
د زمري په ۲۸ نيټه د افغانستان د خپلواکۍ له ۹۳ کلیزې سره سمون خوري.
۹۲ کاله وړاندې د ۱۲۹۸ هجري لمریز کال د اسدیازمري په ۲۸ نیټه چې د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګست له ۱۹ نیټې سره سمون خوري، د افغانستان کړیدلي هیواد د انګلستان له نیواکه خپلواکي ترلاسه کړه، او ا وس په داسې حال کې دافغانستان خلک د خپل هیوادد خپلواکۍ جشن جوړوي چې د افغانستان په واټونو او کوڅو کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د بوټانو غږونه اوریدل کیږي .
نه یواځې دا بلکې له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو دړندو بمباریو اوله بلې خوا د طالبانو ځان وژونکو بریدونو غږونه دانسان غوږونه کاڼه کوي، او د دواړو له لوري بې ګناه او بې دفاع افغانان وژل کیږي .
د افغانستان د خپلواکۍ په ا ړه چې ددې هېواد خلک یې تل په خاطر جنګیدلي، او قربانۍ یې ورکړي، خو د هغه خوږ خوند یې نه دی څکلی.
دلته که چیرې یو څه تاریخ ته کتنه وکړو او یوه پیړۍ وړاندې ته وګرځو، نو ګورو چې ، انګلیسان په ۱۸۹۳ میلادي کال کې د سیمې زیاتره هیوادونه نیولي وو، او ویې غوښتل چې افغانستان هم په خپل واک کې راولي .
په همدې کال کې افغانستان ته ورغلل او شاه شجاع یې دقدرت په ګدۍ کیناوه، هغه په ظاهره د هیواد پاچاه و، خو په حقیقت کې ټولې چارې دانګلیسانو په واک کې وې.
خو د افغانستان خلک چې عادت نلري د پردیو په سلطې کې ژوند وکړي، نو د انګلیسانو پر خلاف یې هم سخت پاڅون وکړ، او په سختې میړانې وجنګیدل.
په زرګونو انګلیسي پوځيان ووژل شول، او انګلیسان تیښتې ته مجبوره شو، او شاه شجاع هم د مجاهدینو له لوري ووژل شو.
خو انګلیستانیانو چې ځان نړیوال قدرت باله او فکر یې کاوه چې لمر یې په نیواکي ټاټوبو کې نه پریوځي، له یوه کوچني هیواده دغه ماته ونه زغمله، نو له دې کبله لاس په کار و او شیطانت یې کاوه، تر دې چې څو دیرش کاله وروسته، په ۱۸۷۸ میلادي کال کې یې یو ځل بیا پر افغانستان برید وکړ، او په ۱۸۸۰ میلادي کال کې یې یو ځل بیا له افغانانو سخته ماته وخوړه .
یواځې دکندهار ولایت په میوند سیمې کې د انګلستان ۱۲ زره ځواکونه هلاک شول چې دلته بده نه ده چې د دغه جګړې یوه کیسه تیره کړو:
کله چې انګلیسي ځواکونو د جنګ په ډګر کې په افغانانو سخت دباو وارد کړی و، او شاتګ ته یې مجبوره کړي وو، او ډګر د دښمن په ګته و، د ملالۍ په نامه یوې مېړنۍ افغانې میرمنې دیوې لنډۍ په لوستلو سره ویاړمنه کارنامه وپنځوله، او د ماته خوړلو افغانانو په تن کې یې نوې روح ور پوه کړ او دهغوی ماته یې د نیواګرو دښمنانو په مقابل کې په بریالیتوب بدله کړه.
