
دملت کفريه ځواکونويوځل بيا پرسپوږمۍ توکلې ، په اصل کې هم داد هغوى ترټول ستره ستونزه ده هغوې که هرڅومره دقران کريم اوياهم دمقدساتوبى احترامى کوى ،ټول طاقت دهغې د حقانيت په کمزورې کولوباندې مصرفوي اوسپيڅلې اسلام دى چې د اور په ډول دهغوې په ټولنوکې بآندې اغيزه کوي.......
مګربياهم که څوک پراسلام دښه پوهيدولو کوښښ کول غواړې نو ورته پکارده چې د نوو مسلمانان شوو داسلام د راوړلو کيسې ولولې ، چې په هغې کې په هغه خواوې ترسترګوکيږې کوم چې په اسلامې کتابونوکې نه ترسترګوکيږې .
يوه خبره بايد چې وويل شې په ګرده نړۍ کې غيراسلامى هيوادونوله دنيوې پلوه اود اقتصاد په برخه کې ډير پرمختګونه کړيدې يوشي چې په هغوې کې نه ترسترګوکيږې هغه دى سکون او د زړه ارام والى .....
اوکله چې غيرمسلم په دين اسلام سره له هغې څخه برخمن شې نوبيا د اسلام په راوړلو کې دريغ نه کوې بيلګه يې د لمدو خټو په څيرده چې لږې اوبه ورته دارو کيږې : ددې خبرې بې شميره بيلګې شتون لرې :
څوورځى وړاندې مى يو خبرترسترګوشه په اسپين هيواد کې يو غيرمسلم د يو مسلمان ترسترګوشو چې تړاو يې د مشرقى اروپاى هيواد سره ؤ ، چې د اسلام دين له مشرفيدو وړاندې يو سندرغاړى اوسازينده ؤ ، هغه په پراګ کې په موسيقۍ کې ايم اے (ډيپلومه )کړي وه مسلمان شوې ؤ ږيره يې لويه کړي وه اود اسلام مطالعه يې پيل کړي وه ، چې اوسمهال قرطبه او غرناطه ته د سيل لپاره راغلى ؤ هغه د د وخت د مسلمانانو د بادشاهى دربار انځورونه اخسيتل او ورسره يې په خپله ډائري کې نوشته کول ، مسلمان دهغه ددغه کار څخه متاثره شو او ورسره يى سلام او خبرې پيل کړې ، او غير مسلم ورته د خپل اسلام راوړلو واقعه واوروله ، هغه وويل :
دهغه د ژوند درى موخې ( شوقونه ) ؤ، سه تار وهل ، ښځى ځانته مائلول او شراب څکل ، ستاربه يې واهه او رقم به مې جمعه کاوه او يوه نيمه جينۍ به ترې متاثره کيده هغه به مې له ځان سره کړه او په ساقيخانه کې به مود شپى تراخرې برخې پورې شراب څکل ، اوپه بله ورځ به هغه دواړه په کوم بڼ ، ياد سرک غاړى ، هوټل په کوم اطاق کې اوياهم دخپل کور په کومه کمره کې ؤ ....
