
ولس ته دادارو درئيسانولخوا دګزارش ورکولو په لړکې دکب مياشتې په ١٠نېټه دخوست ملي راډيوټلويزيون امرښاغلي روح الله امين اودسرحدونو، قومونو اوقبائيلو چارو رئيس ښاغلي سلطان محمد ببرکزي د١٣٩٠لمريزکال دکړنو ،لاسته راوړنو ،ستونزو اوننګونوپه تړاو ګزارشونه په داسې حال کې دخبري رسنيواستازوته په ډاګه کړل چې يوشميرقومي مخورو مشرانو هم ګډون درلود.
په پيل کې دراډيوټلويزيون امرښاغلي روح الله امين ګزارش وړاندې کړ،نوموړي وويل:څه کم دوې مياشتې کيږي چې دخوست دملي راډيو ټلويزيون دامرپه توګه دنده ورسپارل شوې ده ،خوست ملي راډيوټلويزيون يوه دولتي اداره ده چې دموقتې ادارې څخه يې راپدې خواپه فعاليت باندې پيل کړى ،چې په خپل تشکيل کې ٢١تنه رسمي کارکوونکي چې له دې جملې څخه يې ١٦مامورين اوپاتې نورې يې اجيران دي او د دريو مديريتوپه درلودلو سره په ٢٤ساعتونوکې ١٣ساعت په بېلابېلو سياسي ،اقتصادي،ټولنيزو،فرهنګي،هنري ،کلتوري ،بيارغونې ،حکومتدارۍ اونورو برخوکې ددولت دتګ لارو اوکړنلارو سره سم دخپلو دولسونولپاره خپرونې وړاندې کوي ،همداشان خوست ملي راډيو ټلويزيون دخوست ولايت دبېلابېلو پرمختګونو اومثبتوبدلونونوپه اړه راپورتاژونه جوړکړي اودافغانستان ملي راډيوټلويزيون له څپوخپرې شوې دي.
ده وويل چې زمونږ دخپرونو داغيزپه پايله کې ډيرملي سوداګراوشتمن خلک دې ته چمتوشوي چې د٧٠بې وزله کورنيوسره مالي مرستې وکړي اوددې ترڅنګ دټلويزيون دادارې په غوښتنه د٧٠تنه يتم او بې وزله ماشومان په خصوصي ښوونځيوکې شامل شوې اوخپلې زده کړې کوي.ښاغلي امين وويل چې سږکال يې دملي راډيوټلويزيون ادارې داعلانانو دخپرولوله لارې څلور لکه ،څلوروېشت زره ،پنځه سوه شل افغانۍ عوايد ترلاسه کړې اودافغانستان ملي باک يې سپارلې دي.
نوموړي دتخنيکي وسايلو کمبود،دځينو اړينو ودانيونه شتون دخپلوفعاليتونو دپرمختګ په وړاندې خنډونه وبلل.
دسرحداتو،قومونو اوقبايلو چارو سرپرست رئيس ښاغلي سلطان محمدببرکزي دخپلې ادارې دکلني ګزارش دوړاندې کولوپرمهال وويل،چې دغه اداره دنده لري ،چې دقومونو ترمنځ ديووالي ،دقبايلوسره داړيکودټينګښت ،دقومي شخړو دهوارې لپاره دجرګو اومرکو کولو لپاره دزمينې برابرولو او د ولس اودولت ترمنځ د واټن نږدې کولو مسووليتونه په غاړه لري،چې دروان کال په جريان کې يې ، په دې برخه کې ترخپله وسه کارکړى دى ،نوموړي وويل ،په خوست ولايت کې دټولوقومي شخړوپه هوارې کې مونږ هم دخپلې دندې له مخې رول اداء کړى او خلک مو د زورواکۍ پرځاى قانوني کړنو ته متوجه کړي دي .ده وويل چې د بيلابيلو ولسواليو د لرپرتو سيمو او بانډو خلک يې رادعوت کړي ، دسولې ، امنيت او پرمختګ په تړاو يې ورسره ناستې کړي دي . همداشان يې دوى ته د علم زده کړې او په مرکز کې د مهمو سهولتونو رامنځته کولو په برخه کې کار کړى او د روان کال په جريان کې په همدې خاطر يې د زياتو هلو ځلو په پايله کې د سرحداتو ليسه او ليليه منظوره کړي ترڅو د لرې پرتو سيمو خلک پکې زده کړې وکړي .
ديادولو وړ ده چې دقومونو اوقبايلو چارورئيس دخبريالانو اودناستې برخوالو لخوا دسختوپوښتنوسره مخامخ شو.
واکمن