
زه نه غواړم چه د دیورند د
کرښی په حقوقی اړخ باندی خبری وکړم . پدغه برخه کی افغانی پوهانو په کافی اندازه څیړني او بحثونه کړی دي .
غواړم د دي موضوع ارزونه د افغانستان، سیمی او نړی په اوسنی سیاسی چاپیریال
کی وکړم .
افغانستان:
د افغانستان د ننه د دیورند د
کرښی د پروبلم د حل په اړه د حکومت او د ولس دریځ په مختلفو مواردو کی سره
توپير لری۔
الف . حکومت: افغانستان مرکزی
ملی واکمنی نلری. د افغانستان د بهرنی سیاست استقامت د نړیوال نظامی ائتلاف ( ن۔ ن۔ ا۔) له خوا ټاکل کیږی.
د دي کبله چه د افغانستان
اوسنی بی وسی حکومت د دیورند د دواړو خواوو د قبایلی سیمو د وسله وال مقاومت تر
ګوزارونو لاندی دی او ولسی ملاتړ نلری نو په هیڅ ډول د دیورند د کرښی په اړه ټینګ، ملی او د ولس د
ملاتړ نه برخمن دریځ نشی نیولی .
د دری راتلونکو کلونو په ترڅ کی چه
ن۔ ن۔ ا۔ په افغانستان کی حضور لری، په کافی اندازه وخت لرو
چه
د یو ملی، مرکزی او پیاوړی حکومت چه د ن۔ ن۔ ا سره په مساوی حقوقی دریځ کی قرار ولری، خاوند شو . د ملی
حکومت په جوړیدو سره د دیورند کرښي ، داسی د حل لاری راپیدا کيداي شی چه د افغانستان او پاکستان ګټی په کی خوندی ویِ۔
کله چه موږ د افغانستان د ننه
د یوه مرکزی پیاوړی حکومت د جوړیدو نه خبری کوومعنی یی داده چه له یوی
خوا وسله وال مقاومت د نوی واکمنی نه ملاتړ وکی یعنی جګړه پای ته ورسیږی او له بلی خوا ټول موازی حکومتونه چه د خصوصی
امنیتی کمپنیو، انجيو ګانو،
او
سیمه ایزوقومي پولیسو له طرفه د مرکزی
حکومت
د اتوریته په وړاندی چلنج جوړوی، منحل شی.
سره له دي چه اوسني افغانی کمزوری حکومت د هیواد د
بهرنی سیاست د ټولو اړخونو د تنظیم صلاحیت
نلری
خو د لر او برو ولسونو تر منځ په فرهنګی، مذهبی او تبلیغاتی
ساحاتو کی
د اړیکو د ټینګیدو دنده سر ته رسولی شی .
ب . ولس: د افغانانو په منځ
کی د دیورند د کرښی د قضیی د سوله ایز حل پلویان ډيري پښتانه دی چه د
دیورند د کرښی په دواړو خواوو کی اوسیږی او د افغانستان د اوسنی واکمنی سره په جګړه کی بوخت دي.
په افغانستان کی د قامی او
مذهبی لږکیو لکه تاجکانو او هزارګانو یوه برخه د مختلفو دلایلو په
بنسټ باندی د دیورند د کرښی د داعیی په وړاندی بیتفاوته یا متردد دریځ لری. د مثال په توګه
ځینی تاجکان چه د فارسی فرهنګ او سیاست تر اغیز لاندی راغلي دي د دیورند د کرښی د حذفولو سره، چه په ترڅ کی یی په ټولنه کی د پښتنو قومی او ورسره سیاسی وزنه زیاتیږی، ملی ضد دریځ لری۔
د هزارګانو یوه برخه چه د ایران د سیمه
ایز ستراتژی د لاسوند په توګه کارول کیږی ، د دیورند د دواړو خواوو
ولسونو یو ځای کیدل د سنی مذهب د نفوذ و د زیاتوالی لامل
ګنی او ورسره موافق نه ښکاری.
په هرحال ! د نیمی پیړی
راهیسی د دیورند معضله د افغانستان د بهرنی سیاست په اجندآ کی ځای موندلی او په یوه ملی داعیه
بدله شویده.