اوداده د هغه ورځنى ژوند ؤ تردې وروسته د هغه مخامخ کيدل ديو مسلمان شرابخور سره وشول هغوى دواړوبه هره ورځ په يوځاى کې شراب څکل ، دغه مسلمان ځوان د مصر هيواد سره تړاو درلود ، هغه د زده کړو لپاره اروپا ته راغلى ؤ ، اود زده کړو پرمهال دهغه د کومي جينۍ په مينه کې اخته شوجينۍ دڅه وخت لپاره دهغه سره وه اوبيا په کومى بلى څانګى کيناستله د جينۍ بى وفايي مصرى ځوان برباد کړ هغه به هروخت د شرابو په نشه کې پروت ؤ پدغه نرمه ځان وژنه کې له هغه څخه زده کړې پاتې شوې ، اوس به هغه په ساقيخانه کې له ماښامه ترسهاره پورى شراب څکل او ټوله ورځ به په ليليه کې ويده ؤ ، اودهغه مالداره پلاربه هغه ته خپله خرچه ورليږله ، ياد سندرغاړى هغه سره په شرابخانه کې وليدل اود دواړو په خپلو کې دوستي پيل شوه ، دواړه له مذهبه څخه باغيان ؤ ، سندرغاړي دنړ ۍ ټولو مذهبونوته دوکه ويله ، او مصرى ځوان هم د مذهبى رواياتو خلاف ؤ هغه داګڼل مذهبونوانسانان ويشلې دى که له خلکوڅخه اسلام ، مسيحيت ، يهوديت ، هندو او د بودايې مذهبونو سرحدونه ختم شې نو په وينايې انسان به لاډير په امنيت اوخوشالى کې ژوندتيرکړې ، دوى دواړو به په شراب خانه کې ناست ؤ اوپرمذهب به يې خبرې کولې ، اوترڅوپورى به چې په هوش کې ؤ هم دايې موضوع وه ، پدې خبروکې غيرمسلم سندرغاړى يوه عجيبه خبره له ځان سره نوټ کړه هغه وليدل مصرى ځوان دخبرو په پيل کې دالله ج ، نبى کريم ص ، او د قرانکريم څخه حوالى ورکولې ، مګر کله به چې يې جام اوچت کړ نود قرانکريم ، الله ج او نبى کريم ص ذکر به يې بند کړ ، اوهغه به بحث نړى والو مذهبونو ته اړاوه ، سندرغاړى به بحث قرانکريم ، اودنبى کريم خواته راوستل غوښتل مګردهغه له خولې څخه به دغه يادتوري نه راوتل ، اودده دغه عادت دومره پوخ ؤ چې د نشې تراخرې بريده د رسيدلو سره هم دهغه په خوله بآندې دغه دوه ټکى نه راتله ، سندغاړى له هغه څخه يوه ورځ پدې اړه وپوښتل اوهغه په عادى حالت کې ؤ اوپه چايو څکلوبوخت ؤ مصرى ځوان دهغه د سوال يو عجيب ځواب ورکړ :
دشرابو څکلو وروسته دهغه ژبه پليته شې اوزه پردغه ناولى ژبه دالله ج ،قرانکريم اود نبى کريم نوم مبارک څنګه واخيستلاى شم ؟؟؟
په بله ورځ ترټولولومړى خوله برش کړم خپله ژبه پاکه کړم اولدې وروسته دالله ج رسول او د قرانکريم ټکي په خوله راولم ، اودا زماد عقيدې او ايمان يوه برخه ده اومسلمان که څومره هم بداو ګوناهګار وي خويادټکي دهغه په زړه کې ضرور شتون لرې .
ياد ټکي ټګي نه ؤ بلکې دغشو په څيرد غيرمسلم سندرغاړي په زړه ولږيدل ، بازار ته ولاړ هغه دقرانکريم يوه ژباړه واخيسته اوپه ويلو يې پيل وکړ ، ترڅوچې يې قران لوسته نوپه هغه کې بدلون رامنځته کيدو تردې چې داسلام په رنګ کې رنګ شو هغه مغربى حليه پريخوله موسيقې چې هغه ورته د خپل روح غذا ويله هم پريخوده ، خپل مذهب يې هم پريخوده او د هدايت په لاره روان شو مسلمان کوم چې په قرطبه ښارکې له هغه سره ؤ وپوښتل په اسلام کې ترټولو ډيرچه پرتايې اغيزه وکړه څه شي ؤ ؟
هغه په خندا ورته ځواب ورکړ : اسلام دهغه په اند دنړۍ يوازينى مذهب دى چې په کليمه طيبه ويلو سره سملاسې دانسان په دننه کې دعقيدې يوه ماڼى اباده کړې اود نړۍ کوم طاقت دغه قلعه نه شې ړنګولي ، مسلمان ظالم کيداشې ، جاهل اوبى ايمان کيداى شې هغه د ژوند له هرشي څخه تيريدلې شې مګر چې کله هم معامله دالله ج قران او نبى کريم مخې ته راشې نو هغه د نړۍ د لويو لويو فرعونيانو سره لاس اوګريوان کيږې اودنړۍ کوم لالچ ،ويره اوکلتورى يلغار دهغوې مخه نه شې ډب کولاى ، اودا ناقابل شکست عنصريوازې په کليمه ويلو سره په مسلمانانوکې منځته راځې ..............
