
له مانه ډیره موده ورکه یاره
ورکو یادونو ته دې ویر جوړوم
د خیال دنیا ته مې لږسر ښکاره کړه
زه دې په سترګو کې تصویر جوړوم
منم چې زه به دې هم یاد کې اوسم
خو مې پر ژبه اړولی نشې
پټ مې په شونډو کې ساتلی ساتې
د چا په مخکې مې ستایلی نشې
زه چې شیندلې مرغلرې ګورم
سم را په زړه شي ستا وړې خبرې
زرکه چې غاړه ووهي په غره کې
په زړه مې اوري ستا خوږې سندرې
کله اسمان کې چې سپوږمۍ ووینم
تندر نیولې وي بیماره ښکاري
ماته را یاد شي د رواج زولنې
ها لیونۍ په کې ایساره ښکاري
تاته یي هم لکه چې پته نشته
د خیال پر بام مې د هوا مرغیه
سپینه کوتره مروره ورکه
کړه راپخلا یې د خندا مرغیه
چې تصور کې څوک ازار راکړي
وایمه وي به د غزل ښاپیرۍ
چې را په خود شمه نارې وکړمه
څه شوه الهام څه شوه هیکل ښاپیرۍ
چا وې چې غل په غره کې نه ځاییږي
له ما شي پټه په ټولي د نجونو
اوس
يې په هغو نښو نه پپژنم
شنه
کميسونه ټول ګيډي د نجونو
شي
به پيدا انګاره ښکلې ورکه
ده
د بنګړو په شور و شرنګ مينه
لکه
اواز به له شپيلۍ راووځي
ستا
د سندرو په اهنګ مينه
زاهد شاه انګار