امریکا په افغانستان کې له شرط پرته سل کلن شتون غواړي

د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې له افغانستان څخه خپاره شوي راپورونه ددغه هیواد  دملي امنیت شورا، مشر رنګین داد فر سپنتا  له قوله ویلي چې دستراتژیک تړون په هکله دامریکا او افغانستان خبرې اترې د یوشمیر مسایلو له امله  ځنډيدلې او له یوډول بندون سره مخامخ شوي دي .
دافغانستان دملي امنیت  دشورا مشر رنګین دادفر سپنتا ته نږدې سرچینو ویلي دي امریکا غواړي په بګرام، شورابک، سالارنو، شین ډنډ او مزارشریف  سیمو کې چې په پروان ، قندهار، خوست او هرات ولایتونو کښې پرتې دي پوځي اډې ولري او تر سلو (۱۰۰) کلونو پورې له دغو پوځي اډو دخپلې خاورې په توګه دهر ډول فعالیتونو لپاره کار واخلي .
ددغه راپور پراساس دافغانستان دولت په دغه هیواد کې دامریکا له اوږد مهاله شتون سره موافقت کړی دی، خو دغه خبره نه مني چې امریکایان په افغانستان کې له پوځي اډو خپل سیاستونه او پروګرامونه تعقیب کړي چې دافغانستان کورنۍ امنیت او دګاونډیو هیوادونو امنیت په خطر کې واچوي .
دویلو  ده کابو دوه کاله کیږي چې دامریکا او افغانستان دحکومتونو ترمینځ دستراتژیک تړون دلاسلیک کیدا په اړه خبرې روانې دي او امریکا هڅه کوله دافغانستان د ولسمشر کرزي  دولت په پټه او له جنجال پرته له  ولسمشر باراک اوباما سره ستراتژیک تړون لاسلیک کړي، خو دافغانستان ولسمشر کرزي دامریکا دغه خبره ونه منله  او هغه دغه مسله لویې جرګې ته په وړاندې کولو سره دهیواد دغه ستره موضوع علماو، سپین ږیرو او دقومونو مشرانو ته وړاندې کړه چې په دې اړه په تیر میلادي کال کې په نومبر میاشت کې لویه جرګه هم وشوه .
دافغانستان لویې جرګې  د خپلې غونډې په پاې کې په ۷۶ مادیزې بیانیې کې له امریکا سره دستراتژیک تړون د لاسلیک کولو لپاره شرایطونه وړاندې کړل چې پکې ټینګار شوی وو چې امریکا باید دافغانستان دملي واکمنۍ احترام وکړي او ګاونډي هیوادونه باید دافغانستان له خاورې  ونه ګواښل شي .
دامریکا پوځي مرکزونه باید دافغانستان له طبیعي سرچینو، ښاري سیمو او ابادۍ څخه لرې وي او دشپې  مهال دامریکا دعسکرو خپل سري عملیات باید بند شي او هغه زندانونه چې امریکا جوړ کړي دي باید  دافغانستان حکومت ته وسپارل شي چې داډول شرطونه امریکا ته دمنلو وړنه دي او امریکا غواړي له هرډول شرط پرته په افغانستان کې شتون ولري .
دامریکا لخوا ددغو خبرو نه منل سبب شوي چې دافغانستان حکومت هم دامریکا خبره ونه مني چې دغه شرمونکی تړون چې دکاپیټالاسیون تړون ښکاره نښه ده لاس لیک کړي .
په هر حال امریکا په بیلابیلو رودو سره په افغانستان دباو راولي چې دکابل حکومت ددغه ستراتژیک تړون لاسلیک کولو ته اړکړي خو امریکایان حاضر دمه په افغانستان کې بد شرایط لري .
دافغانستان هغه خلک چې تراوسه یې په هیواد کې دامریکا دعسکرو شتون ته لږ شان ګروهنه لرله دامریکا دعسکرو لخوا دقران کریم د بیا بیا سپکاوي په خاطر هغوی په خپل هیواد کې دامریکاله پوځي شتون سره مخالف شوي دي .
په افغانستان کې دقران کریم دسوزولو دپیښې په اړه دافغانستان دتحقیق پلاوي دامریکا عسکر  مجرم پیژندلي دي او ویلي یې دي دامریکا عسکرو په قصدي ډول قران مجیدونه سوځولي دي .
دافغانستان دتحقیق پلاوي  له بګرام څخه دامریکا د عسکرو د وتلو او دافغانستان عسکرو ته دبګرام دهوايي اډې دسپارلو او دافغانستان داساسي قانون پراساس دقران کریم دسپکاوي مجرمانو ته دسزا د ورکولو غوښتنه کړي ده .
دافغانستان د پارلمان ډېری غړي او ډير خلک په افغانستان کې دامریکا   له پوځي اډو سره دمخالفت په ترڅ کې وايي تراوسه په افغانستان کې  دامریکا دعسکرو روا والی تر پوښتنې لاندې دی امریکا  په افغانستان کې پراخ جنایتونه کوي او که چیرې  امریکا سبا روا والی هم لاس ته راوړي، نو جنایتونه به یې څو چنده ډېر شي  .


 
 

عاشق حسین طوري