آيا داسې نه ده ؟؟
دبن لادن په څيرجې په اروپاکې يې تعليم کړي ؤ عرب رئيس په ناڅاپى ډول دنړۍ ترټولو لوى باغى جوړشو ، چې د هغې له امله ١٩ ځوانان مخې ته راغلل کوموچې په امريکا او اروپا کې زده کړې کړي وى کوم چې تقريباً دنړۍ د مکروهاتو ښکار ؤ مګر دوى هم په ناڅا پى ډول د ټوين ټاور په څير چاودنه وکړه داټول څه دي ؟؟؟؟؟؟
داد نبى کريم او د قران کريم سره هغه مينه او محبت دى کوم چې د هر مسلمان په زړه کې د سمندر په څير چپى وهې اود نړۍ کوم طاقت دغه مينه نه شې ختمولى ......
ددې طاقت يوه تازه بيلګه :
په ګران هيواد افغانستان کې وګورئ : په ٢١ فبوري ٢٠١٢ دباګرام په هواى ميدان کې دننه څو امريکايې عسکرو دقران کريم څو نسخوته ور واچوه اود هغې ته يې بى احترامي وکړه ، دقران کريم مبارکې پاڼى په باګرام هواى ميدان کې دننه کارکونکو افغانى مزدورانو وليدى هغوى هم پردغه وخت کې غبرګون پيل کړ ، لاريون د ميدان څخه باهر راوواته اوپه دريو ورځوکې په ټول افغانستان کې پيل شو اونن نه يوازى داچې دامريکا ولسمشر ، ددفاع وزير پنيټا ، دبهرنيو چارو وزيره هيلارى کلنټن د افغانى قوم څخه بخنه غواړى بلکې فرانسى او برتانيى خپل د سفارت استازى هم د افغانستان څخه وربللې ، اوداهم وګورئ :
د تيرو لسو کلونو څخه افغانانو د ناټو ځواکونو بريدونه زغملې ، د ګوانتاناموبى زندان يې هم برداشت کړ، دامريکا غلامى يې هم په څه ډول زغملى مګر کله چې هم معامله دقران کريم مخې ته راغله ټول افغانستان له غم او غوصى او بى صبرۍ څخه بى قراره شو لدې امله چې قران کريم او د اسلام نور مقدسات پرمسلمانانو دخپلو ځانونو ، اولادونو ، او عزتونو اوحتى ترهرڅه ورته خپل مقدسات ګران دى ، په افغان پارليمان کې دامريکا مرده باد نعرى اوريدل کيږې ولسمشر حامدکرزى هم د امريکا دغه عمل غندې ، او عام افغانانو بى له کومى ويري ، دڼاټو د عمومى دفتر ، دامريکا ، فرانسي اود ناروے د ايم بيسونو محاصرې وکړې بلکه په قندوس ولايت کې داقوام متحده دفتر ته خلکو اور ورته کړ ،
داټول څه دى اوولي دى ؟؟؟
دايوازي دقران اود رسول کريم سره هغه مينه ده کوم چې د نړۍ يو طاقت هم د مسلمانانو د زړونو څخه نشي ويستلاى ، اوکله چې دا محبت دمسلمانانو په زړونو کې خوزښت وکړى نوبيا د طاقت لوى ، لوى برجونه رانړوي يې بيا دتوتاکرکو ( ابابيل) په څيرد فيلانود لښکرو څخه دعبرت نښآنې جوړوى ...
که چاته باور اويقين نه راځې نو نن دى داسلام پټکى افغانستان ته وګورې چې په چغو ، چغو اعلان کوې چې د کليمه طيبه ويونکى زړه د نبى کريم ص اوقران عظيم الشان دمينې او محبت څخه هيڅکله هم خالى کيداى شې؟
اوپه کوم زړه کې چې ياده مينه او محبت ځاى ولرې نودغه زړه د ډيره وخته پوري څنګه غلام کيداشې ؟
کفارو د اسلام له اولنى ورځې څخه کوښښ پيل کړې ترڅود توحيد رڼا مړه کړې اوهغوې الله ج په دغه ناپاکه کوښښ تل خداى ج شرمولې او ناکام کړيدې اود توحيد رڼا لاهم تورې تيارې رڼاکوې اوله منځه يې وړې اودکفارو زړونه پدې خبره بآندې پړک چاودې اودهغوې ټول تدبيرونه الټه کيږې دقران کريم ساتنه خو الله ج پخپله زيمه وارۍ کې اخيستى ده اوقران کريم داهم اعجازدى چې بغير د تحريرې بڼه څخه د ميليونونو مسلمانانو په زړونو کې شتون لرې ،
ليک :
مسيح الله (عصام)