کله چه موږ په افغانستان کی د
بهرنیانو حضور د دوی د ستراتيژیکو موخو په چوکات کی، چه په کی افغانی
لوری ته د خپلو ګټو د دفاع حق ندی ورکړل شوی، وڅیړو د دیورند د معضلی په اړه د ( ن۔ ن۔ ا ) د دریځ په وړاندی
شکمن کیږو . دلته د افغانستان د سلامتیا
په وړاندی د توطئی د تیوری احتمال
مطرح
کیږی چه په کی ځینی، په پردیو باندی خرڅ
شوی غیر پښتني، سیاسی کړی هم لاس لرلی شی.
نوموړی کړی پښتانه دي ته تشویقوی چه د دیورند د داعیی په محور
باندی راغونډ شی، تر څو چه په سويل کی د پښتنو د پاره د یو مرکزیت د جوړیدو په موازاتو
کی، دوی وکولای شی د هیواد په شمال کی
د بهرنیانو په ملاتړ د قومی لږکیو د پاره بل محوریت جوړ کړی . پدی ترتیب
باندی د افغانستان سلامتیا تر ګواښ لاندی راوستل کیږی .
تیر میاشت په برلین کی د ځینو
هیواد دشمنو کسانو د غوندی په وړاندی د افغانانو د ملی جذباتو نه دک غبرګون ، د
توطیی تیوری له ماتی سره مخ کړ .
د سیمی د هیوادونو دریځ:
پاکستان: د پاکستان ځینی اسلامی
ګوندونه د هغی جملی نه جمعیت العلمای اسلام پاکستان چه د نظام په ننه حل او
هضم شوی او د ګڼ شمیر دینی مدارسو
اداری چاری په لاس کی لری ، د دینی مدارسو طالبان د اسلامی انترناسیونالیزم تر
جذباتو لاندی روزی تر څو چه په سیمه ایزو منازعاتو کی یی د اسلام د لشکر په
حیث وکاروی۔
پاکستانی چارواکي او ځینی مذهبی مشران پدغه موضوع باندی، چه د دینی مدارسو شاګردان باید د نړیوال جهاد د
ضوابطو سره سمبال شی تر څو چه د افغانستان او هندی کشمیر په جبهاتو کی د جګړی
انګیزه ورسره وی، ګډ دریځ لری۔
د پاکستان یو شمیر اسلامی ګوندونه د « دیوبند » د مکتب
د مریدانو په حیث د بیلتانه ټولی هغه کرښی ردوی چه د
ناسیونالیزم او قام تر نامه لاندی اسلامی نړی سره بیلوی . د همدغه اصل په بنسټ باندی پاکستانی چارواکي مذهبی ګوندونه د پښتنو او
بلوڅو د ملی ګرا ګوندونو په ضد کاروی او د ځینی اسلامی ګوندونو د
دریځ نه
دیورند کرښی ته د عالم اسلام د جلاوالی اوبیلتون په سترګه ګوری. افغانستان او هندی
کشمیردار الحرب ګڼی۔
په دي دری وروستیو لسیزو کی افغانان او افغانستان د
پاکستان له خوا د یرغلګرو په وړاندی د مقدمی
جبهی په حیث استعمال شوی دی . په ډاګه ویلی شو چه دومره چه
افغانانو د پاکستان د ساتنی په مقصد قربانی ورکړی پاکستانیانو نده ورکړی. په بل عبارت
څومره چه
پاکستان د افغانانو د جهاد او قربانی نه د خپلو ګټو د تامین په مقصد کار اخیستی ده افغانانو ندی اخیستی . البته د دی نه هم
انکار کولاي نشو چه د مهاجمینو په وړاندی دواړه ګاونډی هیوادونه ګډ دریځ لری۔
د مقاومت، جهاد او مهاجرت بیساری
تحرکات په عملی بڼه د دیورند د کرښی د له منځه وړو لامل شویدی۔
ایران: سره له دی چه ایران د دیورند د معضلی
په اړه خپل رسمی دریځ ندی څرګند کړی، خو د افغانانو په ګته د دیورند د کرښی د معضلی د سوله ایز حل سره د ایران په ګاونډیتوب کی یو لوی او پیاوړی افغانستان رامنځته
کیږی چه د یو ګاوندی د جنجال نه د خلاصیدو نه وروسته ، پام د هلمند اوبو کنترول
خواته اړوی . د ساست په دګر کی د دغه تریخ واقعیت په نظر کی
نیولو سره چه هیڅ هیواد نه غواړی چه یو پیاوړی او ځواکمن ګاونډی ولری، ایران باید د
دیورند د داعیی سره مخالف دریځ ولری.
