
دکابل ګوډاګۍ ادارې متصدي حامد کرزي په دا وروستيو کې له وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې امریکا اودکابل ادارې په سري توګه له طالبانو سره خبری پیل کړې او ډیرې ګټورې هم دي .
اسلامي امارت دنوموړي دا خبرې په کلکه ردوي اوزياتوي چې داسلامي امارت استازو دکابل د بي واکه ادارې سره هیچرې هم خبرې نه دي کړې او نه هم تر اوسه ددې تصميم لري چي دکرزي له اداري سره دي مذا کرات وکړی شي ديادولوده چې دښمن ته اوس یوازي تبلیغات ور پاتې دي او غواړي چې له دې لارې څو ورځې نوره هم خپله پردۍ پاله وا کمني وغزوي خولکه څرنګه چې یې نوري دسیسي په نطفه کې شنډې او نا کامه شوې دي همدارازبه يي دغه نوی کاذبانه کمپاین هم په ناکامۍ محکوم اوپه خپلو درو غو کې به له رسوا يې سره مخ کیږي ،اسلامي امارت په دې باور ده چي که کوم چا دکرزي له ادارې سره داسلامي امارت په نما یندګي لیدلي هم وي هغه به کوم جعل کار وي اولکه په کراتوچې پیښه شوې يوځل بيابه يې هم دغې ادارې ته دوکه ور کړې وي ځکه ددښمن وارخطا او لا لهانده حالت پخپله دازمينه برابره کړې ده چې هر څوک کولای شي په اسانۍ سره شخصي استفاده ځیني وکړي او تشې وعدې ورکړي .
داسلامی امارت ويندوی ذبيح الله مجاهد
۱۴۳۳/۳/۲۴ هــق
2012/2/16 م