
دامریکایانو له لوري دقرآن سوځونې په وړاندې دخپل ملت دعکس العمل دتقدير او دامريکايانو دنمایشي تحقیقاتو په اړه داسلامي امارت اعلامیه
تیره اونۍ افغانستان دامریکايي یرغلګرو دوحشیانه کړنې (قران سوځولو) په خلاف دیوه سرتاسري پاڅون او قهرجنو مظاهرو شاهد وه ، په دغو مظاهروکې دامریکايي یرغلګرو او دهغوئ دبي مروته ملاتړو په مرمیو څلویښت تنه خالي لاسي لاریون کوونکي شهیدان او تر ۱۰۰ نفرو زیات ژوبل شول .
مؤمنو افغانانو وکولای شول چې دخپل مقدس کتاب په دفاع او انتقام کې دامریکا دوحشي عسکرویوشمیرتابوتونه دعبرت لپاره امریکا ته ور ولیږي اوهم یې دامریکا دبي مروته غلامانوښه ډیر اورمیږونه ورتاوکړل
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې دخپل مجاهد ملت له لوري دقرآن په دفاع کې دهغوئ سرښندنې، شهادتونه ،جراحتونه او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې دتقدیر او تحسین په ترټولو ښوجملو تقدیروي دامریکایانو له لوري ددغه وحشیانه عمل دنمایشي تحقیقاتو په اړه لاندې ټکي اعلاموي :
۱ـ داچې یرغلګرو امریکایانو دخپل وحشیانه یرغل له پیل نه تراوسه پوري په سلګونو ځله دبیوزله افغانانو دمقدساتو،اودهغوئ دبشري حقونو دترپښولاندې کولو په اړه دغسي وحشیانه کړنې ترسره کړې اوبیايي هغه دټولو مسلمانانو داحساسا تو دځپلو په غرض دخپلو رسنیو له لارې نشرکړې هم دي ، خوکله چې دافغانانو له لوري دهغوئ په اړه له سخت غبرګون سره مخ شوی بیا یې همداشاني دعامه ذهنیت داغفالولو په غرض نمایشي تحقیقاتي ډلې ګمارلې چې تراوسه پوري يي نه چا دهغوئ نتیجه ولیده اونه هم مجرمینو دخپلوجنایتونوله ترسره کولولاس واخیست،له بله پلوه ددوی له خوا په لوړه کچه دبښنې غوښتل هم یوه اغفالونکی هڅه ده چې دا تیره ورځ دامريکا جمهوررئيس اوباما هم په یوه تلويزوني مرکه کې پرې اعتراف وکړ او ویې ويل چې ده ځکه بښنه وغوښته چې هلته په افغانستان کې وضعيت کنترول کړي،په دې معنی چې په اصل کې خو يي دعسکرو کردار دبښنې وړ نه وو خو دايې دخپلو عسکرو دتحفظ هڅه کړې ده ، لهذا داکرت دافغانانو په شمول ټولو مسلمانانو ته د دغه جنایت جنایتکارانو ته له عبرتناکي سزا ورکولو پرته نورهیڅ دقناعت وړنه دی اونه په بل څه له خپلو انتقامي غبرګونونو څخه لاس اخلي.
۲ـ داچې قرآن کریم دنړۍ دټولو مسلمانانو مؤمن به کتاب او په ټولويي داحکامو تعمیل او دفاع فرض عین ده اوله همدي امله دنړي په بیلابیلو سیموکې مسلمانانو په افغانستان کې دیرغلګرو امریکایانو په لاس دقرآن سوځونې وحشیانه عمل غندنه وکړه او په دې اړه يي له افغانانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه اسلامي امارت په خپل وارسره دهغوئ ټولو له قاطعانه غبرګون ښودلودزړه له کومې مننه کوي او دهغوئ دشجاعانه اسلامي موقف تقدیرکوی .
۳ـ ددې لپاره چې په راتلونکي کې متجاوز امریکایان او دهغوئ کفري ایتلافیان دمسلمانانو دمقدساتو په وړاندې په دغسي وحشي ګري یولاس پوري نه کړي دټولې نړۍ مسلمانانوته دحکومتونو او ولسونو په توګه دالازمه ده چې له خپلو مقدساتو اوحقوقوڅخه ددفاع په لارکې یومتحد قوي موقف غوره کړي او هيڅ دښمن ته داسلامي مقدساتو دسپکاوي موقع په لاس ورنکړي.
۴ـ اسلامي امارت دټولو اسلامي مقدساتو دتحفظ دلومړني مورچل په حیث په دې باور لري چې له دښمن سره ددغې مقدسې دفاع په معرکه کې بریالیتوب ددوئ په برخه دی او نوردالله په نصرت هغه وخت رالنډ دی چې امریکایان او ټول صلیبي متجاوزین به په افغانستان کې دمجاهدینو داسلامي جهاد په مقابل کې له هغه ذلت سره مخ کیږي له کوم سره چې متجاوزانګریزان او روسان مخامخ شول ، ان شاء الله تعالی وما ذلک علی الله بعزیز.
دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۳/۴/۷ هـق
2012/3/1 م