د طالبانو خبرپاڼه : په نورستان کې يوه چينوک امریکايي چورلکه رانسکور ه او ټوله سپرلي يې قتل شوه





نن   شاوخوا ۱۱ بجې دنورستان ولايت ددوآب ولسوالۍ په مربوطاتوکې يوه لویه دوه څرخه چينوک ترانسپورتې چورلکه چې دنوريګرام ولسوالۍ ته يې امريکايي عسکرليږدول په لاره کې دمجاهدينو لخوا ترراکيټي بريدلاندې راغله چې سمدسي ېې اور واخيست او پرځمکه رانسکوره شوه په دغه پيښه کې ټول هغه امريکايي يرغلګرعسکر قتل شوي دي چې په دغه چورلکه کې سپاره ول ،چينوک ترانسپورتي پوځي هيلکوبترې چې تل امريکايي عسکر دځمکنې ماينونو له ويرې غواړي په هوا ولیږدوي دلسوګونو عسکرو دانتقال ظرفيت لري ،يادې چورلکې په آسانۍ سره کيدلای شي دمجاهدینو ترکاري ګوزارلاندې راشي او له ياد برخليک سره مخ شي ،امريکايي يرغلګرچې دافغانستان دجګړې له برکته له سخت اقتصادي مشکل سره لاس او ګريوان دي غواړي دخپلوعسکرو په انتقال کې هم سپما وکړي او ګن عسکر په دغو چينوک ډوله چورلکوکې دهوا دلارې دهيواد يو او بل کونج ته دعملياتو لپاره لیږدوي چې ددغو چورلکو په نسکوريدوسره خورا ښه درانه ځاني تلفات هم ورته اوړي ، بايد يادونه وکړو چې پخواامريکايي يرغلګرله يوخوا تل داسې پيښې په تخنيکې ستونزو حمل کړي او نسکوريدل يي هم اضطراري ناسته بللې له بله پلوه يې تلفات هم په نشت حسابوي  ، ترڅودعسکر و روحيات کنترول او له امريکايي ملت نه په افغانستان کې پيښ تلفات يو څه پټ کړي .
ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ويندوی
۱۴۳۳/۴/۵ هــق
2012/2/28 م