پرسوريه دچين اوروسيې بايللي شرطونه

طارق څار

دتير يو کال راهيسي چي په منځني ختيځ کي کوم ولسي پاڅونونه روان دي او د واکمنيو ړنگېدل ورسره رامنځ ته کيږي ترشايې مستقيم اوغيري مستقيم دامريکا لاس دى کله کله خوامريکا په دې پاڅونونو کي دخپل سرمايه گذارۍ اظهار هم کوي ،خو ددې ډول اوښتونونو سره تل چين او روسيې څرگند مخالفت ښودلى ځکه په دې لاره کي هراړخ دخپل گټو له زاويې رادانگي  .  داځل چي نوبت دسوريې دنظام ړنگېدو ته ځېر دى بيا هم د امريکا اومتحدينو، سره له عرب ليگ  دسوريې پر سر يو اړخ ، چين اوروسيه يې په مخالف اړخ کي شتون لري.
په دې شرطونو کي روسيه په سوريه کي دخپلو گټو دخوندي ساتلو په موخه ډېره
ناکراره ښکاري او په همدې موخه دروسيې دبهرنيو چارو وزير(سرگې لاوروف)
دبشارالاسد سره نژدې خبرو ته دسوريې پلازمېنه دمشق ته بېړنى سفر وکړ او
دسوريې پر نظام يې دملاتړ ږغ وکړ، دا سفر په ملگرو ملتونو کي دروسيې
اوچين له خوا د سوريې ا ړوند پرېکړه ليک تر ويټو(رد) درې ورځي وروسته تر
سره شو. په دې سفر کي بشارالاسد دخپلو پلويانو يو نمايشي هرکلى هم په
لاره اچولى وو چي په څنگ کي يې ورسره  جوخت دراپورونو له مخي په (حمص)
ښارکي پرمخالفو فعالينو درنې بمبارۍ رواني وې ، لاروف په دمشق کي په
خپلوڅرگندونو کي وويل:  چي بشارالاسد د تاوتريخ والي پا ته رسولو ته ژمن
دى  . دسوريې واکمن نظام هم ويلي چي دنوي اساسي قانون په اړه ټول پوښتني
ته چمتو ده او ټولټاکني به هم د نوي اساسي قانون له مخي کيږي . خو د بشار
الاسد د نظام دمخالفين داچي دنړيوالو ملاتړ هم ورسره دى يوازي او يوازي د
واکه د اسد ليري کېدو غوښتونکي دي .
امريکا سوريې ته د روسيې دبهرنيو چارو دوزير تگ ته د شک په سترگه کتلي او
دسپيني ماڼۍ وياند په خپلو څرگندونو کي ويلي: ( پر سوريې باندي شرطونه
ناکامه تگ لاره بلل کيږي .)
دا هرڅه په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي امريکا او متحدين يې دچين او
روسيې سره دسوريې پر سر په شرطونو کي ښکر په ښکر دي ،چي په څرگند ډول چين
او روسيه ددې شرطونو په ناکامه هڅو کي دي ځکه امريکا او متحدينو دسوريې
دنظام دمخالف اکثريت په څنگ کي ولاړ دي اوبل د ليبيا او مصر له تجربو څخه
څرگنديږي چي دبشرد واک گدۍ ته اور لوېدلى او ډيرژر دى چي دا او تر نوموړي
راورسېږي او بشر پکښي للوپه شي .