
په ډيره خواشينۍ سره خبرشوم چې د پښتو د غزل د بابا امير حمزه خان شينواري زوى مراد شينوارى د ورپېښې ناروغۍ له امله د دې نړۍ سترګې پټې کړي . ارواښاد مراد شینواري د پښتو ژبې يو وتلی لیکوال او شاعر وو او مړینه یی پښتو ژبې او ادب ته بې له شکه ستره ضایعه ده. زه پداسې حال کې چې د مرحوم غمجنې کورنۍ او ټولو مینه والو ته خپل د تسلیت مراتب وړاندې کووم د لوۍ خداۍ (ج) له درباره ورته د مغفرت غوښتنه کوم.
محمد عمر داودزئ
اسلام اباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر