له افغانستان څخه دپخواني شوري اتحاد ديرغلګرو پوځونو د دتيښتې د۲۳کليزې په اړه داسلامي امارت اعلاميه

 پوره ۲۳ کاله پخوا په همدغې ورځ  دپخواني شوروي اتحادیرغلګر پوځونه له افغانستان څخه په ځړیدلو سرونو وتښتیدل .
پرو نیو یرغلګرو شوروي ځواکونو چې دننیو وحشي امریکايي او نورو صلیبي ځواکونوپه څیر یې دافغانستان په سپیڅلې حریم یرغل وکړ او پوره لس کاله يي  په ډیره وحشیانه توګه دافغان غیرتي ولس داییل کولو په غرض دهغوئ وینې وبهولې ،بالاخره دهمدغه ویاړلي مجاهد ولس دجهاد ،مبارزې او بي ساري قربانیو له امله  له داسې ماتې او رسوايي سره مخ شول چې په نتیجه کې یې ټوله سره امپراتوري نسکوره او کمونیستي الحادي مفکوره په نړۍ کې مسخره  وګرځیده .
په تاریخي لحاظ افغانان کولای شي دغه ویاړمنه ورځ دکمونیزم له شرڅخه دټول بشریت دنجات ورځ وبولي ،ځکه دشورویانو په مقابل کې دهغوئ اسلامي جهاد یواځي دافغانستان دازادي لامل نه بلکې دکمونیستي امپراتورۍ له واکمنۍ څخه دمنځنۍ آسیا دټولو محکومو هیوادونو دخپلواکي  اودسره کمونیزم  له شره  دنړۍ دژغورنې سبب هم شو.
نني یرغلګر امریکایان او دهغوئ ایتلافي  ملګري نن په افغانستان کې  ددغې ویاړمنې کلیزې درارسیدو په مهال کټ مټ له هغه ناکام برخلیک سره مخ دي له کوم سره چې یرغلګر روسان دافغان مجاهد ولس دبرحق جهاد له برکته مخ شوي ول .
یرغلګرو روسانو له غیرتي افغانانو سره ترلس کلن زورآزمویلو وروسته داخبره درک کړه چې  دمجاهدو افغانانو په ټاټوبي کې نور پاتي کیدل ورته  دسربایللو اوځان غرقولو مانالري ،هماغه وه چې  دژنیوا دتړون په پلمه يي ځان ته له افغانستان څخه دتیښتې لاره پیدا اوخپل ټول ځواکونه يي بی قید اوشرطه وایستل ،خو  امریکایان لا نورهم آزمویل شوي افغانان آزمويي او په مختلفو ناموجهو پلمو په دغه ناکام حالت کې په افغانستان کې دپاتي کیدو کوښښ کوي .
دشوروي یرغلګرو د تیښتې د دغې تاریخې کلیزې په مناسبت  مغرورو امریکایانوته په کارده چې  دتیروشرمیدلو انګریزي او روسي یرغلګرو له برخلیک څخه په عبرت اخیستلو سره نور له غیرتي افغانانوسره له بي ګټي مقابلې څخه لاس په سر او هرڅومره په عاجله توګه  بایدخپل ټول یرغلګرځواکونه له افغانستانه په شا کړي .
دافغانستان  اسلامي امارت  ددغې  ویاړمنې ورځې  درارسیدو له امله خپل مجاهد ملت  او په مجموع کې ټول اسلامي امت ته مبارکي وايي  ،له الله تعالی څخه سوال کوي  چې  دننیو یرغلګرو صلیبي امریکایانو په مقابل کې یې داسې بري او نصرت نصیب کړي لکه  دپرونیو الحادي  کمونستانو په مقابل کې چې په برخه شوی وه .
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
23/3/1433 هـ - 15/2/2012 م 26 دلو 1390- هـ ش