د طالبانو خبرپاڼه:

 دلوګرپه ولايت کې دښمن ته دمجاهدينو دتسليميدو طمع بې ځايه ده :
دا چې له پرونه راهيسې دآزادۍ راديو راپور ورکوي چې په خيالي ډول دلوګر په ولايت کې دمرکز او شپږو ولسواليو مربوط يو شمير مجاهدين اراده لري چې په اصطلاح له ګوډاګۍ ادارې سره يوځآی شي  او په دې اړه دکابل ادارې دلوګرچارواکوهم دعواوې وکړې موږ يې په کلکه ردوو ، دغه راز آوازې خپرول چې دالس کال زموږ له جهادي بهيرسره يوځای په بيلابيلومواقعوکې ترسره شوي دي حقيقت نلري ، دکابل ادارې استخباراتي کړيو د هيواد په ځينو سيمو کې په تقليبي ډول ځينې پروګرامونه جوړ کړې او رسنۍ ېې هم په جريان کې اچولې دي چې ګنې مجاهدينو وسله پرمځکه ايښې او خپلې اللهي فريضې جهادته يې شا کړې او دخپلو په زرهاوو شهيدانو آرمانونه يې هم په اوبو لاهو کړي دي !!! خو په واقعي ډول حالات په بله روان  وه او دي ، دهيواد په کچه دمجاهدين په شمير او تعدادکې زيات والی راغلی او له هرې خوا له مجاهدينو سره دپيوستون عملي ګامونه پورته شوي دي ،حتی دکابل ادارې په اردوکې هم ګڼ بااحساسه کسان شته چې دواقعيت په درک سره په حق او باطل پوه شوي او دسرښندنې تربيده داسلامی امارت له ليکوسره يوځای کيږې ، موږ دآزادۍ راديو په شمول له ټولو رسنيو نه غوښتنه کوو چې په داسې پيښو کې خيالي راپورونه چې تش تبليغاتي بڼه لري جوړ نکړې بلکې دواقعيتونو په بنسټ خپل راپورونه تهيه او خپاره کړې ، له بلې خوا په لوګر ولايت کې په دښمن دبريدونودکمښت لامل هم دانده چې ګنې هلته خدای مکړه مجاهدين کمزورې شوي دي بلکې دسږکال درنو واورو او يخنۍ له امله دهيواد په ځينو سیموکې تحرکات ستونزمن شوي چې کله هم دجهاد ددريدو په معنی نده جهاديوه اللهی فريضه ده ترڅو چې مو هيواد تريرغل لاندې وي او دخدای تعالی له خوا دغه فريضه پرمجاهدينو باندې باقي وي جهاته به دوام ولري  ان شاءالله .
ذبيح الله مجاهدداسلامی امارت ويندوی
۱۴۳۳/۳/۲۸ هــق
۲۰۱۲/۲/۱۹  م