فېډرالي سېسټم کولای شي چې افغانستان وژغوري ؟


په نړۍ کې ۲۸ هېوادونه او ۴۰ سلنه خلک په فېډرالي سیستم کې ژوند کوي . ددویمې ڼړیوالې جګړې څخه وروسته زیات شمېر هېوادونو فیډرالي سیستم خپل کړ او دفېډرالېزم په اړه پراخې څېړنې او شننې هم پیل شوې . مګر فیډرالېزم لا تر اوسه په بشپړه او منل شوې توګه نه دی تعریف شوی . دغې لېکنې څخه موخه دا ده چې ایا افغانستان اوس ددې جوګه دی چې فېډرالي نظام خپل کړي، لېکنه  دمړه فېډرالېزم یا (( Defunct Federalism  او په عملي ډګر کې دافغانستان دحالت پر اساس  شوې او بیا دېته پام شوی چې ایا افغانستان به وژغوري او که دویشنې لامل به یی شي .
 
تیوریکه کتنه ،
دفيډرالیزم په اړه زیاتې تیوریانې موجودې دي لکه ټولنیزه تیوري د لېونګسټن له خواه ، دراکړې ورکړې یا بارګن  تیوري د رایکر له خواه ، بنیادي تیوري د کې سي ویر  له خواه او پړایزه تیوري دفرید ریک له خوا  چې دلته دټولو تیوریانې شننه له یو خوا ناشونې ده او له بل لوري هغه عنوان چې ما دغه لیکنې ته ورکړی دهغه دځواب او دافغانستان لپاره دفیډرالي سیستم د رامنځ  ته کولو لپاره یوازې غواړم چې دمړفیډرالیزم یا (Defunct  Federalism) له نظره شننه اوکتنه وکړم  .
 دایملین  کاولسکي او زولکوس له نظره دمړه فیډرالېزم تیوري هغه تیوري ده  چې  دا په ډاګه کوي چې فیډرالیزم څنګه  دیو معیاري اصولو په توګه ونشي کولای چې یووالی په بېلابېلوالي کې وساتي ،او دهغوی ترمنځ دتلپاتي یو ځای اوسېدلو باندې بحث کوي.  
کاولسکي او زولکوس چې دمړه فیډرالېزم یا ډیفنکټ فیډرلېزم په اړه یی یو کتاب لیکلی او دمړه فیډرالزم لپاره یی څو ګڼڼې یا فرضیی وړاندې کړې چې زه په لنډه توګه هغه ته نغوته کوم او بیا به یی هره یوه دافغانستان حالت سره پرتله او پرې بحث وکړو.
 
لومړۍ ګڼڼه:  کچېرې لېبرالېزم دلېبرال ډیموکراسۍ مطابق نه وي ناکامېږي.
فیډرالېزم دلېبرل ډیموکراسۍ سره سیخ تړاو لري او په خپله دډیموکراسۍ ځانګړنه  ده ، چې له یوخواه غواړي هېواد ټول دیوملت په توګه وساتي او له بل لوري دهر ټبر او توکم ځانګړنې او هویت هم خوندي کړي .
له دې امله کچېرې لېبرالېزم دلېبرل ډیموکراسۍ ارزښتونو لکه بېلابېلو خلکو ته واک ورکول ، دنورو زغمل ، دوه اړخیزدرناوی او داسې نور سره مطابق نه وي  ناکامېږي .
