پکتيکا کې پر يوه کور توغندی لګيدلی او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې

 
د توغندي پېښېه د پكتيكاولايت د خوش امند ولسوالۍ د اسلم شاه په كلي كې شوې د ولسوالۍ د نشه توكوپروړاندې د مبازرې مديرضياالحق وايي چې دا توغندى وړمه شپه له جانيخېلو ولسوالۍ نه توغول شوى او په يو كور كې يې درې ماشومان او يوه ميرمن وژلي او د ماشومانو په ګډون څلورنور يې ټپيان كړي دي، خوپه دې اړه د پكتيكانوروځايي چارواكو څه نه دي ويلي.