
د هغې مغروره ښكلا د اسارت كړۍ راته ګرځېدلې وه، د ښكلو بادامې سترګو انځور مې يې په هر څه كي ليده.
زموږ د ادارې زلمو خپلې خولې د هغې د نوم په اخيستلو خوږولې، د پېغلو خو به پرې كينه راته او په هغې يې دومره ښكلا نه لورېده، داسي څرګندېده چې له ما سره دا دواړه احساسه ملګرې وو، د هغې نوم مې د خاطرو د كتابچې د هرې پاڼي ښكلا وه، زړه مي نه ترې صبرېده، دا تېر دوه كلونه خو مي هر څه وكړل، خو دې يو ځل هم په هغو سترګو راته ونه كتل په كومو چې ما ورته كتل، كله كله به مې ځان ملامتاوو، ښايې زما په كتو كي به داسي څه و، چې هغې سم نه راته كتل دا څه ډول ښكلا وه، كاشكې دومره ښكلې نه واى، كاشكې دا پوزه خو يې لږ ټيټه واى، دومره غټې غټې سترګې، كه يوه يې ړنده واى يا په يوه كي يې ګل واى څومره به ښه و، كه جګه نرۍ پوزه يې لږ هم پلنه واى نو نرۍ جګه ونه به يې لږ بدرنګه كړې واى اوس به يې ناز هم لږ و، كه لږ له ونې ټيټه واى څه به شوي و، او خدايه! كه دا زنه يې لږ نوره اوږده شوې واى، يوازي يوه سانتۍ اوږده واى نور يې په ښكلا كي يو وټ پيدا كېده، عجېبه ده كه بله نجلۍ د دې غوندي په صورت خواره واى، ولاكه يې چا اننګو ته كتلي هم واى، خو د دې سرو اننګو يې ښكلا لس چنده كړې ده، د نورو چې شونډې يو څه غټې وي، څومره بدې ښكاري د دې شونډې خو لا اور لګوي، دا اننګي او شونډې يې ولې داسې سره او ښكلې دي، دا به د دې پوډرو او رنګونو كار وي، نه نه وايې په دنيا كي كوم شى چې د دې ترې ورټ كېږي هغه پوډر دي، نو بيا؟ بس زما د ځورولو لپاره دومره ښكلې شوې ده، كه له دې لوړې ونې سره يې زلفې لږ لنډې واى، بيا به هم ښكلې نه وه، كاشكي څوك ورته ووايې چې ظالمې دا زلفې خو لږ لنډې كړه، دا لنډۍ به مې خولې ته راغله.
خدايه! د مور يې ورته پام كړې
چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه
يا خدايه! د چا ورته پام كړې چې ورته ووايې، دا زلفې خو دې لږ لنډې كړه شا و خوا دې ګوره بله نجلۍ هم ستا غوندې اوږدې زلفې لري؟ خلك به څه وايې چې دا د چا لور ده؟ د چا لمسۍ ده؟
د چا وريره ده؟ دا د اوږدو زلفو واله شوخه نجلۍ د كومې كورنۍ ده؟ كه ډېرې درباندي ګرانې وي لږ خو يې لنډې كړه، هيڅوك پيدا نه شول چې ورته ووايې ښايې زما غوندي به يې خوند هم ترې اخيست، او زما غوندي به د نورو هم دا لنډۍ د زړه په تخته ليكلې وه چې:
مسافر تلې در جگګه نه شوم
تر پښگو مې لاندي شول د زلفو تنابونه
ښايې دا لنډۍ هم د دې لپاره ويل شوې وي، نه پوهيږم دا نو څه ښكلا ده چې د سړي لاس ور ونه رسېږي بايد ښكلا يې ونه بولو، نور پخپله مينه شكمن وم، نه پوهېدم، دا نو اوس مينه ده كه كينه؟ كله كله به مې له ځان سره ويل، كه په ښكلا كي يې لږ "خو" پيدا شي بس نو زه به يوكامل مين شم، اوكه همدومره ښكلې او مغروره وي بيا يې نو زما پرې څه هغسې خو په اسمان كي سپوږمۍ هم شته، زه پخپله دې هيله كي هم صادق نه وم.