د جولای ۲۷ مې له ماسپښین وروسته جګړې په لړ کې چې د میوند دښته د سختې ګرمۍ له امله د پښ نغري ته ورته وه او په داسې حال کې چې انګریزانو د سردار محمد ایوب خان په مشرۍ افغاني لښکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه د ملالۍ په نوم یوې پیغلې چې د اوبو له منګي سره یې افغان غازیانو ته اوبه ورکولې ناڅاپه یې سترګې په افغان بیرغ ولګیدې چې د دوښمن په مرمۍ ولګید او بیرغ یې له لاسه په ځمکه ولوید پیغلې ملالۍ د اوبو منګۍ په ځمکه کیښود ، په منډه ورغله او د افغان غازیانو بیرغ یې بیا لوړ کړ او ویې رپاوه او په لوړ آوازیې دا لنډۍ وویله
که په میوند کې شهید نه شوې
خدای ږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
افغان غازیانو چې د ملي بیرغ په خوځولو سره د دښمن پر وړاندې د مقاومت او دریدا چیغه د یوې ځوانې پیغلې له خوا واوریده افغاني غیرت یې را وپارید او د غیرت او مبارزې وینه یې په رګو کې په جوش راغله د مرګ له ویرې پرته له خپلو سنګرونو را ووتل او په دوښمن یې یرغل ورووړ په داسې حال کې چې د دښمن توپونو افغان غازیان لکه د مني د و نو پاڼې تویول او د میوند دښتې په ځمکه یې غورځول خو هغوی د دوښمن د سنګرونو تر نیولو پورې په ډیره میړانه په مخ لاړل .
انګریزانو چې د افغانانو دا همت او میړانه ولیده له خپلو سنګرونو یې پښې سپکې کړې او برئ د افغان غازیانو په برخه شو .
په دې جګړه کې د دوښمن کابو ۱۲۰۰۰ کسان د افغان مبارزینو تر تورو لاندې ووژل شول .
په هر حال له ماتې وروسته انګریزان په دې پوه شول چې نور په مستقیم ډول نه شي کولای یو هیواد تر خپل ښکیلاک او نیواک لاندې راولي او باید په غیر مستقیم ډول افغانستان تر خپل کنترول لاندې راولي او همدا وه چې له امیر عبدالرحمن سره ېې پټ تړون وکړ او هغه ېې واک ته ورساوه په دې شرط که انګریزان افغانستان پریږدي نو عبدالرحمن به د افغانستان پاچا ټاکل کیږي خوهغه به یواځې د افغانستان په کورنیو چاروکې واک لري او په بهرنیو چارو کې به واک د انګریزانو وي .
په داسی حال کې چې افغان ملت له دې شرموونکي تړون هیڅ خبر نه ؤ .
د انګریزانو او عبد الرحمن پړاو له ۱۸۸۰ تر ۱۹۰۱ کاله دوام وکړ چې دا د انګریزانو غیر مستقیم ښکیلاک ؤ.
انګریزانو له عبد الرحمن وروسته د هغه زوی امیر حبیب الله واک ته ورساوه .
د امیر حبیب الله خان په پړاو کې هم چې له ۱۹۰۱ تر ۱۹۱۹ کاله ېې دوام وکړ پر افغانستان په غیر مستقیم ډول انګریزان واکمن ؤ خو په دې پړاو کې مشروطه غوښتونکي هم بې کاره ناست نه ؤ او د خپل هیواد د خپلواکۍ لپاره ېې په پاڅون لاس پورې کړ امیر حبیبالله خان د ۱۹۱۹ م کال د فبروري په میاشت کې د لغمان په کله ګوشت سیمه کې په خپله خیمه کې ووژل شو .
او غازي امان الله خان چې د پاڅون مشري ېې په غاړه درلوده د ۱۲۹۸ ه ل کال د کب په میاشت کې د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان کړه او انګریزانو ته ېې وویل چې نور په هیڅ صورت ستاسو قیمومیت یا سرپرستي نه منم او که تاسو وغواړۍ د افغانستان ښکیلاک ته دوام ورکړۍ نو موږ اړ یو چې د خپلو ځانونو او سرونو په بیه له خپل هیواد څخه دفاع وکړوهماغه ؤ چې د انګریزانو او افغانانو دریمه جګړه هم رامنځ ته شوه .په دې جګړه کې هم د دوه نورو جګړو په څیر انګریزانو سخته ماتې وخوړه
او افغانستان ته له خپلواکۍ ورکولو پرته ورته بله چاره پاتې نه شوه .