افغانستان کې لېبرل ډیموکراسي که منل شوې نه ده خو اوس موږ تپل شوې لېبرل ډیموکراسی لرو ، خو له بده مرغه په دې هېواد کې یوازې دډیموکراسۍ هغه پروسه شته ولې بنسټیزوالي ته یی لا ډېر زیات واټن شته چې ووهل شي. په دې هېواد کې دټولې نړۍ پرخلاف د ډیرکیو هویت او ژبه تر پوښتنې لاندې ده  دډېرو کوچنیو  لږکیو په اړه خو هېڅ فکر هم نشته . ډیموکراسي په افغانستان کې بېلابېلې مانا ګانې رسوي تر اوسه موږ دډیموکراسۍ نوې تجربې په لړ کې یو نو پکار داده چې لومړۍ دډیموکراسي بریالیتوب ته پام وشي او بیا دډیموکراسۍ دپوخوالي او دلوستې کچې دلوړوالي ،  بیا  موږکولای شو چې فیډرالېزم دهېواد لپاره رامنځ ته کړو ترڅو وکولای شو چې په بنسټیزه توګه دواک ویش رامنځ ته کړل شي او هېواد ټول خلک په هوډ نیونه کې ګدون وکړي او بیا فیډرالي نظام نه داچې تجزیی لامل نه کېږي بلکې دهېواد دپرمختګ او پایښت لامل هم کېږي.
 
دوهمه ګڼڼه: کچېرې فيډ رالېزم د هویت ساتنې لپاره عادلانه بنیادونه رامنځ ته نه کړي ناکامېږي.
وروستۍ څېړنې په ډاګه کوي  چې دا غوره ده چې دملي ډلو غوښتنې ومنل شي چې خپل هویت وساتي نه دا چې وځپل شي. همدارنګه فیډرالېزم دهویت پر اساس دشخړو او ستونزو دهوارۍ لپاره تر ټولو غوره لار ده او کولای شي چې دملي هویت او ځایی هویت دیوځای اوسېدلو لپاره ښه لاره هواره کړي  . نو له دې امله کچېرې فیډرالېزم ونشي کولای چې دملي هویت او ځایی هویت دیو ځای منلو لپاره لار هواره کړي ناکامېږي.
افغانستان کې هغه ډلې چې فيډرالي نظام غوښتونکي دي هغوي په خپله ځینې هویتونه نه مني هغوی نه یوازې دنورو هویت ته درناوي نه لري آن چې ملي هویت ته هم په سپکه سترګه ګوري او دافغانیت ویی نه مني څوک چې ملي هویت نه مني ځایی هویت خو بلکل نه مني . کچېرې په افغانستان کې فيډرالي نظام رامنځ ته شو ځینې ځایی هویتونه نور هم دلږکیو په ډله کې راځي،  د هېواد د بربادۍ او فساد اتلان به بیا دهغوی دهویت څنګه ومني نو په داسې یو حالت کې به فیډرالي نظام  افغانستان ته دیو زهر په توګه وي نه دژغورنې په توګه .
دوی اوس دومره زغم نه لري چې ډېر کوچني موضوعات و مني دبېلګې په توګه  په خپلو ولایتونو کې پوهنتونونو ته دانشګاه وایی او داسې نورې ټول اصطلاعات یی تر پښولاندې کړي او ان چې ځان ته افغان نه وایی او په خپلو پیژندپاڼو کې اوس تا جک ، ازبک او داسې نور هویتونه لیکي نو کچېرې فيدرالي نظام رامنځ ته شو نو په بشپړه توګه  به دخپلې ټولې سیمې نوم هم بدل کړي او دلیل به یی دا وي چې ګنې فيدرالي نظام دی او بلاخره به هېواد دیوې بربادۍ په لور ولاړشي او هغه پلار ګټلی هېواد دخاورو سره خارې شي.
 
دریمه ګڼڼه : کچېرې فېډرالېزم ( دکورنیو ډلو او یا بهرنیو ) له لوري وتپل شي ناکامېږي.
پورته ګڼڼه دا په ډاکه کوي چې دفیډرالېزم لپاره باید غوښتنه دخلکوله لوري رامنځ ته شي نه داچې پرې وتپل شي. زیاتره سیاسي پوهان په دې اند دي چې کچېرې فيډرالېزم ددې لپاره په خلکو وروتپل شي چې سیاسي ثبات ، اقتصادي پرمختګ او داسې نور لاس ته راشي نو کله چې یاد شوي غوښتنې لاس ته راشي نور فیډرالېزم پایښت نه موي ، مګر کچېرې فیډرالېزم دخلکو دغوښتنې په ترڅ کې رامنځ ته شي او دوی یی دخپلو کورنیو ستونزو دحل او دخپل هویت دساتلو لپاره وغواړي نو بیا پایښت مومي.
