
طارق څار
سوريه داسيا په لوېديز ، دمديترانې په غربي څنډه کي مېشت عربي هيواد دى .پلازمېنه يې دمشق اوولسمشر يې بشارالاسد دى دحکومت ډول يې جمهوريت (=له١٩٦٣ م څخه راپه دې خوا پوځي ډوله رژيم دى.) سوريه د يوشمېر هيوادونو سره لکه ،ترکيه ،عراق،لبنان اواسرائيل سره پوله لري دتېر کال راهيسي داچي په منځني ختيځ کي دزړو واکمنو نظامو پر ضد پاڅونونه راپيل شوي اويوشمېر زړې واکمنۍ يې له پښوهم وغورځولې ددې پاڅونونو لړۍ ترسوريې پوري هم راورسېدل چي دشاوخوا يوکال پاڅونونو په اوږدوکي دبشرالاسد نظاميانو زرگونه مخالف فعالين وژلي اوټپيان کړي دي ، دځينوسرچينو په حواله چي يوازي دوې ورځي وړاندي د(حمص) په ښار کي دسوريې دنظام له خوا په بمبار کي پنځوس تنه او تردې وړاندي نژدي پيښو کي دوسوه تنه ووژل شوه .
دفبرورۍ په څلورمه په نيويارک ،دملگرو ملتونو په مرکزد امنيت شوراکي روسيې اوچين هغه پرېکړه ليک ويټو(رد) کړ هغه چي عربي ټولني او لوېديځ هيوادونو يې ملاتړ کاوه او په سوريه کي د بشارالاسد دنظام لخوا پر ولس د زور زياتي دپيښو او واکمن نظام د تگلاري غندنه يې کول ، چي داد سوريې په اړه دوهم ځل ويټو(رد) دى .
روسيې اوچين د ويټو دليل دپرېکړه ليک په منځپانگه کي بې انډولي وښودل، په غونډه کي رايه ځکه دوه ساعته په ځنډ کي ولوېده چي روسيې غوښتل دپرېکړه ليک په مسوده کي دبدلو ملاتړ راټول کړي. دغونډي په جريان کي چي د روسيې سفير پر(ويټالي چورگين ) پريوپلوه گډونوالوپړه واچول چي دنوموړي په وينا يوشمېر دغونډي غړي غواړي پرسوريې خپل اجنډا وتپي. خو دامريکاسفيري (سوزان رايس) پړه پر چين او روسيې اوچول چي په وينا يې دوى په ډيرو سختو شرايطو کي د سوريې ولس يوازي پرېـښود اودقطر ولس مشر په وينا چي دبشر دوژونو ماشين لاچالانده دى.
سوريه په دا سي حالت کي دنوي نظام د زېږون(ولادت )په حال کي ده چي شاوا څلور لسيزي همدې ناځوانه عرب هيوادونو دسعودي په شمول په رښتينولۍ دافغانستان په شخړو کي په صداقت گام نه دى پورته کړى او نه يې هم دافغانستان سره ديوه مسلمان هيواد په څېر مرسته کړې لا يې هم افغانستان
دارالحرب (دجگړې ډگر) باله اودافغانانو پرسرغوڅولو به يې مستخدمينو ته درهمونه اودينارونه ورکول .
تيروتنه به نه وي که سړى ووايي چي نن په عربي هيوادونو کي کومي لوبي رواني دي دا ټولي افغانستان ته دهمدې عربو نه پام او يا دافغانستان پر حريم د روس او امريکا په تېري باندي چوپه خوله پاته کېدلو زېږنده دي ،
که چيري موږ اسلامي هېوادونو په خپل منځ کي يووالى درلودلى هيڅکله به له داسي ورځوسره نه مخ کېدلاى . .
په اخر کي دسوريې د اوسنى برخليک ريښه هم له افغانستانه پيليږي دنيا وال لگيا دي سوريه هم لنگه اوډيموکراسي پکښي وزېږوي ، چي ددې غربي ډيموکراسۍ ښې بيلگي په افغانستان ،عراق،ټونيس،مصراوليبيا کي دوينو په حمامونو بدلي
شوې .
پاى