په دې توګه د ۱۲۹۸ ه ل کال د زمري په ۲۸مه افغانستان خپله خپلواکي اعلان کړه .
البته د افغانستان خلکو له دې وروسته هم د بشپړې خپلواکې خوند وانه خیست . د انګریزانو له خوا ډول ډول دسیسې په لاره واچول شوې چې په پایله کې د حبیب الله کلکاني په مشرۍ چې په بچه سقاو مشهور ؤ د امان الله په وړاندې پاڅون وشو.
امان الله خان هم اروپا ته وتښتید.
باید وویل شي چې امان الله خان هم یوه تیروتنه وکړه چې اروپا ته په سفر سره د لودیځ کلتور تر اغیز لاندې راغئ او دا فکر ورسره شو چې د لودیځ له کلتور خپلولو پرته د یوه هیواد پرمختګ ممکن نه دئ همداراز د ترکېې سیکولر رهبر کمال اتاتورک هم لودیځ کلتور ته د ګروهنې لپاره امان الله خان ته توصیه کړې وه .
د امان الله خان دا ګروهنه هم د هغه په وړاندې د پاڅون یو لامل ؤ د سقاو زوی هم داسې یو څوک نه ؤ چې د هیواد د اداره کولو صلاحیت ولري یو شمیر وايي چې یو غل او بدماش ؤ چې د خپلې ډلې په مټ ېې بدماشي کوله خو یو شمیر نور بیا وايي چې یو اسلام دوسته انسان ؤچې ځانته ېې د خدای د دین خادم ویل له همدې مخې د امان الله خان د احتمالي اصلاحاتو په مخ کې چې له لودیځه ېې سر چینه اخیسته ودرید .
البته انګریزان په هغه پسې ولاړ ؤ خو د هغه پړاو هم ډیر زر پای ته ورسید له هغې وروسته نادر شاه او ظاهر شاه د انګریزانو په ملاتړ واک ته ورسیدل چې د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د هغه د تره زوی سردار داود خان کودتا وکړه .
د دواود له پړاو وروسته کمونیستي حکومتونه یو په بل پسې ادل بدل شول دا هغه وخت ؤ چې له یوې خوا شوروي او له بلې خوا امریکا چې ځان ېې د انګریزانو میراث خور باله د قضېې تر شاه ؤ .
امریکا هم په دې راضي وه چې شورویان د افغانستان په دام کې راګیر کړي .چې په دې کار کې بریالۍ هم شوه .شوروي ۱۲ کاله له افغان مجاهدینو سره لاس او ګریوان وؤ تر هغې چې ماته ېې وخوړه او دړۍ وړې شو . مجاهدینو چې د شوروي په څیر زبر ځواک ېې په ګونډو کړئ ؤ یو د بل په ګریوانو کې ېې لاسونه واچول
امریکا په افغانستان کې خپل منځي جګړې ته لا نوره هم لمن ووهله تر څو ونه کړی شي چې یو اسلامي حکومت جوړ کړي .
له هغې وروسته ؤ چې امریکا د نړۍ د یواځني ابر قدرت هوس په سر واخیسته او د ۱۱ سپتمبر له سناریو وروسته ېې عملي ګامونه پورته کړل په ۲۰۰۱ م کال کې ېې د ترهګرۍ په پلمه په افغانستان برید وکړ خو هغه هم د شوروي په څیر په دې تلک کې ونښته او دادئ اوس ۱۰ کاله کیږي چې د زور وینې دا جګړه دوام لري ترهګري نه یواځې دا چې له منځه لاړه نه شوه بلکې لا پیاوړې شوه .
سره له دې چې افغانسنتان د حکومت او مقننه قوې درلودونکي دئ خو تر اوسه په دې هیواد کې هیڅ کوم دیموکراتیک اقدام نه دئ شوئ .
د کرزي ولس مشري هم یواځې نمایشي بڼه لري .
اوس دا پوښتنه مطرح ده چې د افغانستان له خپلواکۍ څخه د ۹۲ کلو په تیریدو سره آیا اوس هم افغانستان ته خپلواک هیواد ویلي شو.
عاشق حسین طوري