خبرپاڼه: دامريکايي يرغلګرو لخوادقرآن کريم دسوځولواودهغه په غبرګون کې دافغان مجاهد ملت دلاريونونوپه هکله   داسلامي امارت اعلامیه

دتیرې سه شنبې په شپه امریکايي یرغلګرو په خپل پوځي مرکزبګرام هوايي ډګرکې دخپلو تیرو وحشیانه کړنو په تعقیب یوځلې بیا دمسلمانانو د مقدس  کتاب قرآن عظیم الشان په سپکاوي لاس پوري کړ او په سلګونو مبارکې نسخې یې په ډیرې بی احترامۍ سره اورته وغورځولې، افغان مؤمن اوغیورولس له خپل مقدس کتاب نه په دفاع کې دصلیبي کافرانو ددغه وحشیانه عمل په خلاف  په مظاهرو لاس پوري کړ اوله تیرو دو ورځو راهیسې دټول هیواد په کچه دیرغلګرو امریکایانو ددغه وحشانه عمل په غبرګون کې له قهره ډکې مظاهرې  وکړي چې تراوسه پکې په لسګونوکسان شهیدان اوژوبل شوي دي.
دافغانستان اسلامي امارت چې دپیښې په لومړۍ ورځ يې هم دتیري کوونکو امریکایانو دغه نه بښونکي جنایت  دیوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې تقبیح کړ نن بیا دامریکایانو دهماغه وحشت  اودهغوئ دبي ننګه ملاتړو له خوا دلسګونوغیرتي مظاهرچیانو مظلومانه شهادت یوغیرانساني ،غیراخلاقي اونه توجیه کیدونکی عمل بولي او په وړاندې یې خپلو مجاهد ینو اوټول  غازي ولس ته لاندې لارښوونې  اعلاموي:
۱ـ داچې  دصلیبي کافرانو په لاس دمسلمانانو دقرآنکریم توهین اوسوځول دهمدغو کافرانو شعوري اوعمدي مکررعمل دی ،باید دخپل مقدس کتاب په دفاع کې یواځې په مظاهرو اوخالي شعارونو اکتفاء ونشي بلکې دهغه ترڅنګ باید دیرغلګرو پوځي مرکزونه ،دهغوئ پوځي کاروانونه اودهغوئ یرغلګرپوځیان دخپلو غیرتي بریدنو هدف وګرځوئ،هغوئ ووژنئ، ویې ټکوئ ،اسیران یې کړئ اوداسې درس ورکړئ چې بیاهیڅکله هم  دقران کریم  دسپکاوی   جرأت  ونکړای شي.
۲ـ  امریکايي کافرچارواکي غواړي ددغه وحشیانه عمل په ضد دپاریدلو مسلمانانو احساسات یواځې په نمایشي بښنې سره ساړه اوپه عمل کې دخپلو وحشي پوځیانو په لاس داشاني وحشتونوته ادامه ورکړي ، مسلمانان افغانان باید دهغوئ په دغو ظاهري معذرت غوښتلو خطانشي او ترهغوبایدخپلو انتقامي کړنوته دوام ورکړي ترڅو يي ددغه وحشي جنایت مرتکبین په خپل لاس  ددغه وحشیانه جنایت په جزا نه وي رسولي .
۳ـ داچې دشریعت په حکم دمسلمان دسراومال ساتنه دهرمسلمان مسؤلیت  اوتلف کول یې حرام قطعی ده نو باید دمظاهره کوونکو دانتقام مورد یواځي یرغلګر امریکایان ،دهغوئ تأسیسات او ملکیتونه  وي ،نه دولسي خلګوشتمنۍ او مالونه.
۴ـ  دیرغلګرو امریکایانو هغه بي ننګه ملاتړي چې دخپلې بیغیرتي له مخې بیاهم  دکافرانو په دغه نه بښونکي جنایت سترګې پټوي اوله هغوئ نه په دفاع کې دانتقامي  مظاهرو مخنیوی کوي باید ترامریکایانو له مخې دخپل عمل په جزاورسول شي .
۵ـ   داچې قرآن کریم دټولې نړۍ دمسلمانانو مؤمن به او مقدس کتاب دی ،لهذا اسلامي امارت  دټولې نړۍ په مسلمانانو ،حکومتونو او ولسونو ،دحرمینوپه مذهبي چارواکو،دارالعلوم دیوبنداودالازهرپه علمي مرکز غږکوي  چي  دخپل  اسلامي مسئولیت اوغیرت له مخې   دمتجاوزو امریکایانو دهغوکړنو په خلاف چې  زمونږ اوستاسي دمشترک کتاب دبي حرمتي په  اړه یې ترسره کوي   متحدانه موقف غوره کړئ ، دهغوئ دغه نه بښونکی جنایت  عملا اوقولا وغندئ  او په مقابل کې یې  دمسلمانو افغانانو دبرحق مقاومت  ملاتړ وکړئ.
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت