طالبان: د افغانستان او امريکا تر مينځ هر ډول تړون بې ارزښته او نه اجراکيدونکی دی

 

 
د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې د طالبانوویندويي ذبیح الله مجاهد د کابل او واشنګټن تر مینځ د ستراتیژیک تړون موضوع ملنډه کړه او ویې ویل امریکا ددې لپاره په افغانستان لښکر کشۍ وکړي چې په دغه هیواد کې په نفوذ سره سیمه او د سیمې نور هیوادونه وګواښي او خپلي ستراتیژیکې ګټې تامین کړي . خو د افغانانو سخت مقاومت تراوسه دا اجازه نه ده ورکړي چې د امریکا دغه خوب پوره شي او دواشنګټن ټول پروګرامونه ګډوډ شوي دي ، د افغانستان جنګ اوږد او ستړی کیدونکی شوی او امریکایي ځواک نور د دغه جنګ د دوام وس، جرات او قدرت نلري .
د هغه په وینا د افغانستان د جنګ دوام ددې لامل شوی چې امریکا له ستر اقتصادي ناورین سره مخ شي او خپل نړیوال اعتبار له لاسه ورکړی ، له دې کبله غواړي د افغانستان په حکومت یو داسي تړون وروتپي چې د هغې له مخې خپلو ماتې خوړلیو پوځیانو ته روحیه ورکړي او هم خپل له لاسه تللی اعتبار او حیثیت بیا ومومي . خو طالبان یو واربیا امریکا او افغان حکومت ته خبرداری ورکوي چې دغه ډول تړونونه هیڅ ملي ارزښت نلري ، افغانان هغه په کلکه ردوي او امریکا به هغه خوب له ځان سره ګور ته یوسي چې د افغانستان لپاره یې لیدلی دی . 
ددغه راپور له مخې د طالبانو ویندويي ذبیح الله مجاهد د افغانستان دولسي جرګي د غړي میرمن هما سلطانې ددغه څرګندونو په باب چې ویلي یې دي د طالبانومشر ملامحمد عمر د دې په کور کې میلمه دی او د افغانستان له حکومت سره خبرو اترو ته تیار دی وویل دغه موضوع لا مخکې د طالبانو لخوا رد شوي او دغه څرګندونې یې د طالبانو د روحيي د ګډوډولو لپاره په کابل کې د ځینو لویدیځو هیوادونو د سفارتونو هڅه بللي ده . 
مجاهد وویل د افغانستان د ولسي جرګي غړي هما سلطانې په کابل کې د لویدیځ د یوه سفارت لخوا ددې کارلپاره ګمارل شوي ده . 
ددغه راپور له مخې په فرانسه کې میشت دسیمې د مسئلو کارپيژاندې ډاکټر محمد اکبر وردګ هم له رسنيوسره په مرکه کې د کابل او واشنګټن تر مینځ د ستراتیژيک تړون په اړه وویل امریکا له ماتې د تيښتې، د خپلو پوځیانو د زیاتو مرګ ژوبلو د مخنیوې اوپه افغانستان کې یې د خپلو لګښتونو د کمولو لپاره په کابل زور اچولی دی له واشنګټن سره یو تړون لاسلیک کړي ، څو ددغه تړون پر اساس امریکا په افغانستان کې خپل پوځيان کم کړي او کم شیمر په دغه هیواد کې په خپلو اډو کې وساتي او روان جنګ د افغانانو تر مینځ په یو کورنې جنګ بدل کړي . 
د هغه په وینا که د کابل اواشنګټن تر مینځ هر تړون لاسلیک شي ، ملي ارزښت به نلري ، ځکه د افغانستان ملت له دغه ډول یو شرموونکې تړون سره چې کاپیتالاسیون ته ورته دی سخت مخالف دي . 
د وردګ په اند دغه ډول تړون به ددې لامل شي چې د امریکا په وړاندې مقاومت لا پیاوړی شي ، خلک د امریکا په مخالفینو بدل شي او د امریکا پر ضد یو ولسي پاڅون وشي