خو که د دیورند د پروبلم په
سر باندی د افغانستان او پاکستان تر منځ شخړه د دی لامل وګرځی چه د پاکستان د
خاوری نه افغانستان خواته ترانزیتی لاری بندی شی، افغانستان ایران ته اړ
کیږی.
ایران کولی شی چه د افغانی اړخ د اړتیاو نه د افغانستان په وړاندی د یوه سیاسی
فشار په توګه ګټه پورته کړی.
هندوستان: هندوستان د دیورند
د کرښی د پروبلم په موضوع باندی د افغانستان د دریځ نه ملاتړ کوی. هندوستان د
دیورند معضله د پاکستان په وړاندی د فشار د لاسوند په ډول استعمالوی.
د افغانستان د دری لسیزو په جګړه کی چه په کی
جهادی کړی
یو اړخ وو ، هندوستان د جګړی نه پدی مقصد باندی ګته پورته کړی چه د کشمیر په
جبهو کی د جهادیانو فشار کم شی . په بل عبارت کله چه هندوستان د دیورند د جنجال په
اړوند
د افغانستان څنګ ته دریږی، غواړی یوی خوا افغانان خوشاله وساتی او له بلی خوا د لر او بر په قبایلی سیمو کی د
جګړی
د اور په بل ساتلو سره د جهادیانو پام د کشمیر د جګړی نه بلی خواته راواړوی.
په اوسنیو شرایطو کی د
هندوستان دریز سره له دی چه تکتیکی بنه ولری د افغانستان په ګته تمامیږی.
پدی شرط باندی چه افغانی لوری د خپل ګتی د دفاع په خاطر واک ولری .
د نړیوال نظامی ائتلاف ستراتژیک پلان:
اوسمهال په سیمه کی د دیورند
کرښه د ناتو په ستراتژیک پلان کی مطرح
شویده. د نوموړی پلان په
تنظیم او تطبیق کی افغانی لوری نه يوازی رول نلری بلکه دا احتمال شته چه د سیمی په
ستراتژیک معاملاتو کی د نه ګدون په سبب د بی وسی افغانستان په سر باندی
معامله وشی.
د همدغه مقصد د پاره د یوه لسیزی راهیسی د افغانستان د سلامتیا ضامن، پیاوړی قومی ځواک تر، ګوزارونو لاندی نیول شوی او اوسنی حکومت کمزوری ساتل شوی دی.
همدغی موخی ته د رسیدو د پاره د واحد افغانستان
ځینی ضد سیاسی
کړیو
په
واکمنی د ننه او د باندی د ( ن۔ ن۔ ا) له خوا سیاسی، پولی او تبلیغاتی ملاتړ کیده ۔
په افغانستان کی د ځینو والیانو او د زون قوماندانانو د ناتو له خوا ټاکل او د مرکزی حکومت په وړاندی د
هغوي استعمال په وجهه. دا احتمال هم شته
چه په هره اندازه چه د دیورند معضله د دغسی حل خواته رانږدی کيږي چه د( ن۔ ن۔ ا ) ګټی په کی نه وی، بهرنیان د ساتل شوو جنګی ډلو ټپلو نه د افغانستان د
جغرافیایی سلامتیا په وړاندی د یو لاسوند په توګه کار واخلی. جنګی دلی تپلی د همدغه
مقصد د پاره ساتل او نازول شویدی .
نو د یو مرکزی حکومت د جوړیدو
په وړاندی چه د دیورند د معضلی په اړه د افغانستان ګټی په نظر کی ونیسی جنګی ډلي ټپلي چه په ځینو ولایتو
نو کی په امنیتی او اداری دندو کی د بهرنیانو په وسیله ګمارل شوی او د دوی له خوا يي ملاتړ کیږی، لوی چلنج دی.