يوه ورځ دفتر ته نه وه راغلې چا ويل چې سترګي يې خوږېږي، په هغه ورځ مې له ډېره غمه د هغې سترګو ته څلور شعرونه وليكل، په چا مي خطاطي كړل، چې ور يې كړم، خو تر اوسه مي هم لاندي وركړي، زه د خپلې ميني او ورسره دومره كينې په اصلې علت نه پوهېدم خو ښايې د نورو لاملونو تر څنګ يو د دې كبر هم وي، پلوشه دومره كبرجنه وه چې خبرې خو څه سم يې راته كتل هم نه.
يوه ورځ مي ټينګ هوډ وكړ، توكل په خداى چې هر څه كېږي نن د زړه ټولې خبرې ورته كوم، له دې تل وسواسه خو به خلاص شم، بيا كه هـر څه پېښ شول وي به.
د پوهنتون د شپې د درسونو د پيل لومړۍ ورځ وه، د رخصتي په وخت كي د دوى د لين د مامورينو موټر ته پورته شوم، شاته كښېناستم او تر سترګو لاندي مي دا څارله، پلوشه د ښار په منځ كي له موټره پلې شوه، په ښار كي مي څو ځله كوښښ وكړه چې ترې دمخه شم سترګو ته يې ښه ډېر وګورم او بيا ټولې خبرې ورته وكړم، خو ورته نژدې به شوم بيرته به شاته شوم، ښايې دا به زما نېكمرغي وه، كومې خواته چې زما د تللو نيت درلود دا هم په هغه لوري روانه وه، د پوهنتون په موټر كي كښېناستله، د زړه درزا مي زياته شوه، دا هم لكه چې پوهنتون ته ځي، نه نه دومره نيكمرغه هم نه يم هغې خواته به يې څه كار وي، كه هر ځاى پلې شوه هغلته به ټولې خبرې ورته وكړم، د زړه غوټه به ورته خلاصه كړم، هر څه چې راپېښ شول، كه يې راپوري وخندل بيا؟ په زړه كي مي د خپلې پوښتنې ځواب جوړ كړ د ځان وژلو مخه خو مي څوك نه نيسي.
زما ګومان په رښتيا بدل شو پلوشه د پوهنتون مخې ته له موټر څخه پلې شوه، ما لا تر هغې ګړۍ د دې په لاس كي كتابونه نه و ليدلي، حتماً دا هم په پوهنتون كي زدكړه كوي، زما دا لومړى كال و، دا به په كوم پوهنځي او كوم ټولګي كي وي؟ اوس نو دا وسواس راسره وه چې دا به په كوم پوهنځي كي وي، خو بيا هم په دې خوشحاله وم، چې په پوهنتون كي يې هره ورځ ليداى شم، نېكمرغي چې چاته مخه كړي بيا نو ټولي خوښۍ په يوه ورځ ورځي، هغه روانه وه او مخامخ د ادبياتو پوهنځي ته تله، دوهم پوړ ته پورته شوه، د مهال وېش تختې ته ودرېدله، زه څومره نېكمرغه يم، دا هم زموږ په پوهنځي كي ده، د نه منلو وړ خبره ده موږ دواړه په يوه پوهنځي كي زدكړه كوو، زه په همدې چرتونو كي وم چې پلوشه د محصلينو په منځ كي را نه وركه شوه، سترګي مې هرې خواته پسي ستړې وې هو ومې نه ليدله.
د درسي ساعت د پيل زنګ ووهل شو، محصلين درسي ټولګيو ته ولاړل، خو ما دا لټوله، اخير زړه نا زړه خپل ټولګي ته ننوتم، له ډېري خوشحالۍ مي نژدې له خولې چېغه وتلې وه، پلوشه زموږ د ټولګي په لومړي كتار كي ناسته وه، زما په حالت پوه شوه په تروه ټنډه يې راته وكتل.
آه زه څومره نېكمرغه يم.
درسونه پيل شول او ورسره زموږ سيالي هم شروع شوې هر چا هڅه كوله چې په ازموينو كي نومرې واخلې او د ټولګي اول نومره شي، ما خو د پلوشې لپاره هم ډېركوښښ كاوو اوس مي نو كولاى شول چې هره ورځ له هغې سره ووينم او خبرې ورسره وكړم، خو د زړه خبره مي لا هسې په زړه پاتې وه.
