
د ادیسی ښار د اوکراین جمهوریت یو له ښایسته ښارونو څخه شمیرل
کیږی، ځکه چی د توری بحیری په غاړه
شتون یی د ډیرو سیلانیانو پام ځان ته را اړولی دی . او د ډیرو بهرنیانو
شتون پکی په د دلالت کوی چی د دوی (بهرنیانو) لپاره پکی د ژوند او کار اسانتیاوی نسبت نورو ښارونو ته ښی
دی .
بهرنیان که څه هم ډیره کمه فصیدی به یی په دفاترو کار (وظیفه) لری خو
بیا جمله ډیره فصیدی یی (۷ ، کیلو متره ) عمده بازار په شتون سره د ځان لپاره کار او روزګار پیدا کړی دی ، که څه
هم په دغه عمده بازار کی د کار شرایط ( په اوړی کی
ډیره ګرمی او په ژمی کی ډیر ساړه ) د انسانیت له
شرایطو سره سم نه دی خو بیا هم هر چا خپل کار ته اوږه ورکړی ، زحمت ګالی او خپل
کار کوی ، له دغو بهرنیانو له جملی څخه هغه . افغانان چی ډیره فیصدی یی ( هغه چی په اوکراین هیواد کی اوسیږی ) نسبت له نورو ښارونو څخه د ادیسی په ښار کی ډیر میشته دی.
د افغانانو وطن ( افغانستان ) که څه هم د جنګ او د پردو
اډیالوژیو د سیاست میدان ګرځیدلی دی ، مګر هر وخت چی افغانان له خپل ګران وطن څخه جلا شوی دی ، مګر بیا یی هم په جلا وطنۍ
کی خپل کلتور ، دین او مذهب نه دی هیر کړی ،
د اوکراین جمهوریت د ادیسی په ښار کی مسافر افغانان خپل کلتوری مرکزونه لری
، چی د اخترونو لمانځل ، د ازادۍ ورځی لمانځل ، اود نوی کال ورځی لمانځل یی ښی بیلګی کیدای شی ، او
همدارنګه د خپلو (د سر سړو لمانځلو کی ) هم چوپ نه دی پاتی شوی ، او د ادب په ډګر کی هم ښی لاس ته راوړنی لری چی
د ( د ادیسی ادبی ټولنه ) په نوم یوه ادبی ټولنه لری ، چی
د ځوان کهول ګړندۍ هڅی یی د ستایلو وړ دی ، چی د دغه ځوان کهول د لاسته راوړنو ښه
بیلګه یی د ادیسی ښار ته د ښاغلی شاعر او لیکوال ( عبدالباری جهانی ) سره د ( دویم ادبی ماښام ) غونډه چی د دوستۍ فونډ په مادی او معنوی کومک سره ترتیب شوی وه فعاله
ونډه یی ښه انځورګری ده .
افغانان هر چیری افغانان پاتی
شوی دی ، خپلی عقیدی (د اسلام دین ) ته ډیر ټنګ او وفادار پاتی شوی دی ، دوی دلته د دادیسی په ښار کی دوه
جوماتونه لری ، افغانانو که څه هم له دی مخکی له نورو مسلمانو ملتونو سره د دوی په
جوماتونو کی لمانځونه کول خو اوس بیا دوه جوماتونه لری ، که څه هم یو جومات یی په
کرایه نیولی دی ، خو دوهم جومات چی د (افغان پامیر ) په نوم سره یادیږی ، زموږ یوه افغان ورور په خپل شخصی لګښت سره جوړ کړی
دی ، له دغه افغان ورور ځینی می څو پوښتنی کړی دی چی په ډیره مینه او ورین تندی یی
راته ځواب کړی له تاسو محترمو لوستونکو سره یی شریکوم .
۱ـ محترم حاجی صیب محمد رسول (مفتون ) هغه کوم
احساس و چی تاسی یی دیته وهڅولی چی په خپل شخصی لګښت سره خپلو افغانانو وروڼو ته
جومات جوړ کړۍ ؟
زه په خپله
تقریبآ دیرش کاله کیږی چی د اوکراین په هیواد کی اوسیږم ، زموږ یو تعداد
پخوانی محصلین او زموږ نوی راغلی مسافر وروڼه چی د اوکراین هیواد د ادیسی ښار ته
راغلی او دلته میشته دی ، نو یوه وجه یی دا هم وه چی ما د احساس وکړ چی موږ
افغانان باید خپل جومات ولرو ، نو ځکه ما د دی جومات جوړولو ته ملا وتړله او جومات
مو جوړ کړ چی نن ورځ تاسی هم د دی شاهد یاستۍ چی زموږ افغانان وروڼه دلته د عبادت
لپاره راځی .
او بله وجه یی زموږ د کورنۍ خبره هم کیدای شی چی
زما په وطن کی ماما چی ( عبدالله جان )
نومیده خپله شخصی ځمکه یی د جومات لپاره وقف کړه او تر ننه هغه جومات د
عبدالله جان په نوم سره یادیږی ، او نن زه هم د هغی مفکوری له تاثیره د خپل فامیل په پله روان
یم ، او دا د شکر ځای دی د چی موږ نن خپل
جومات لرو .
۲- محترم حاجی صیب محمد رسول (مفتون ) زه خبر شوی یم چی دغه جومات چی تاسی په
شخصی لګښت سره جوړ کړی دی خپلو افغانانو وروڼو ته په معنوی لحاظ اهدا کړی دی ؟
که څه هم د جومات په جوړولو زه له بعضو اقتصادی
ستونزو سره مخامخ هم شوم دیته اړ شوم چی خپل دوکان ورته خرڅ کړم ، مګر هغه څه چی زما
لپاره د خوښی وړ و هغه د جومات جوړول او بیا د عبادت لپاره ټولو افغانانو وروڼو ته
هغه چی د ادیسی په ښار کی اوسیږی د دوی راتګ او دلته د دوی عبادت زما لپاره د
افتخار ځای و نو ځکه زه دغه جومات دوی ته په معنوی لحاظ اهدا کوم .
۳- محترم حاجی صیب محمد رسول ( مفتون ) په اخیر کی
تاسی محترمو مسافرو افغانانو وروڼو ته څه پیغام لرۍ ؟
زما پیغام خپلو ټولو افغانانو
وروڼو ته دا دی چی موږ (افغانان ) چی هر چیری و باید باید خپل کلتور ، مذهب ، او ملی عنانات هیر نکړو ، او
د یوالی په لور خپل ګامونه پورته کړو ، او خپل افغانیت په هر ځای کی په اثبات
ورسوو ، او هغه افغانان وروڼه چی د ادیسی په ښار کی اوسیږی یو ځل بیا بلنه ورکوم چی ( افغان پامیر جومات ) ستاسو خپل جومات
دی او تاسی بغیر د کوم قید او شرطه کولی شۍ چی استفاده ورځینی وکړی .
نوره بیا ...........
هلمند (پردیس)
د ادیسی ادبی ټولنه