که ( ن۔ ن۔ ا ) غواړی چه
افغانانو سره د دیورند د معضلی د حل په لاره
کی چه په کی د دوستو هیوادونو یعنی افغانستان او پاکستان ګټی خوندی وی، جدی
همکاری وکړي، باید د جنګی جنایت کارانو د
ملاتړ نه لاس واخلی او د دوی له منځ نه موږ ته والی او
قوماندان ونه ټاکی.
موږ اشغالګرو قوتونو ته په ډاګه څرګندوو چه افغانان د دیورند د معضلی د دغسی حل لاره چه په کی زموږ د
هیواد ځمکنی بشپړتیا ته تاوان وی ، نه منی۔
له بلی خوا باید امریکا او انډیوالان یی پدی باندی ښه ځان پوه کړی چه افغانان د
دیورند
د کرښی د ستونزی
د حل په بدل کي د افغانستان قباله چا ته
نه ورکوی۔
د دیورند د کرښی قضیه د ( ن۔ ن ا ) په اجندا کی پدغسی شرایطو کی مطرح
کیږی
چه
ناتو د لر او بر پښتنو سره په خونړی جګړه اخته ده . د دیورند په دواړو خواوو کی په زرګونو خلک وژل شویدی. د عام وژنی لړی د افغانستان د ننه د با پیلوته الوتکی او د باندی د بي پیلوته الوتکو د لاری ادامه لری. د ناتو د کړو وړو د کتنی سره موږ ته
دا انتباه را پیداکیږی چه د لر او بر په قبایلی سیمو کی د ناتو اصلی موخه د ولسونو
له منځه وړل دی نه د دیورند د کرښی حذفول۔ ناتو باید قبایلی سیمی دغه تاریخی
« جنګی قلعه » د پاکستان دفاعی مقدمه کرښه او په ځینو مواردو کی ، د
تروریزم ځاله، فتح کړی تر څو چه په ډاډه زړه خپل عسکر د افغانستان نه وباسی
!! .
په تآسف سره چه ناتو د پروبلم د حل په مقصد د افغانی وسله وال مقاومت په
وړاندی د جګړی له کبله د سوله ایزي لاري په ځاي جګړه ایزه لاره غوره کړیده ۔
اوس څه چه موږ ته
حیاتی اهمیت لری، هغه دا ده چه د افغانستان نه د ناتو د پوځونو د وتلو نه وروسته
باید په قبایلی سیمو کی د قدرت خلآ چه ورڅخه نړیوال تروریزم ګټه پورته کړی، رامنځته نشی۔
افغانان
هغه وخت د دیورند د استعماری کرښی د پروبلم
په اړه جدی او رغنده دریځ نیولی شی چه د يوه متساوی
الحقوق اړخ د دریځ نه د
نورو هیوادونو او ټولنو سره په
ګډه د سیمی د پروبلمونو د حل
په مقصد ملګرتیا ولری .
اوسمهال دا رسالت لرو چه په موږ
باندی د دیورند په نامه د تپل شوی کرښی، دا د
پرنګیانو د ظلم او ناروا میراث، د کم او
کیف پیغام د تبلیغاتو د لاری نوی نسل ته ورورسوو۔
په افغانستان کی ۳۰ کلنه جګړه چه په
کی لر او بر د جګړی په واحده جبهه بدل شوی دي، دغه واقعیت په ګوته کوی چه
د دیورند کرښه په عمل کی شته والی نلری۔
اوس که ملګري ملتونه او ( ن۔ ن۔ ا ) چه په افغانستان کی فعال حضور لری د دیورند د
معضلی د سوله ایز حل په مقصد د افغانستان او پاکستان سره د مرستی همت وکړی موږ
ورته هرکلی وایو . خو پدی شرط باندی چه:
ــ
افغانستان د ملی حاکمیت په درلودلو سره د خپلو ګټو د دفاع
حق ولری .
ــ د
افغانستان ځمکنی بشپړتیا تضمین شی .
ــ د
پاکستان مشروع غوښتنو ته ځواب
وویل شی .
ــ د حل لاره سوله ایزه بڼه ولری .
« پای » فرانسه . د مارچ پنځم۲۰۱۲ م کال