يوه ورځ يې د رخصتي په وخت كي راته وويل:
_ نن مي ستا د نوټ كتابچه په كار ده، رايې كړه سبا به يې بيرته راوړم.
نه پوهېږم ولي مي ورته وويل:
_ نه
_ تا خو ټول نوټونه اخيستي دي.
_ نوټونه مي اخيستي دي خو ستا لپاره نه.
په حيراني يې وپوښتل:
_ ولي زما لپاره نه؟
_ هغسې چې ستا سترګي زما لپاره نه دي.
ښايې د داسي لنډ او نا سنجول شوي ځواب تمه يې نه لرله، حيران حيران يې راته وكتل، څه يې ونه ويل رانه روانه شوه، خو زه پخپل دې ځواب كي پښېمانه نه شوم، لكه چې د كلونو ارمان مي پوره شوى وي، د هغې له حيران حيران او په عين حال كي مظلومانه كتو مي ځانګړى خوند واخيست.
اوس چې مي د هيلو له سلو ګلانو څخه يوازي يو ګل غوړېدلى و، ځان مي كامياب باله، ما داسي احساسول چې اوس نو هغه ضرورت راته لري، نو پرېږده چې د بدرۍ جمالې ښاپېرۍ غوندې يې اوه ګامه اخيستلو ته مجبوره كړم، د لومړي سمستر په ازموينو كي د ټولګي اول نومره شوم، ښايې له همدې كبله د هغې پاملرنه ماته زياته شوې وي، د پلوشې يوازينۍ هيله دا وه چې په ازموينو كي كاميابه شي، او زه په درسونو كي ورسره مرسته وكړم.
وايې سيف الملوك چې بدرۍ جمال د ډېرو كړاوونو له ګاللو وروسته د ځان كړه، د كسات لپاره يې ورته وويل: چې اوس به اوه ګامه پلى تګ كوې، بدرۍ جماله چې په ټول ژوند كي يې پښه په ځمكه نه وه ايښې، دغې سزا په غوسه كړه په هـر ګام كي يې له پښو وينې څڅېدلې اوس پوهېږم چې سيف الملوك به څومره خوند ترې اخيستى وي.
خو ما چې د سيف الملوك غوندي په دې پسې اوه جوړې د اوسپنو كپۍ نه وې زړې كړي، د هغه غوندي زړه ور هم نه وم، په لومړي ګام كي د دې د نازكو پښو له وينو سره زما له نازك زړه څخه هم وينې جارې شوې.
په هغه ورځ مي چې د نوټ له وركولو څخه ډډه كړې وه، او دې په رڼو سترګو حيران حيران راته كتلي و، هغه شپه ما هسي يوه غوسه وبلله چې كسات مي ترې اخيستى وي، خو بيا خوبونو د هغې پټې اوښكي يوه يوه دانه راته وښودلي، او هره اوښكه يې د بدرۍ جمالې د هر قدم په اندازه راته ښكاره شوه:
_ اه څومره به ځورېدلې وي.
ځان يو ګناهكار راته ښكاره شو.
اوس نو د خپلې دغې غلطۍ د جبرانولو په لټه كي شوم.
له پلوشي سره مي په درسونو كي تل مرسته كوله، نه يوازي خپل نوټونه مي هغې ته وركړل، ډېر ځله به مې د هغې كتابچه كور ته راوړله او سهار به مې ليكلې بيرته وركوله. په ازموينو كي به ماته نژدې كښېناستله، ما خپله كاميابي د پلوشي په كاميابي كي ليدله.
زه پوهېدم چې د نورو محصلينو په موږ څومره كينه راځي خو موږ دواړو د هيچا پروا نه كوله.
ښې شپې ورځي ژر تېرېږي، په څو ورځو كي حالات بدل شول، د جګړو لمبې زموږ تر پوهنتون پورې هم راورسېدې او زموږ مينې او خوښۍ پكي وسوځېدې موږ بيا پوهنتون ته نه ولاړو، څوك چې ورغلې و بيرته رانه غلل.
د جګړې په دوړو كي مي پلوشه وركه كړه، كور مي يې ليدلى و، خو هغه سيمه هم د پوهنتون په څېر يوه بله پاچاهي وه.
