دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امريت دمعلولينو لوبډلي تورغر لوبډلي ته په اوه ويکټو ماتي ورکړه .

  دافغانستان اسلامي جمهــــوريت

دافغانستان کـــــــرکټ بورډ
دختيځ زون لوى امريت
خبرپاڼه

نټه ١٣٩٠/١٢/ ٩           ورځ : سې شنبه



دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امريت دمعلولينو لوبډلي مشر عبدالجليل انوري وايي دمعلولينو او تورغر روغو لوبډلو ترمنځ دغه شپاړس اوريزه سيالي دننګرهار پوهنتون په لوبغالي کې ترسره شوه .
نوموړى زياتوي په دغه لوبه کې تورغرلوبډلي لومړى توپ وهنه وکړه اوپه شپاړس اورونو کې دنهه لوبغاړو په سوزيدو سره يوسلو پنځه ويشت منډي ترسره کړي .
دانوري په وينا په ځواب کې دمعلولينو لوبډلي وکولاى شول چې ټاکل شوى هدف د درې لوبغاړو په سوزيدو سره په دولس اورونو کې پوره کړي اوپه دې سره په اوه ويکټو تور غر لوبډلي ته ماتي ورکړي .
په دغه لوبه کې شفيق الله صميم چې دتور غر څلور لوبغاړي سوزولي وو،دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.