
دويښ افغان درنو غړو او ګرانو هېواد والو! له څه مودې راهيسې ويښ افغان د خير ښېګڼو هڅو په لړ کې غواړي د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د وينې د ورکړې ټولنې او د وينې بانکونه جوړ کړي. څرنګه چې په ننګرهار کې د نورو اړو کسانو او ټپيانو تر څنګ د تلاسيميا ناروغان وينې ته سخت اړ دي او زياتره وخت د ناروغو ماشومانو ميندې پلرونه اړ کېږي چې د وينې لپاره خپل ماشومان پاکستان ته يوسي، نو موږ غوره وګڼله چې لومړی د وينې بانک په ننګرهار کې جوړ کړو او په دې توګه خپل هېوادوال د پاکستان له احتياجۍ خلاص کړو. په دې لړ کې لومړني ګامونه واخېستل شول او د ويښ افغان د خدماتو کمېټې مشر ډاکتر صيب زرعلي معروف په دې بريالی شو چې په ننګرهار کې د ويښ افغان د وينې ډونرانو څانګه او ټولنه جوړه کړي، د داوطلبو هېوادوالو د وينې ګروپونه وټاکل شول او د ويښ افغان غړي ښاغلي شېرافضل د چنارګل زوی چې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کوونکی دی زموږ د لومړني ډونر په توګه يو اړ ناروغ ته خپله 500 سي سي وينه ورکړه او په دې توګه د ويښ افغان د وينې بانک عملاً خپل کار پيل کړ او اوس د وينې د ورکړې لړۍ په منظمه توګه روانه ده. ويښ افغان له ټولو ګرانو هېوادوالو څخه هيله کوي چې د خير او ثواب په دې چار کې له موږ سره ونډه واخلئ او د وينې په ډونرانو کې خپل نومونه وليکئ. د يادونې وړ ده چې د وينې ورکړه د دې ترڅنګ چې اخروي ثواب لري، په کال کې دوه ځلې نه يوازې کوم زيان نه لري بلکې وجود ته ګټه هم رسوي. هغه دوستان او هېوادوال چې په کابل او نورو ولايتونو کې اوسېږي، کولای شي د ويښ افغان د لاندې اېمېل له لارې خپل نومونه له موږ سره ثبت کړي: weesh.afghan@gmail.com خو هغه دوستان چې په ننګرهار کې اوسېږي کولای شي د ټېلېفون له لارې له ډاکتر زرعلي معروف سره او هغه دوستان چې په کندهار او شاوخوا سيمو کې اوسېږي کولای شي له ښاغلي غوث الدين فروتن سره خپل نومونه ثبت کړي:
ډاکتر زرعلي معروف: 0778648250 غوث الدين فروتن: 0700303054
تاسو ټولو ته د ډېرو ثوابونو او دوعاګانو په هيله
د ويښ افغان مشرتوب
د ويښ افغان مننه او يادونه
د ويښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک، چې يوازې د خپلو هېوادوالو په مرسته او ملاتړ هڅه کوي د خير، ښېګڼې او اصلاح چارې ترسره کړي، پر ځان پور ګڼي چې له هغو درنو هېوادوالو څخه مننه او يادونه وکړي چې په دې وروستيو کې يې زموږ د روزنيزو پروګرامونو او همدارنګه د وينې د ورکړې له کمپاين سره مرسته کړې ده.
حاجي پهلوان په جلال آباد ښار کې د ويښ افغان د روزنير مرکز د کرايې لپاره يو لک کلدارې مرسته کړې ده او ښاغلي مستري زرولي د سلو ناروغانو لپاره د وينې سلايډونه، انټي سېراګانې او لانچېټونه اخېستي دي. د ويښ افغان مشرتوب له دوی څخه د زړه له کومې مننه کوي او د پاک پروردګار له درباره اجرونه ورته غواړي.
همداراز موږ د ننګرهار پوهنتون له درانه رييس ډاکتر صابر مومند، د پوهنتون روغتون له سرطبيب ډاکتر صيب ناصر کامه وال او د لابراتوار له مسوول حاجي صيب شمس الحق څخه هم مننه کوو چې د ويښ افغان د وينې بانک له هڅو سره يې د زړه له کومې مرسته کړې ده او په دې برخه کې يې اسانتياوې ورته چمتو کړې دي.
په درنښت
د ويښ افغان مشرتوب