
اوسنۍ نړۍ ته په کتو سره دا په ډاګه څرګندېږي چې کفري نړۍ د مسلمان ځوان نسل د بې لارۍ لپاره ډول ډول شيطاني وسايل او اسباب په کار اچولي دي، تر څو يې د خپلې اسلامي روحيې د بيا راژوندي کولو څخه بې خبره وساتي.
له بده مرغه چې زمونږ په ټولنه کې داسې يو مصدر چې ددغو ځوانانو د ويښولو او په اسلامي فکر او روحيې د سنبالولو لپاره ورڅخه کار واخيستل شي؛ په کمه اندازه ليدل کېږي. نو ددغې تشې د ډکولو په موخه د هېواد دننه او بهر د بافکره مؤمنو افغان محصلينو په نوښت په فېسبوک کې د (مبارزو محصلينو پاڼه) په نوم دعوتي او مبارزاتي پاڼه پرانستل شوه.
دغه پاڼه ټولې هغه علمي، دعوتي او مبارزاتي ليکنې خپروي چې د اسلامي امت سرګردانه بېړۍ د نجات تر ساحله په رسولو کې مرسته وکړي.
ليکوالان کولی شي چې خپلې علمي او فکري ليکنې د لاندې ياد شوي برېښناليک له لارې راواستوي.
برېښناليک: m.muhasileen@yahoo.com
د پاڼې پته:www.facebook.com/mubariz.muhasileen