
تیره شپه امریکايي یرغلګرو یوځلې بیا دخپل وحشیانه خصلت له مخې دمسلمانانو دمقدس کتاب قرآن عظیم الشان دسپکاوي په غرض هغه وسوځاوه او په دې وحشیانه عمل سره يي دافغانانو په شمول دنړۍ دیوملیارد مسلمانانو مشاعر او احساسات ورزخمي کړل .
په افغانستان باندې دامریکايي ځناورو له یرغل راپدي خوا داتقریبا لسم ځل دی چې امریکايي یرغلګر په افغانستان کې دمسلمانانو دمقدساتو دسپکاوي په غرض په داشاني وحشیانه عمل لاس پوري کوي چې هرځل یې مسلمان افغانان له خپلو مقدساتو څخه ددفاع په منظور په مقابل کې سخت غبرګون ښکاره کوي او دهیواد په ګوټ ګوټ کې په پراخو مظاهرو او لاریونونو لاس پوري کوي .
په افغانستان کې دامریکايانو په دستور منځته راغلې ګوډاګۍ اداره ددې په غرض چې دخپل ولس دمعتقداتو په خلاف دامریکايي یرغلګرو د داشانې وحشیانه اعمالومخنیوی او غندنه وکړي لاهم له هغوئ سره دملتیا په غرض په لارو او سرکو کې دپاریدلو مسلمانو مظاهره کوونکو په ځورولو ،ویشتولو او له منځه وړلو لاس پوري کوي او دامریکايي یرغلګرو له نارواکړنو څخه ددفاع په غرض مسلمان افغانان ځوروي .
دسږکال له پیله تراوسه دامریکايي یرغلګرو دادریم غیر انساني او غیر اخلاقي عمل دی چې دافغان مسلمان ولس دمعتقداتو،عنعناتو او اسلامي کلتور په خلاف يې ترسره کوي ،هغوئ دافغانانو دمړیو په بي حرمتي سربیره دهغوئ په معصوموماشومانو باندې تیری کوی او په خپلو هوايي بریدونوکې دافغانانو تنکي ماشومان په اورونو سوځوي .
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې دامریکايي یرغلګرو لخوا دمقدس قرآن بي حرمتي او سوځول په کلکه غندي دبشري حقوقو په مدافعه ټولنو غږکوي چې دخپل بشري او اخلاقي مسؤلیت له مخې دتیري کوونکو امریکایانو ددغو وحشیانه کړنو مخنیوی وکړي اود انساني کرامت خلاف دترسره کوونکو جنایاتو تاریخي مجرمین دخپلو جنایاتو په جزامحکوم کړي .
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
29/3/1433 هـ - 21/2/2012 م