
له نن نه ۳۳ کاله مخکې کمونیستي وحشیانو په هرات کې ددې ولایت دمسلمان ولس دجهادي پاڅون دځپلو په غرض په خپل یوه ترټولو تاریخي جنایت کې ۲۵۰۰۰ مسلمان هراتیان شهیدان کړل .
دکمونیستي واکدارانو په ضد دهرات دمجاهد ولس دغه تاریخي قیام د۱۳۵۷ هجري شمسي کال دحوت په ۲۴ نیټه پیل اودشرعي علماوو په فتوا په لسګونوزره هراتیانو پکې ګډون درلود.
دهرات دمسلمانو او شهادت خوښوونکوخلګودغه تاریخي پاڅون په هیوادکې داسلامي جهاد اومقاومت دپیلامې په توګه وکړای شول چې ټول افغان مؤمن ولس ته دسرښندنې او فداکاري روحیه ورکړي او په ټول هیواد کې مسلمان افغانان داجنبي یرغلګرو اودهغوئ دګوډاګیانو په خلاف دمقاومت سنګروته لاړشي، که څه هم چې وحشي کمونستانو ددغه قیام دځپلو لپاره له خپل ټول وحشت نه کار واخیست او دخپلو درنو وسلو په زوريې ۲۵۰۰۰خالي لاسي پاڅون کوونکي په شهادت ورسول ،خوهغوئ بیاهم دکمونیستانو وحشت ته تسلیم نه شول ، په خالي لاس او قوي ایمان يي دهغوئ خلاف مقاومت ته دوام ورکړ ترڅو چې ددغه جهادي مقاومت لمن دهیواد ګوټ ګوټ ته خپره شوه .
نن مونږ ددغه جهادي قیام ۳۳ کلیزه په داسې مهال کې لمانځو چې هیواد مو دامریکايي اشغال تروحشت لاندې او په ټول هیوادکې مسلمانان افغانان دهغوئ په خلاف دمقاومت په مرچلوکې قرارلري .
نن هم زمونږ ولس دامریکايي یرغلګرو په خلاف دداسې قیامو او پاڅونونوشاهد دی لکه پرون چې دشوري یرغلګرو دتجاوز او تیري په خلاف په کار اچول شوي ول .
پروني یرغل او دهغوئ په خلاف مقاومت اوننی اشغال او دهغه په خلاف دافغانانو جهاد داهدافو او مقاصدو له مخي مکمل ورته والی لري ،په دومره توپیر چې پرونیو کمونیستانو افغانانو دایلولو لپاره دکور،کالي ،ډوډۍ غولوونکی شعارکاراوه اونني یرغلګرامریکایان دسولې ،ترقي او دیموکراسي تر شعار لاندې دمظلومو افغانانو وینې تویوي.
پرونيو خلقیانو په هرات کې په خالي لاسولاریون کوونکو درنې وسلې کارولې نني امریکايي ځناوران په بګرام،کابل ،قندوز اوقندهارکې مظلوم افغانان په خپلو وینو رنګوي .
خو لکه چې پروني شوروي اشغالګران دافغانانو په مقابل کې له رسوايي سره مخ شول نني یرغلګر امریکایان به حتما دخدای په نصرت دهغوئ له برخلیک سره مخ او په شرمیدلو سترګوبه له افغانستانه تیښتې ته مجبوریږي.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې دهرات دمجاهد ولس دتاریخي قیام ټولو شهیدانوته له الله تعالی څخه دقبولیت غوښتنه کوي دهغوئ سپیڅلي ارمان ته په تعهدسره دننیو یرغلګرو په خلاف دجهاد تداوم دیرغلګرو دشړلو او دخپل هیواد دازادي لپاره خپله شرعي وجیبه بولي .
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
۲۱/۴/۱۴۳۳ـ۱۴/۳/۲۰۱۲
۲۴/۱۲/۱۳۹۰