افغانستان کې دفيډرالي نظام  غوښتنه دڅو کسانو له لوري رامنځ ته شوې نه دخلکو له خواه ، زه فکر کوم چې دافغانستان ټول خلک نه یوازې دفېډرالي کېدلو غوښتونکي نه دي بلکې دمخالف یی هم  دي . نو کچېرې په داسې یو حالت کې موږ دفېډرالي کېدلو په لور ولاړ شو نو ځان به ددې ګڼڼې مصداق وګرځوو او بلاخره هېواد به دتجزیی په لور ولاړ شي او زموږفېډرالېزم به دنړۍ تر ټولو شرموونکی فېډرالېزم وي.
فېډرالېزم کولای شي چې افغانستان وژغوري!؟
افغانستان یو توکمیز هېواد دی  کچېرې دمرکزي نظام پرځای فېډرالي نظام خپل کړي وبه کولای شي چې له ستونزو راووځي او دیو واحد هېواد په توګه پاتې شي ؟ په زیاتره توکمیزو هېوادونو کې لکه په  افریقا ، ختیځه اروپاه او اسیاکې  کې دفېډرال سیاسي جوړښت په وړاندې مقاومتونه رامنځ ته شوي. دنړۍ دلومړي او ترټولو پخواني فېډرال سیستم  امریکا په متحده ایالاتونو کې هم ددې نظریی پرخلاف ول چې ځانګړې ژبې لرونکي اوځانګړي توکمونو ته خپل حکومتونه ورکړي، او دوی په لاسي توګه دخپل فېډرالي سیستم پولې داسې رامنځ ته کړې  چې ددې موضوع مخه ونیسي ، نن ورځ چې امریکا نورو هېوادونو ته فېدرالي سیستم وړاندې کوي خپل امریکایی ماډل پلي کول غواړي چې دغه نظریه په قطعی توګه توکمیزو هېوادونو لپاره یو ناسم سیستم رامنځ ته کوي .
زیاتره  سیاسي پوهان پدې اند دي چې فېډرالیزم په هغه هېوادونو کې چې ډېر توکمونه په کې ژوند کوي  ښې پایلې نه لري. ویل کېږي چې په داسې هېوادونو کې سیمه ایز قوت (Centrifugal) رامنځ ته کوي چې دهېواد وېشلو او یا له منځه تللولامل  کېږي .
چې ښې بېلګې یی دختیځې اروپاه هغه دکمونیستي نظام څخه وروسته هېوادونه چې مرکزي سیستم یی درلود له ۱۹۸۹ څخه وروسته وپاییدل مګر دری هغه فېډرالي نظامونه لکه یوګوسلاویا ، چکسلواکیا او روسیه ټول تجزیه شول.
همدا شان هغه هېوادونه چې د ښکېلاک څخه وروسته رامنځ ته شول له ورته برخلیک سره مخ شول لکه ویست اندیزپه لودیځه  افریقا  کې ، ایتوپیا په ختیځه افریقا  کې او په اسیا کې پاکستان . دې بېلګو ته په کتوسره دا به سخته وي چې وویل شي چې فېډرالېزم دتوکمیزو هېوادونو لپاره لکه افغانستان  دهر درد درمل وي.