يوه ورځ چې اوربند وشو ورغلم، دوه پوړيز كور يې د خاورو او خښتو په يوه ډېران بدل شوى و، په هغه ډېران كي مي د خپلو هيلو هديره وليده نه پوهېږم څومره وخت به هلته درېدلى يم، يو وخت مي چا په مټ لاس كېښود، چې مخ مې ور واړاوو، يو ځوان و چې خړ پكول يې د سر په يوه خوا ايښې و، په كيڼ لاس كي يې مخابره نيولې وه، ما د پوښتنې په نښه سر ورته وخوځاوو، وسله وال له ما سره د خبرو پر ځاى په مخابره كي په خبرو بوخت شو.
_ الو الو تمام، الفتح، تمام، الفتح كه دې اوريدلي وي اطمينان.
د مخابرې له بغس سره اواز راغى:
_ الفتح، تمام اورم اورم.
وسله وال داسې په بېړه او ستړې ساه خبرې كولې تا به ويل چې په منډو دى.
_ الو الو د خوشال مېني د كورونو كنډوالو ته دښمن داخل شوى دى، دښمن دښمن كه دې اوريدلې وي اطمينان.
د مخابرې بغس بيا لوړ شو، ما د مقابل لورې خبرې وانه ورېدې، خو وسله وال بيا وويل:
_ هو هو موږ ته هم راپورونه را رسېدلې دي د ميثاق خون له خوا ټولو ته ووايه چې د محاصرې كړۍ تنګه كړي.
وسله وال ماته وكتل، زه هماغسې هك پك ولاړ وم كله به مي د پلوشې د كور په ځاى ډېران او كله وسله وال ته كتل، ورټ مي ترې وشو، په زړه كي مې وويل:
_ همده دا كور وران كړى دى.
زړه مي و د پلوشې د كور خښته راواخلم وسله وال پرې وولم او د پلوشي د كور د ورانېدو غچ ترې واخلم، مخې ته پرته يوه پخه خښته مي په نښه كړه، بس چې پام يې بله خوا شي په خښته يې ولم، وسله وال مې تر سترګو لاندي څاره، هغه په داسى حال كي چې ماته يې كتل په مخابره كي ګډ و:
_ . . . هو، بس يو دېوال هم لوړ مه پرېږدئ، دښمن د همدغو دېوالو شاته پټېږي.
شك مي په يقين بدل شو، ده دا كور وران كړى دى د خښتې خواته سوكه سوكه نژدې شوم، يو ځل بيا مي وسله وال او بيا ډېران ته وكتل، دوه پوړيز ښكلى كور، د كور مخې ته اوه بې مېوې ونې ولاړې وې، ماشومانو ترې لاندې لوبې كولې، د كور په انګړ كي له دروازې تر كوټو پورې له لرګيو څخه جوړ شوي دا نګور سيوري د كور ښكلا دوه برابره كړې وه.
وسله وال ته مي وكتل، هغه دومره په مخابره كي په خبرو بوخت و چې زه يې هېر كړى وم.
په هغه ورځ هم ده په مخابره كي داسې خبرې كولې، د پلوشې د كور مخې ته ودرېده، دوو تنو نورو وسله والو د پلوشې د پلار موټر له ګاراج څخه را ويوست نور وسله وال كورته ننوتل په يوه شېبه كي له كوره د ښځو چېغې او ژړاوې راپورته شوې د دغه وسله وال پر اوږو په هغه ورځ توغندى و، همداسې د كوڅې له خولې يې يو كور په توغندى وويشت، له كور نه سرې لمبې جګگې شوې، ټوله كوڅه تورو دودونو ونيوله، ټوپكوال يوې بلې خواته منډې كړې.
هو هو همدغه ټوپكوال و، دغه و، دا د ولاړو دېوالونو دښمن همدغه دى، په سترګو مې توره شپه شوه.
د چا غږ په هوښ كړم، يو ټوپكوال بل ته ويل:
_ دا د فلسطين سر تيرى څوك دى، چې دلته ولاړ دى؟
بل ټوپكوال ورته وويل:
_ ليونى به وي.
يو يې را نژدې شو:
_ اى! دلته څه كوي؟ چې نېغ ولاړ يې لكه. . .
ما يوازې وويل:
_ ام.
دواړو سره وخندل.
_ ليونى دى.
_ هسې نه چې د دښمن جاسوس وي.
