پرسوريې لمبې اودايران اندېښنې

طارق څار

له کله چي په سوريه کي کورنى تاوتريخوالى راپيل شوى او ورو  ورو زياتيږي، دې حالت ايران هم په اندېښنو کي اچولى ؛ د ايران بې شمېره هڅي له خپلو متحدينو سره په څنگ کي دادي چي روان تاوتريخوالى په سوريه کي خنثى کړي ترڅو ددې لمبو تاوو تر ايرانه راونه رسيږي . په ظاهره داسي ښکاري چي ايران له دوو زايوو څخه له گواښ سره مخ دى؛ يو د اسرئيلو احتمالي بريد او دوهم دسوريې دنظام په سقوط سره دپاڅونو دلړۍ رارسېدل.
 که څه هم په ښکاره ايران په سوريه کي د خپله لاس وهنه ردوي خودځينوسرچينو په حواله چي له پردې شاته ايران په نظامي  اوډپليماټکه توگه خپل بې سارى ملاتړ دبشارالاسد له واکمنۍ څخه کوي اود ايران يوشمېر پوځونه عملآ  دسوريې دحاکم نظام  سره په څنگ کي د مخالفو فعالينو په ټکولو کي برخه لري چي ددې ا دعا يو ثبوت داکيداشي چي څوورځي مخکي دسوريې د مخالف لوري له خوا ترلسو زيات ايرانيان نيول شوي او بېرته خوشي شول چي دسوريې  داوسني نظام دمخالف لوري په وينا چي ياد ايرانيان د بشارالاسد په پلوى موږ په نښه کولوخو ايران ويلي چي دوى زيارت کوونکي وه.
دايران اندېښِنې ورو ورو ځکه زياتيږي چي تېره اونۍ بارک اوباما په يوځانگړې مرکه کي، د ايران پرهستوي تاسيساتو د اسرئيلو د حملې خبره رد نه کړه .
داپه داسي حال کي دي چي دسه شنبې په ورځ دروسې دبهرنيو چارو وزير(سرګې لاوروف) دمشق ته په سفر کي د بشارالاسد دنظام ملاتړ وکړ، په دې خبره دبشر نښه ويشتونکي نور هم زړه ور شوه او ورسره يې د مخالف فعالينو ځپلوته نور هم زور ورکړ چي  تېره ورځ پر (حمص) ښار بيا د بشر ځواکونو له خوا سختي بمبارۍ  شوي، ترکيې بيا په خپل وارپرمخاليفينود کوربتوب  غږ کړى اودښه راغلاست غېږه يې ورته خلاصه کړې  .  په داسي حال کي چي چهارشنبه  ولادميرپوتين هم په سوريه کي دمداخلې د بنديدو ږغ وکړ.
 ترسړې جگړې او روس تر ماتي وروسته دسوريې پر سر يو ځل بيا دامريکا او روسيې سيالي په سيمه کي توده شوې. په راروانه مياشت کي په روسيه کي انتخابات کېدونکي دي پوتين  هم نوماند دى ښايي ويې هم گټي خو په خپله دروسيې د انتخاباتو پروسه له ننگونو  خالي نه ده .  ددې سياليو سره په څنگ کي په سيمه نوري ستونزي هم شته د بيلگي په توگه دبرما اوشمالي کوريا لانجې چي لا ناحله پاته دي .
خو سوريې اوس د يوې ډيري خطرناکي پاليسۍ لار غوره کړې هغه دا چي بشر غواړي چي دمخاليفينو ملا په ځپلو ور ماته کړي.  خليجي هيوادونه بيا د سوريې ددې گام پر ضد دي ، دخليج دهيوادو غوښتنه داده چي بشارالاسد دي استعفا ور کړي مرستيال دي  ولسمشر شي او له سره دي ټاکني وشي چي داشرايط بيا بشر نه مني .
په ورستيو کي ايران چي دافغانستان اوعراق په کورنيو چارو کي هم په لاس وهنه تورن دى دا محال دسوريې له بلو لمبو څخه ډېر په اندېښنه کي دى په داسي حال کي  چي اروپا له ايرن څخه دخامو نفتو پېرهم بند کړ چي په دې سره ايران نور هم دمادي او معنوي    گواښونو سره مخ شو اوبل دايران په تېرو انتخاباتو کي چي دډېرو تاوتريخوالوپايلي يې لرلې لا دتېر اور دودونه بشپړ نه دي خاموشه شوې ؛ موسوي او کروبي لا هغه تېر مړژواندى اور ته اوس هم پيک په لاس ناست دي .
 پاى