په افغانستان کې دتوکمیزې ستونزې دحل لپاره هغه کسان چې فېډرالېزم غواړي دوی تل هندوستان دبېلګې په توګه یادوي،  دغه لېکنه کې ناشونې ده چې دهندوستان فېډرالي نظام په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي ، خو په ټولیزه توګه غواړم ووایم چې هندوستان فېډرالیزم داسې ځانګړتیاوې لري چې دمرکزي حکومت سره یی ډېر توپیر نه لېدل کېږي لکه څنګه چې دفېډرالي نظام پوه ښاغلی رایکر)ًًRicker) دهندوستان فېډرالېزم ته( کوازی فېډرالېزم) یا فېډرالېزم ته ورته نظام بولي نه فېډرالي نظام . دهندوستان په فېډرالي نظام کې داسې ۱۳ موارد دي چې هغه کټ مټ مرکزي نظام ته نږدې کوي دبېلګې په توګه دوالي ټاکل دمرکزحکومت له خواه ترسره کېږي او دایالتونو پولې هم مرکز ټاکي دېته ورته ډېر زیات موارد دي چې دلته بیالېکنه بل لورته ځي . داچې ولې هندوستان بیا فېډرالي نظام خپل کړ زما په بله لېکنه کې به انشاالله زه دا ټول واضح کړم چې هغوی نو بیا ولې فېډرالي نظام ومانه او ولې افغانستان هغه ماډل نشي پلي کولای. همدا شان دکاناډا ، سویزرلنډ، بلجیم او هسپانیه چې توکمیز دي خو فېډرالي نظام یی خپل کړ دا بیا هریو، یو لړ نور لاملونه لري.
بل لامل چې فېډرالي نظام دناکامۍ لورته بیایی دبنسټیزې ولسواکۍ نه شتون دی یانې په هغه هېوادونوکې چې ولسواکي بنسټیزه شوې نه وي فېډرالېزم ناکامېږي .
پخوانۍ روسیه ، چکسلواکیا اونایجریی فېډرال سیستمونه په عمل کې یو ناسم اوغلط سیستمونه وو، په زیاتره مواردو کې دوی په زور یوځای ساتل شوي وو ، ولسواکي یا ډیموکراسي نه وه هغه هېوادونو حکومتونو دخپل ټولو  خلکو په رېښتونې توګه استازېتوب نه کاوه . او دبېلابېلو ملي ټولنو ترمنځ همکاري شونتیا نه وه او په داسې حالت کې ډلې ډېر زر سره بېلېږي کله چې موکه په لاس ورشي.
اوس په افغانستان کې ورته حالت دی ډېموکراسي یو نوې تجربه ده او دبشپړوالي پړواونه وهي نو کېدای شي فېډرالي نظام افغانستان  له ورته برخلیک سره  مخ کړي.
دافتصادي پلوه کمزوري  هېوادونو کې هم فېډرالېزم ناکامۍ سره مخ شوی چې پاس یاد شوو هېوادونو دویشنې  لامل یو دا هم وو  چې کمزوري مرکزي اقتصادي پلان او دحکومتونو دفساد له امله ونه توانېدل چې دخلکو ژوند دښه والي په لور بوځي چې په پایله کې فېډرالیزم په هغه هېوادونو کې دزوال لامل شو.
بیا هم افغانستان داسې یو هېواد دی چې اوسمهال بې له بهرنیو مرستو پرته  دخپلو مامورینو تنخوا ورکول یی له وسه بهردي ، دخلکو دښه ژوندانه او پرمختیایی کارونو لپاره خو اوس هېڅ هم نشي کولای بیا څنګه په داسې یو حالت کې دافغانستان لپاره فېډرالي نظام رامنځ ته کړو.
فېډرالي نظام دپایښت لپاره د حاکم ډیرکي توکم لپاره اړتیا ده چې دهېواد له تجزیی څخه په بحراني حالت کې وساتي ، اوسنۍ روسیی فېډرالي نظام تر پخواني شوري فېډرالي نظام ځکه با ثباته دی چې او سنۍ روسیه کې چې روسان ۵،۸۱  سلنه جوړوي چې پخوانۍ روسیی فېډرالي نظام کې دغه ډېرکي دومره نه وو. په هغه هېوادونو کې چې ډېرکي حاکم وي هغو دتجزیی او ویش مخه نیسي .
