دي کار کوي.
خپلو خلکو ته خدمت کوي.
غونډه:
د غونډی موضوع: د پنجوایی شهیدانو روح ته دوعاوی ډالی کول او اعتراضیه غونډه
مهال: په ۱۰:۰۰ سهار تر ۱۲:۰۰ ماسپښین پوری وه.
مکان: ۱۲ناحیه، احمدشاه بابا مینه(کابل)
مشر میلمه: شریف الله کامه وال، د ولسی جرګی غړی
د قرآن عظیم له ختم وروسته،
پرانیستی وینا:فضل من الله قاضی زی، د پښتون خوځښت مرستیال مشر وکړه.
ده په وینا کی په شمال ټلوالی انتقادونه وکړل او پوښتنه یی مطرح کړه چی د پښتون د وژنی فتوا چا ورکړی؟ د پښتنو ځوانانو د یووالی غوښتنه یی وکړه. ده همدا ډول  یوه سپارښتنه هم درلوده هغه دا چی نوره باید د مقاومت او ازادی لپاره نړیوال او معیاری اصول خپل کړو. ده همدا ډول  وویل چی نوره نړی کی مرغان او حیوانات په شمار سره نیول کیږي او وژل کیږي خو دلته د پښتون وژنه د مرغانو او حیواناتو له وژنی هم ټیټه ګڼل کیږي. ده په زړه پوری خبره وکړه!!! ما یو ځل د کوم پاکستانی اخبار په شوبز کی لوستی وو چی د هند حکومت وتلی ستوری سلمان خان په دی تور نیولی چی دهغو هوسیو ښکار یی ترسره کړی وو چی ښکارول یی ممنوع وو. قاضی زی همدا ډول ددغه عسکر د لیونتوب خبره بابیزه وګڼله او دا یی د امریکی یوه بهانه وشمیرله. ده وویل که نوموړی لیونی وای نو ولی ویالی ته نه غورځید؟ ولی یی خپل ملګری نه ویشته؟ په خپل کمپ کی یی ولی په چا ډز نه کاوه.
ټولو ویناوالو د پنجوایی پيښه وغندله، له خلکو سره یی خپله خواخوږی وښودله، وکیل صاحب هم وعده وکړله چی دغه موضوع به ترهغی څاري ترڅو مجرم محاکمه شي. همدا ډول وکیل صاحب له ځوانانو وغوښتل چی ورته غونډی زیاتی کړي. همدا ډول یی ګیله درلوده چی خلک ورته د خپلو ستونزو په اړه نه ورځي. ده په اخر کی بیا له خلکو وغوښتل چی که ستونزی لری نو دی دی په جریان کی کړي ځکه چی ده ته همدی خلکو رایه ورکړی او دی باید په ځانګړی توګه همدی خلکو ته کار وکړي.
ټولو ګډونوالو یی خبرو ته لبیک ووایه. وکیل صاحب په زکام اخته شوی وو په بخښنی غوښتلو سره یی غونډه پریښوده او لاړ.
غندنلیک:
 د پښتون خوځښت بل مرستیال مشر ښاغلي خیرالله شینواری  غندنلیک وړاندی کړ چی له پښتنو ځوانانو یی غوښتنی په لاندی ډول وی:
·         د ترهګری په وړاندی جګړه،باید د پښتون په کلی او کور کی بنده شي
·         د کندهار د پیښی ټول وژونکی ټیم باید د اسلامی اصولو په رڼا کی محاکمه شي
·         د نړیوالی ټولنی بخښنی باید ددی پیښی سره سم نوری ختمی شي
·         پښتون خوځښت پر ټول افغان ملت غږ کوي، چی د پښتون ژغورنی په وړاندی یو شي
·         افغان ولس باید د افغانستان د خپلواکی، سولی او پرمختګ د پاره، د یو رښتینی او افغاني خوځښت ملاتړ وکړي.
 
د غونډی مثبت اړخونه:
·         په خپله غونډه یو نیک ګام وو
·         د خلکو د خوځښت په موخه یو پیل
·         په کم قیمت او امکاناتو سره ستر کار ترسره کول
 
د غونډی په اړه ځینی سپارښتنی:
·         ښه به وای که غونډه لږ په ځنډ ترسره شوی وای، تر هغی به یو څه تیاری نیول شوی وای؛ خلک به دعوت شوی وو؛
·         ښه به وای چی د غونډی ځای د ښار دننه کوم د پام وړ ځای ټاکل شوی وای نه احمدشاه بابا مینه.
·         ښه به وای چی دغونډی د ګډون په موخه ښه پراخ کمپاین ترسره شوی وای ترڅو ډیر خلک توانیدلی وای چی خپلی دعاوی د شهداوو روح ته ډالی کړي او همدا ډول یو اغیز پریږدي.
·         ښه به وای چی دغه غونډه د نورو خوځښتونو لکه ځوان یون، ویښ افغان او نورو دی ته ورته اصلاحی تحریکونو سره همغږی شوی وای ترڅو له یوی خوا ددوی ترمنځ یو والی رامنځ ته کړي او له بلی خوا د هر یون غړي چی ټول یو شان اهداف لري له انفرادی حرکتونو د ذهنیت درلودلو څخه لری وساتل شي. په دی کار سره به دوی په رسنیو او دښمنانو کی اغیز پریښودلی وای.
·         ښه به وای چی غونډه له سیاسی مشرانو سره همغږی شوی وای ترڅو هغوی معلوم شوي وای چی له دی ډول غونډو ملاتړ کوي او که یا؟
·         ښه به وای چی رسنی هغه که په هره کچه وای خبری شوی وای
ددوی او زمونږ ګیله:
هیڅ ډول رسنی په غونډه کی ګډون نه وو کړی. رسنیو باید په دی برخه کی د پښتون خوځښت ملا ورتړلی وای. که رسنی او یا هم د رسنیو مشران دغه ډول خوځښتونه د خود جوشه ځوانانو کار بولي نو دا به یی سهوه وي. همدغه ځوانان تباهی راوستلی شي او مثالونه یی په تونس،مصر،یمن او لیبیا کی زمونږ په مخ کی دي. په دوی د انتقاد په ځای باید دوی ته لار وښوول شي. له دوی سره هر ډول مرسته وشي. ځکه همدا سیاسي ډلی دي چی د ځوانانو ملاتړ له ځان سره لري.
دا به مهمه نه وي چی چراغ له چا سره دی؛ مهمه داده چی د چراغ له رڼا څخه ګټه پورته کړو.
هیله:
هیله ده چی دا ډول غونډی لا زیاتی شي. د پښتون خوځښت غړي مایوسه نه شي. د خلکو لپاره کارونه له ځان سره کړیدل او دردیدل لري خو ثمره ورکوي!!!
samiullahelam@gmail.com