يوه بل وويل:
_ نه نه، وګوره ږيره يې نوې رسېدلې ده، چېرې به مامور مامور څه شى و، اوس به ليونى شوى وي.
يوه بل وخندل.
_ هو دغه خلګ په كابل داسې خپه كېږي لكه چې د پلار كور يې وي.
زه هماغسې هك پك ولاړ وم، يو بل چې تر اوسه غلى ولاړ و رانژدې شو ويې ويل:
_ موږ دلته يوه چمبه جنګ لرو، له دې ځايه ولاړ شه، هسې نه چې خون دې راله غاړې شي.
كابل مي د دوى يوې چمبې جنګ ته پرېښود، ما هم كډه ترې بار كړه، لكه چې ټول كابل پېښور ته راكوچېدلى وي ټول دلته و، خپلوان دوستان، د دفتر ملګري د پوهنتون هم ټولګيان، خو د خپلې نيمګړې مينې وسواس دلته هم را سره ملګرى و، اوس مي نو د هغې د كور ډېران د خوبونو ملګرى و، خو په خوبونو كي هغسې نه وه، لكه ما چې ليدلى و، يوه غونډۍ وه چې پر سر يې لويه هديره جوړه وه، د زيارت تر څنګ به د قران شريف سيوري ته پلوشه ناسته وه چې ور نږدې به شوم رانه وركه به شوه، ستورى به شوه او اسمان ته به پورته شوه.
د شپې به خوبونو كابل ته بېولم او د هغې غونډۍ په سر هدېرې ته به ورتلم او د ورځې د چرسو نشې په خيال كي د هغې هديرې ملنګ كړى وم.
كه مي زموږ د دفتر امر حكيم خان نه واى ليدلى، ښايې زه هم د چرسو په نشو كي د خلكو د خندا شوى واى او د سوال لاس مي چاته اوږد كړى واى، د حكيم خان ټوله كورنۍ په شېر شاه مېنه كي تبا شوې وه، يوازې دى او يو ځوان زوى يې چې دواړه پښې يې غوڅې وې، پېښور ته رارسيدلي و، خو حكيم خان ځان نه و بايللي زوى يې جوارى الوى كول او بيا به يې خرڅول ده پخپله كېلې خرڅولې، اوس يې بل واده كړى و، او په كچه ګړۍ كي يې بل كور ودان كړى و.
حكيم خان ماته هم جرئت راكړ، د همده په مرسته مي يوه كراچۍ پيدا كړه او په بورد كي به مې مالټگې خرڅولې.
په هغه ورځ هم پوليسانو پسې واخيستلم، د بورد له بازاره راووتم او خپله د مالټو كراچۍ مې د ګنده نالۍ تر څنګ ودروله هسې مې هم هر مازديګر د خپلې ورځنۍ ګټې يوه برخه مهاجرو سوالګرو ته بېلول، او مازديګر مازديګر به مې سوالګرو ته په پټه خوله يوه، دوه روپۍ تر پنځو او لسو پورې وركولې خو هغې د ژيړې زړې چادرې والې جګې ښځې ته مي چې دوه روپۍ وركړې او رانه روانه شوه، بيرته مي غږ پسې وكړ.
هغه ځاى په ځاى ودرېدله، ورته ومې ويل:
_ كه ماتې پيسې لرې نو دا سلګون واخله پنځوس بيرته ماته راكړه.
ما هسې خبرې اوږدولې.
_ ولي سوال كوې څوك نه لرې چې كار وكړي؟
په ډك ستونې يې ځواب راكړ:
_ څوك د چا له حاله خبر دي، په كابل كي مو ټول كور تبا شو يوازي زه او ناروغ پلار مي پاتې يو، چې هغه هم په بستره كي پروت دى، زه. . . زه. . . له. . .
هغې نور څه ونه ويل، يايې نه شواى ويلاى، خو زه پخپله دې بې واره پوښتني چې معمولاً هر بډاى يې له سوالګرو كوي، او د دې پوښتنې تر شا يې ډير څه پټ كړې وي، پښېمانه شوم، اته كاله دمخه د پوهنتون لومړۍ شپې ورځې را يادې شوې هغه ورځ چې پلوشې ته مي د نوټ كتابچه ور نه كړه، بيا مي چې د شپې د هغې اوښكې په خوب وليدلې، زما حالت بل شان شو، كټ مټ د هغې شپې په څېر چې په هغه ځورونكي خوب را ويښ شوم ما هم څه نه شواى ويلاى، عملاً مې خبرې نه شواى كولاى، په زړه كي مې خبرې جوړې كړې وې خو لكه چې په ستونې كي د راوتو لاره نه وه.