افغانستان کې پښتانه ډېرکي دي خو اوس ورته حاکم ډېرکي نه شو ویلای دوی واک نه لري له بده مرغه بهرنیانوښکېلاګرو واک ټول کورنیو لاسپوڅو لږکیو ته ورکړی نو په داسې یو حالت کې دافغانستان فېډرالي کېدل په لوی لاس ددې هېواد دویش په مانا دی .
په مرکز کې دواک ویش دبېلابېلو ملي توکمونو ترمنځ دفېډرالي نظام په پایښت کې اساسي رول لوبوي ، خو له بده مرغه داچې دواک ویش دطالبانو دراپرځېدلو څخه وروسته په افغانستان کې په څه ډول ترسره شو او چاه ته واک ورکړل شو زما په مخکنۍ لېکنه کې پرې پوره بحث شوی چې تاسو کولای شۍ چې له بینوا ، روهي ا وتاند سایټونو یی راښکته کړی او ویی لولی چې عنوان یی ( افغانستان له بن تر بن دی) .
اوس په افغانستان کې نه یوازې مرکزي واک بلکې سیمه ایز واکونه هم دیوڅو تنو زورواکانو په لاس کې دی . په داسې یو حالت کې بیا څنګه دفېډرالي نظام غوښتنه رامنځ ته کېږي نه پوهېږم چې زموږ ځېنې واکدران ولې لږ سیاسي شعور هم نه لري.
دفیډرالي نظام پایښت یوازې په دې پورې اړه نه لري چې یو هېواد لېبرال ډیموکراسي ومني بلکې هغه مهال پایښت مومي چې دقانو حاکمیت ومني او په اساسي قانون کې دټولو توکمونو لپاره دقدرت دویش په اړه یو اساسي سیستم رامنځ ته کړي . بلجیم ، کانا ډا ، سویزرلند او هندوستان یوازې دډیموکراسۍ په منلو او ډیمورکراټیک نظام په راوستلو نه دي بریالي شوي بلکې هغوی دخپلو ټولو ډلو لپاره په سمه توګه دواک ویش دقانون ترحاکمیت لاندې په اساسي قانون کې منلی دی .
افغانستان کې خو لا تر اوسه پورې دا نه دي منل شوي چې څوک لږکي دي او څوک ډیره کي څه دا چې دیو ښه واک ویش رامنځ ته شوي وي. نه په داسې حالت کې بیا هم دفیډرالي نظام رامنځ ته کول کېدای شي دهېواد ویش رامنځ ته کړي.
سره له دې ولې په افغانستان کې دفېډرالي کېدلو غوښتنه رامنځ ته کېږي؟
لکه څنګه چې ما مخکې یادونه وکړه چې دفېډرالي کېدلو غوښتنه دخلکو له لوري نه بلکې دڅو کسانو دخپلو شخصي ګټو لپاره رامنځ ته کړې چې هغه په لاندې ډول دي:
دطالبانو دراپرځېدلو وروسته له بده مرغه دافغانستان لپاره داسې یو سیستم رامنځ ته نه شو چې ګنې ددې هېواد  دپرمختګ لامل شوی وای . امریکایانو دخپلو موخوته درسېدلو لپاره دهغه چاه ملاتړ وکړ چې تمه وه چې دوی به محکمه کېږي او دولس دوژنو او ځورونو پوښتنه به ترې کېږي ، هغوی یی دهېواد اتلان ونومول او په خلکو یی وروتپل ، دغه زورواکانو په پوره توګه قدرت ترلاسه کړ او بې شمېره امتیازاتو خاوندان شول خو دوخت په تېرېدلو ددوی واک ورځ په ورځ دنزول په لور روان شو نه له دامله دوی دخپل واک بېرته لاسته راوړلو لپاره دهر ممکنه لارې څخه کار اخلي .
