
بسم الله الرحمن الرحیم
« دغه او هر ډول وحشت په کلکه غندو، او مجرمینو ته یی په بین المللي محاکمو کي محاکمه غواړو :»
دتیري شنبي په ورځ دقندهار دولایت د پنجوایی د ولسوالۍ دزنګ اباد د کلي بی ګناه ، معصوم او مظلوم اوسیدونکي په داسي حال کي چې سهار وختي په خپلو کورونو کي په خواږه خوب ویده وو د امریکایی اشغالګرو وحشي ځواکونو له اړخه په ډیر وحشت سره دخوبه رابیدار او د ګولیو د ویشتلو وروسته یی په وینو ککړو جسدونو ته اور واچول شو . په دغه پیښه کي ، چې قربانیان یی ښځي او کوچنیان دي ، ۱۷کسان شهیدان او ګڼ شمیر نور یی زخمیان شوي دي .
امریکایی ځواکونو ددي نه مخته د بګرام په بدنام زندان کي د اسلام دسپیڅلي ، مقدس الهي کتاب ، قرانکریم نژدي اتیا نسخو ته اور ورته کړ او د پوره سپکاوي وروسته یی هغه وسوځولې ، همدا راز یی څه موده مخته د هغو مظلومو شهیدانو په جسدونو باندی ، چې په پوره ظلم اووحشت سره یی وژلي وو ، مرداري متیازي وکړي او په دي توګه یی زمونږ ولس ته وښوول چي څه ډول او په کومه طریقه یی چي خوښه وي ، ددي مظلوم بلکه میړني ولس سپکاوي به کوي اوپه مقدساتو به یی ملنډي وهي .
امریکایی ځواکونو ددي نه مخته هم دغه ډول بې شمیره جنایتونه تر سره کړي ، مجرمین یی په موقته توګه نیولي اوبیا یی بیرته پری ایښي دي ، دا ځل هم دغه ستر جرم او جنایت چې د یوه امریکایی فوځي په واسطه نه بلکه د یوې منظمي ډلي له خوا په منظمه توګه دخپلو مړو دبدلي په خاطر ترسره شوي ، نه بخښونکي جنایت دي چې مجرمین یی باید په بین المللي محاکمو کي محاکمه کړل شي .
د امریکا د ولسمشر اویا نورو ادارو لخوا د بښني غوښتنه په افغان ولس دملنډو وهلو اوهسي د افغانانو دقهر اوغضب د سړولو له پاره ترسره کیږي او د افغانستان ولسمشر هم ددي په ځاې چې ددې اشغالګرانو څخه وغواړي چې ددي او داسي نورو ورته پیښو مجرمین دي سمدلاسه همدلته په افغانستان کي محاکمه او د ولس دشهیدانو دکورنیو تر مخ راوځړول شي ، دپخواپه څیر لاپې شاپی وهي .
په اروپا کی دحزب اسلامي افغانستان د سولي او سیاسي امورو درهبرې شورا دمشرتابه هیئت په دي اړه دخپل ولس دشهیدانو او دشهیدانو دکورنیو سره خپله درنه غمرازي ښکاره کوي ، دهیواد د ولسمشر تابه د هیئت او پخپله د ولسمشر کرزي څخه په زغرده (که توان یی ولري ) غواړي ترڅو دولس تر مخه حاضر او ددې جاني ځواکونو څخه د افغانستان دمقدسې اوپاکې خاورې دپاکولو اعلان و کړي ، مجرم عناصر دي هم په افغانستان کي اوهم په بین المللي محاکمو کي محاکمي ته را کش کړل شي او تر څنګ دي یی د ددفاع د وزارت د ناهله چارواکو اود قندهار د ولایت د بي کفایته اولاس پوڅي والي اورئیسه هیئت څخه چې همدا اوس هم دامریکایانو په پلوۍ نغاري ډبوي سخته پوښتنه وشي . همدا راز دي دبهرنیو چاروپخواني لاسپوڅي وزیر عبدالله دهغه تړون په اړه چې بهرنیو ته یی دوژلو ، سپکولو او .... دازاد لاس د ورکولو ژمنلیک لاسلیک کړي محاکمي ته راکش کړل شي .
په دي اساس د حزب اسلامي افغانستان د سولي او سیاسي امورو د رهبري شورا هیئت په ټولو افغانانو او په ځانګړي توګه په خپلو ځوانانو غږ کوي چې ددي ورځني جنایتونوڅخه ، چې د بین المللي ځواکونو له اړخه د سولي او ډیموکراسۍ تر عنوان لاندي تر سره کیږي ،دخلاصون په خاطر ،د پرامنه مظاهرو لړیو ته دوام ورکړي او د عربي هیوادو د ځوانانو دغورزنګونو په څیر دي دخپل هیواد داستقلال اوازادۍ توغ پورته او دغه بین المللي جنایت کاران دي دخپلې خاورې څخه وتلوته مجبور کړي .
همدا رازد ولس په شتمنو عږ کوي چې ددغو مظلومو کورنیو مرستي او تعاون ته ور ودانګي.
ژوندي دي وي افغان میړني ولس ،
تل دي وي استقلال اوازادي .
مړه دي وي خاین او پلورل شوي نا افغانان،
قریب الرحمن سعید
په اروپا کي د سولي او امن د جرګګۍ د مشرتابه هیئت رئیس
۱۲مارچ-۲۰۱۲کال