دا پلوشه ده؟ خبرې او لوړه ونه خو يې د هغې دي.
نو بيا يې ولې زه ونه پېژندم؟ ايا زه دومره بدل شوى يم چې اوس مې خپله مينه هم نه پېژني؟
پخپله اوږده سپينه او توره ږيره مي لاس را تېر كړ، له واره مې ترې وپوښتل:
محمدولي پېژنې؟
_ هو، هو ولې چېرې دى تا ليدلى دى؟
ښځه دومره هيجاني شوه لكه چې ډېر قيمت لرونكى غمى يې په لاره كي پيدا كړى وي، او نا څاپه د سيند په اوبو كي ترې لويدلى وي.
ښځې بيا بيا پوښتنې كولې ما په ارامه وويل:
_ هو پېژنم يې.
سلګون يې په مالټو برسيره واچاوو په همغه نا كراري يې وويل:
_ كه ولې چا راسره مخامخ كړ د سر. . .
ښايې ويل به يې چې كه ولې چا راسره مخامخ كړ، د سر ټيكرى په زېري كي وركوم.
خو ښايې خپل ځان او خپلې څيرې څيرې زړې چادرې ته يې پام شوى وي او يا يې هغه ورځې وريادې شوې وې چې له كابله سر توره راووتله.
چوپ شوه، ښايې پخپل ذهن كي په مناسبه خبره پسې ګرځېده، ښايې كوم بل نذر يې مانه، داسې نذر چې وس كي يې پوره وي.
خو ما له واره وويل:
_ زه. . . زه. . . محمد ولي يم.
پلوشې چادرې واړوله، سر تر پايه يې راته وكتل لكه چې باور يې نه راته چې دا سپين ږيرې دې هغه خوشحاله محمد ولي وي، چې د دې د خپلولو لپاره يې داوسپنو څپلۍ په پښو كړې وې يوازي يې وويل:
_ اوه. . .
_ اه. . . د هغې مړ ژوانده څېره څومره له غمونو ډكه وه اوه خدايه دا ولي؟ دا چا؟ خپل ځان ته مي غوسه راغله اته نهه كاله دمخه شپې ورځې را يادې شوې، ما هغه وخت څه غوښتل كټ مټ هماغسې راته ښكاره شوه، غونډه منډه زنه يې هما غومره اوږده راته وبرېښده، چې ما غوښنل،خدايه! ولي نه پوهېدم ولي مي دومره كينه كوله، په اننګو كي يې هغه پخوانۍ سرخي وركه شوې وه، غټې غټې تورې سترګې يې ړندې شوې نه وې، خو داسې ښكارېدې لكه چې ړنډې سترګې د درملو په زور بيرته بينا شوې وي، جګه نرۍ پوزه يې لكه څنګه چې ما غوښتل پلنه شوې نه وه،خو نوره هم پسې جګه شوې وه، او د دې ښكلې او موزنه څېره يې نا موزونه او بدرنګه كړې وه، خدايه ما څومره ګناه كړې ده، پخپله بې ځايه كينه وشرمېدم، لكه چې ما دې حال ته رسولې وي، پلوشې په ځير ځير راته كتل د كتلو مانا يې دا وه.
_ اوس خو به دې ښه زړه يخ شوى وي، تا په دې حالت غوښتم كنه څنګه اوس خو به خوشحاله يې؟
زه پخپل بې ځايه كبر او كينه پښېمانه وم، رښتيا ژوند موړ دى انسان پخپله نېكمرغې نه پوهېږي ډېر ځله پخپلو غوښتنو پښېمانه وي، زه هم پخپلو غوښتنو پښېمانه وم، زما په غوښتنو كي مينه او كينه دواړه نغښتي و، خو په مينه كي وسواس مې د كينې پله درنه كړې وه، او اوس پخپله كينه پښېمانه وم، خدايه دا مي څه كړي دي.
زما بدرۍ جماله له كابله تر پېښوره په لوڅو پښو راغلې وه او دلته. . . او ه خدايه!