دوهم لامل چې دوی ولې فېډرالي نظام پلویان دي  دادی چې دوی په ملي کچه هغه پېژندل شوې څېرې دي چې په هېڅ صورت به بیا څوک پرې باور ونه کړي دغه خبره تېرو ولسمشریزو ټاکنو په ډاګه کړه چې خپل امریکایی  ، فرانسوي ، ایراني او هندي بادرانو دپراخ ملاتړ سره سره یی ونشو کولای چې دملت باور خپل کړي ، دوی اوس په دې پوه شوي چې هېڅکله به هم په ملي کچه ونه منل شي نو غواړي چې خپلو هغه لارویانو ته دچوپړ په نامه په خپله سیمه کې ځایی قدرت خپل کړي .
بل لامل چې ځېنې خلک فکر کوي چې ګنې دوی غواړي هېواد تجزیه کړي تر یو بریده سمه ده خو دا فکر دوی ځکه نشي کولای  چې ما مخکې ترې یادونه وکړه چې په هغه هېوادونو کې چې دنورو توکمونوپه پرتله یو ډېره کی توکم موجود وي دهغه دتجزیی لامل ډېر کم وي ، په افغانستان کې پښتانه ډېره کي دي که څه هم اوس یی واک ډېر ترپوښتنې لاندې دی خو دا بیا داسې ټبر دی چې دنړۍ ټول خلک یی مني او داتلانو په سترګه ورته ګوري ، دنړۍ هر زبر ځواک یی راپرځولای نو دداسې وړو او کوچنیو ډلو لپاره خو هېڅکله اندېښنه پکار نه ده . دوی کولای شي چې افغانستان لکه څنګه چې دتاریخ په اوږدو کې ساتلی دتل لپاره وساتي.
په فېډرالي نظام کې ترټولو مهمه موضوع دفېډرال نظریی درناوی دی په دې مانا چې کچېرې یو (ایالت، صوبه، کانټن ..) اوداسې نور ځان خپلواک (Autonomous) ګڼي په ورته وخت کې به دمرکزي حکومت درناوی او ټول هېواد ته دواحد دولت په توګه وګوري ، په افغانستان کې سره له دې چې مرکزي نظام دی دمرکزي حکومت واک دکابل تر دروازو محدود دی ، همدغه زورواکان چې فېډرالي نظام غواړی اوس دمرکزي نظام درناوی نه کوي او هېواد ته ددوو ملتونو په سترګه ګوري په دوی کې به دومره زغم له کومه راپیدا شي چې په فېډرالي نظام کې بیا یووالی په بېلابېلوالي (Unity in Diversity ) کې رامنځ ته کړي.
پایله
پورته لېکنه داسې رانغاړلای شوچې اوس افغانستان کې یو قوي مرکزي حکومت ته اړتیا ده ، فېډرالېزم په څبل ځان کې کوم بد نظام نه دی بلکې هېوادونه خپلو کورني او بهرني حالت ته په کتو سره  دفېډرالي نظام په لور ځي دافغانستان اوسنی حالت داسې یو حالت دی چې  له کورني پلوه له یوخوا دطالبانو سره دجګړې له پلوه ځورېږي او له بل پلوه  واکمن په خپلو کې  سره یوه خوله نه دي او دوی هغه څوک دي چې دخپلو ګټو لپاره هرډول معامله کولای شي ، دبهرنی حالت خو داسې دی چې هر ګاونډی یوازې غواړي چې دغه ویاړلی هېواد ټوټه ټوټه کړي او په ښکاره توګه لاسووهنې او ان چې په ځینو وختونو کې تیرۍ کوي او افغانستان یی دځواب لپاره جوګه نه دی.
په داسې یو حالت کې دافغانستان فېډرالي کېدل  به نه یوازې دویشنې لامل شي چې ځان ته خپلواک هېوادونه په کې رامنځ ته شي بلکې  دګاونډویو له لورو به لوټ او تالا شي هره برخه به یی ددوی په لاس ورشي او دخپلو هېوادونو یوه برخه به یی وګرځوي.
دیوموټي او پرمختللي افغانستان په هیله !
حضرت خان منګل ، کابل ۱۶ ناحیه ،۲۰۱۲ کال دفبروري ۲۰ ورځ